د پاکستان سیاسي کړکیچ نوي پړاو ته ورداخل شو
د پاکستان سیاسي کړکیچ بیګا د لومړي وزیر د کور په لور د طاهر القادري په مشرۍ دعوامي تحریک او د عمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند د پرلتې وهونکو په روانیدا سره نوي پړاو ته ننوتلی دی .
دپاکستان داسلام اباد پولیسو داوښلن ګازونو او ربړینو ګولیو په کارولو سره کوشش کاوه د اعتراض کونکو مخ ته دتلو مخه ونیسي او له کبله يې د ماشومانو او ښځو په شمول کابو پینځه سوه (۵۰۰)کسان ژوبل شوي او د طاهرالقادري دوه پلوي مظاهره چیان مړه شوي هم دي .
دپاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کوي چې ددوې یوه پلوي میرمنه هم وژل شوي ده .
عمران خان او طاهر القادري چې له بیګا شپې مخکې یې په جلا جلا توګه پرلتې وهلي وې بیګا دیو بل په غږملتیا سره خپلو پلویانو ته په وینا کښې وویل چې نور به د لو مړي وزیر دکور مخ ته اعتراض او پرلتې ته دوام ورکړي .
دپاکستان دپولیسو لخوا داوښلن ګاز له کارولو وروسته دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وویل حکومت نشي کولای په اوښلنو ګازونو سره د مظاهره چیانو مخه ونیسي .
عمران خان زیاته کړه لومړی وزیر نوازشریف دجمهوریت نه بلکې یوازې دخپل حکومت د ساتلو په فکر کښې دی .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هم نیوکه وکړه او ویې ویل دې زه غواړم پوه شم چې نثار علي خان څرنګه بیګا د یوه جنرال په شان پولیسو ته په خلکو دډزو حکم ورکاوه .
دپاکستان دعوامي تحریک مشر ښاغلي طاهر القادري هم وویل مونږ صلح ایز وو خو چا مظاهره چیان د تاوتریخوالي په لور وکاږل .
هغه دغه راز زیاته کړه چې له اوښلنو ګازونو او ربړینو ګولیو کار اخیستل ظلم او بربریت دی .
دپاکستان د عوامي تحریک مشر اعتراف وکړ چې حکومت زما دنیولو پروګرام درلود خو بریالی به نشي .
دتهران راډیو پښتنو خپرونې د پاکستان د سیاسي کړکیچ دنوي پړاو په باره کښې د پوځ د پخواني قوماندان جنرال میرزا اسلم بیګ نظر معلوم کړ نو هغه په ځواب کښې وویل عمران خان او طاهر القادري چې ځانونه یې مجبوره او په بندون کښې لیدل نور د لومړي وزیر دکور په لور له لاریون کولو پرته بله چاره نلرله چې یو شمیر ناوړه پیښې رامینځته شي او پوځ نوي کړکیچ ته ورداخل شي او دغه کړکیچ دعمران خان او طاهر القادري د غلطۍ نتیجه وه .
دپاکستان دپوځ پخواني قوماندان دغه راز اعتراف وکړ چې لومړي وزیر نوازشریف د اعتراض کونکو په وړاندې ډیره ښه ستراتژۍ غوره کړه.
لومړۍ داچې اعتراض کونکي يې په اوولس(۱۷) یا اتلسو (۱۸) ورځو کښې سخت ستړي کړل او دوهمه (۲) دا چې پولیسو ته یې په صراحت سره ویلي وو چې هیڅ کله ډزې ونکړي او تر ډیره حده زغم وښيي .
دپاکستان دپوځ پخواني مشر جنرال اسلم بیګ وویل همدغه کار وشو چې بیګا دپولیسو لخوا یوازې اوښلن ګازونه او ربړینې ګولې استعمال شوې .
دریمه (۳) داچې لومړي وزیر نوازشریف دپوځ له مشر جنرال راحیل شریف څخه په تیرې پنجشنبې ورځ وغوښتل چې له عمران خان او طاهر القادري سره خبرې وکړي .
دپاکستان دپوځ مشر هم عمران خان او طاهر القادري دپوځ مرکز ته وروبلل او دجنرال اسلم بیګ په وینا دواړه سیاسي مشران په ډیرې بیړې سره دپوځ دمشر دفتر ته ورغلل او ګمان یې کاوه چې دپاکستان پوځ شاید ددوې لپاره یو کار وکړي خو د عمران او طاهر القادري دګروهنې په اپوټه دپو ځ مشر له دغو دواړو مشرانو وغوښتل نور له پرلتې وهلو لاس واخلي او په خبرو سره ستونزه حل کړي او تضمین يې ورکړ اجازه دې ورکړي چې د لوړې محکمې یعني سپریم کورټ لخوا تحقیقات وشي که چیرې په نوازشریف په انتخاباتو کښې ددرغلۍ تور لګیدلی وو هغه باید هغه وخت استعفا ورکړي او نوي انتخابات به ترسره شي خو عمران خان او طاهر القادري دپوځ دمشر خبرې ته غوږ وانه چوه او بیګا یې په یوه نوي حرکت کښې د لومړي وزیر د کور په لور لاریون پیل کړ چې دغه دواړه مشران په خپله کانټیرونو کښې ناست وو او دښځو په شمول خپل پلویان یې داوښلنو ګازونو مخ ته بهر پریښودلي وو .
دپاکستان دپوځ پخواني قوماندان جنرال اسلم بیګ وویل دعمران خان او طاهر قادري پرلتې وهلو چې هغه یې د ازادۍ او انقلاب لاریون باله نور ماتي خوړلي ده .
البته ددغه راپور دلیکلو تر وخته پورې رسیدلي راپورونه ددې ښودنه کوي چې دعمران خان او طاهر قادري پلویان هماغه راز د پارلمان او دلومړي وزیر د کور مخ ته شتون لري او په پولیسو دکاڼو په ویشتلو سره یوډول هغوې سره په نښتې بوخت دي او نن به ولیدل شي چې دپاکستان په اسلام اباد کښې څه کیږي او ایا دهیواد په نورو ښارونو او واټونو کښې به هم د عمران خان او طاهر قادري اعتراض کونکي پلویان راوځي او که نه .؟
البته نن په پاکستان کښې عمومي چټي ده او په ځینو سترو ښارونو کښې د اعتراض کونکو پلویان مظاهرې کړي دي خو پکښې دګډون کونکو شمیر ډیر کم وو او س دا په دې پورې اړه لري چې په نورو ښارونو کښې مظاهرو ته دوام ورکولای شي او که نه .؟
دپاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د اعتراض کو نکو پلویانو شمیر له بیګا څخه ډیر کم شوی دی .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران او د عوامي تحریک مشر طاهر قادري په ټول هیواد کښې له خپلو پلویانو وغوښتل چې اسلام اباد ته ورشي خو داسې ښکاري چې د اعتراض کو نکو غورځنګ په ځوړتیا دی البته که چیرې نورې مرګې ژوبلې رامینځته نشي .
دپاکستان ستره محکمه هم په دغه حالت خپه ده او وايي سیاسي کړکیچ له اقتصادي نظره دهیواد په تاوان دی او غواړي چې ژر دغه مسله پاې ته ورسیږي .
Add new comment