امریکا د ملي وحدت د حکومت د طرحې له مخې غواړي افغان قومونه سره وجنګوي
دسیاسي چارو کار پيژاندی وحید مژده وايي امریکا ځکه په افغانستان کې د ملي وحدت په نوم د حکومت طرحه وړاندې کړه چې په دې هیواد کې د قومونو تر منځ فتنه را منځته او د جګړې اور بل کړي
د بست باستان خبري آژانس مشر وحید مژده تهران رادیو ته وویل دا طرحه د دې لامل شوه چې دوه تيمونه په حکومت کې ځان حقدار وګني او له دې طرحې هر یوخپل برداشت ولري .
مژده زیاتوي د دې طرحې له مخې به یو بې ثباته کمزوری دوه قطبه او ناکاره دولت رامنځته کیږي چې د امریکا هرې غوښتنې ته به لبیک وايي
مژده زیاتوي کرزی هم غواړي د ټاکنو دا پروسه او د امریکا طرحه له ماتې سره مخ شي تر څو نوموړی لویه جرګه را وغواړي او د هغې په اساس حکومت جوړ کړي .
Add new comment