د سید ابن طاووس کلیزه

771  کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 664 هجري قمري کال د ذي قعدې يا ميانې د مياشتې په پينځمه نېټه مسلمان فقيه، محدث، مورخ او اديب رضی الدين علي بن موسی چې په سيد ابن طاووس مشهور ؤ وفات شو.
هغۀ د ماشومتوب او زلميتوب دوران په عراق کښې په خپل پلارني ټاټوبي حله کښې تېر کړ او په مختلفو ديني څانګو کښې يې زدکړې حاصلې کړې. سيد ابن طاووس په زهد او تقوا کښې په خاصو او عامو خلقو کښې مشهور ؤ او په همدې وجه يې د عباسي حاکمانو په دربارکښې د هر ډول منصب له قبلولو څخه ډډه وکړه. ابن طاووس د هغې زمانې د دانشورانو او عالمانو ترمېنځ زيات اعتبار لرۀ او زياتره شهرت يې د اخلاقي او کلامي روايتونو د نقلولو او د هغۀ د تقوا او پرهېزګارۍ په وجه ؤ. هغه يو تکړه مسلمان دانشور ګڼل کېدۀ او په علم کلام، اخلاقو، فقه او حديث کښې ترې مختلف اثار په يادګار پاتې دي او د هغۀ زياتره اثار په ځلونو ترجمه او چاپ شوي دي. د ((اللهوف)) په نامه د ابن طاووس يو مهم تاليف د عاشورا د ورځ د واقعاتو په باره کښې دے چې د اسلام د تاريخ له معتبرو کتابونو ګڼل کيږي. د هغۀ يو بل مهم کتاب  « الملاحم و الفتن » نوميږي چې د حضرت امام مهدي (ع) له ظهور نه مخکې او د ظهور په دوران کښې د واقعاتو په باره کښې دے

Add new comment