د عراق د زومار نومې سیمې کنټرول هم د ترهګرو له لاسه ووته
د عراق د کردستان پیشمرګه ځواکونو د موصل په شمال لویدیځ کښې زومار نومې سیمه د داعش له تکفیري ترهګرو بیرته ونیوله.
پریس ټي وي رپورټ ورکړی چې د عراق پیشمرګه ځواکونو د داعش ډلې په سنګرونو برید وکړ او وتوانیدل له ترهګرو سره له یوې سختې جګړې وروسته د دغې سیمې کنټرول ترلاسه کړي.
رپورټ زیاتوي چې تکفیري ترهګرو له خپلو مورچو نه له شاتګ مخکښې په سیمه کښې د تیلو درې کوهیانو ته اور واچوه.
د عراق جنګي الوتکو هم د داعش ترهګرو په سنګرونو بمباري وکړه.
له دې مخکښې خبر رارسیدلی و چې پرون د عراق د پلازمینې بغداد په شمال کښې د آمرلي ښار کلابندي ختمه کړې شوې وه.
Add new comment