"راځئ چي سم يې وليکو" د پښتو تورو ( کلماتو) د سمون او اصلاح د هغي لړۍ نوم دی چي له لراوبر ويبپاڼي به په پرله پسې توګه خپريږي، ددې برخي چلوونکی ځوان او تکړه ژورناليست او ليکوال ښاغلی نجيب الله زيارمل دی خو د لراوبر ويبپاڼي د نورو همکارانو تر څنګ د پښتو ژبي
"راځئ چي سم يې وليکو" د پښتو تورو ( کلماتو) د سمون او اصلاح د هغي لړۍ نوم دی چي له لراوبر ويبپاڼي به په پرله پسې توګه خپريږي، ددې برخي چلوونکی ځوان او تکړه ژورناليست او ليکوال ښاغلی نجيب الله زيارمل دی خو د لراوبر ويبپاڼي د نورو همکارانو تر څنګ د پښتو ژبي منلي ليکوال او ژبپوهان همکاري ورسره کوي، که ددې لړۍ په اړه نظر او تبصره لرئ د فېسبوک له لاري يې ددې پاڼي په پای کي راسره شريک کړئ او يا برېښناليک راولېږئ.
ښايي تاسو لاندني توري په سمه بڼه ونه ليدلائ سئ، موږ هڅه کوو چي دا تخنيکي ستونزه ژر حل سي.
ناسم .................. سم
مړه شوي دي ........ وژل شوي دي
غورځېدلې ............ لوېدلې
راغورځېدلې ............ را اچولې
د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ... ولسمشرۍ ته کانديد
خوخ ............... خوښ، خوشال
سور ............... پسور، عرض
سور ............... سپور، سوار
خور ............... خپور، نشر
شرمخ ............. شرمښ، غوښي خوړونکی حيوان
شين .............. زرغون، د ونو د پاڼو رنګ زرغون وي
مخ شي .......... مخامخ شي
رسي .............. رسيږي
موښه .............. موخه، هدف
ښرېيلو ............. خرولو، خرېيل
دريګي .............. درېږي، درېدل
غګ .................. ږغ، غږ
خه ................... ښه، ښه کول، بد نه کول
په تن کول .......... اغوستل. کالي اغوستل
روڼ آندی ........... روشنفکره، يا هغه څوک چي خرافات نه مني
شفاف .............. روڼ، ځلاند، ښکاره، څرګند
کوټلي ګامونه ...... ټينګ ګامونه، پياوړي ګامونه
خوشي ............. آزاد، خپلواک، بې قيده، د بندي ضد
جومات .............. مسجد، د سجدې کولو ځای
اسمان څک ....... هسکه ودانۍ، دنګه ودانۍ
لګ شوي .......... لږ شوي، کم شوي، کمبود شوي
لږېدل ............... لګېدل، مصرف کېدل
ننګونه .............. چلنج، پرابلم، مشکل، ستونزه، موانع، سيالي
خکر ................ ښکر، د وزې، غوا، هوسۍ ښکر
له يو بله ........... يو له بله
کم نه کم .......... لږ تر لږه، لا اقل
جمی ............... ژمی، د کال څلورم فصل
جبه ................. ژبه، پښتو ژبه
ګو ................... ږو، قسم، سوګند
پاسی .............. پاڅی، پورته کېدل، ولاړېدل، درېدل
سوک ............... څوک، استفهامي ضمير
صيب ................ صاحب، څښتن، بادار، مالک
تيگه ................. تيږه، ډبره، کاڼی، سنگړه
بخل ................. بخښل، معاف کول
بوگنونکي .......... بوږنونکي، د وېرولو او ډارولو په معنا
پوخ .................. پوښ، د يو شي د ساتلو يا حفاظت له پاره، لکه د کتاب پوښ
پوښ ................ پوخ، هغه څه چي اومه نه وي
سگی .............. سږی، په بدن کي دننه د تنفس دنده تر سره کوي
لېگل ................ لېږل، د استولو او ورلېږلو په معنا
لګ .................. لږ، د کم په معنا
Add new comment