حماس له صهیونیسټ رژيم سره د اوربند پر دوام ټينګار وکړ

د فلسطین داسلامي مقاومت غورځنګ، حماس اعلان وکړ چې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ شوې موافقه دوام لري او پر یوې میاشتې پورې محدود ندی.
د القدس العربي ورځپاڼې د خبر له مخې،د حماس غورځنګ ویاند، سامي ابوزهری نن د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چې د فلسطینیانو او اسراییلو رژيم ترمنځ شوی اوربند له د یوې میاشتې وروسته ختم نشي او په موافقه کې د یوې میاشتې وخت له یادولو موخه، داده چې ددغه وخت له ختمېدو مخکې به د خبرو اترو ناستې پيل شي، خو اوربند به دوام لري.

Add new comment