لاریجاني: لویدیځوالو د داعش پر خطر باور کړی
د ایران د اسلامي شورا مشر ویلي چې لویدیځوال بلاخره دداعش ترهګرې تکفیري ډلې پر خطرناک توب باور کړی.
د ایران د پارلمان مشر، علي لاریجاني نن په قم کې د تقلید له مراجعو سره د لیدنې په څنډه کې، د ایران د راډیو ټلویزیون خبریال ته ویلي چې نن لویدیځوال دې باور ته رسېدلي چې په سیمه کې دداعش په شان تکفیري او ترهګرې ډلې چې پخپله یې جوړې کړې دي، د هغوی لپاره پر خطر بدلې شوې دي.
د ایران د پارلمان مشر وویل چې نن اروپایان پردې باور دي چې ددې ډلو په اړه د ایران وړاندونه پرځای وه، نو ځکه له ایراني چارواکو سره چې لیدنې کوي، تل له ترهګرو سره پر مقابله ټينګار کوي.
لاریجاني وویل، هیله لري چې په سیمه کې له ترهګرو او تکفیري ډلو سره د مبارزې په چوکاټ کې د لویدیځو چارواکو څرګندونې ډېر ژر عملي پړاو ته ورسېږي.
Add new comment