په ننۍ نړۍ کښې د نسل وژنې ښکارنده

داسې کړکیچ چې دلویدیځو هیوادونو د  رسنیو په وسیله تل دانسانانو د درد او کړاو دیوه روایت په توګه معرفي شوی په داسې حال کښې چې هیڅ کله اصلي عناصرو او عواملو ته چې ددغه وژلې سبب شول پام او اشاره نه ده شوي .
په نني پروګرام کښې به کوشش وکړو په دوې کښې ځینو عواملو ته پام وکړو .
تاسو ته بلنه درکوو په دغه پروګرام کښې له مونږ سره ملګرتیا و کړئ .
روانډا  دافریقا په جنوب ختیځ او وچه کښې یو پروت هیواد دی .
په ۱۹۱۸ میلادي کال کښې بیلجیم د روانډا هیواد کنټرول په لاس کښې واخیست .
په ۱۹۳۳ میلادي کال کښې بیلجیم د  روانډا  هیواد سرشمیرنه وکړه او ددغه هیواد دټولو خلکو لپاره یې  د پيژندنې کارتونه صادر کړل .
داسې کارتونه چې پکښې خلک په دریو(۳) توکمونو یعنی هوتو، توتسي او توا ویشل شوي وو .
دبیلجیم استعمارګرانو د روانډا توتسیان په هوتوانو بره قوم  وباله او توتسیانو چې له خپل بره مقام څخه خوشحال وو له هغه تاریخ څخه وروسته تر شلو (۲۰) کلونو پورې دخپلو هوتو ګاونډیانو په پرتله له ښو کارونو او زده کړې څخه برخور شول .
په دې ترتیب دبیلجیم استعمارګرانګو یوه نوي ټولنیزه پرګنه رامینځته کړه چې نوم یې هم ورته تکامل موندلي تورپوستي کیښودل شو .
دبیلجیم د زده کړې نظام دخپل دضرورت وړ انساني ځواک د تامینولو لپاره د روانډا د قبایلي مشرانو د بچیانو  تعلیم ته پام کاوه .
دغه ټولنیز قومي ویش او هغه ته اړونده سیاستونوله ۱۹۲۰ میلادي کال  راهسې تر اوسه د روانډا  په اوسنۍ ټولنې ژور اغیزونه پریښودلي دي او د توتسیانو او هوتوانو د جنګ سبب شوي دي .
د توتسیانو او بیلجیم پرضد د  هوتوانو لومړني جنګونه په ۱۹۵۹ میلادي کال کښې  وشول .
په ۱۹۶۲ میلادي کال کښې روانډا له بیلجیم څخه خپلواکي اعلان کړه او په ۱۹۷۳ میلادي کال کښې دهوتو قبیلې غړی جونال هابیا ریمانا د روانډا ولسمشر شو .
د ۱۹۹۴ میلادي کال داپریل دمیاشتې په ۶ نیټه د روانډا د ولسمشر جونال هابیا ریمان په الوتکې حمله او دهغه وژل کیدا دیوې غمیزې پیلامه وه .
د  روانډا د ولسمشر د الوتکې دغورځیدا څو ساعته نه وو تیر چې حکومتي عسکرو له هوتو ملیشاو سره یوځاې په روانډا کښې د توتسي قوم وژله پیل کړه چې په چټکې سره په دغه جنایت تورن شوي وو .
په کابو دریو (۳) میاشتو کښې اته (۸) لکه کسان چې اکثره یې دتوتسي قبیلې غړي وو په بوږنکي ډول ووژل شول .
د روانډاد اتو(۸)لکو ښځو او ماشومانو عام وژله د نړیوالې ټولنې په بې تفاوتۍ سره وشوه .
یوازې په دریو (۳) میاشتو کښې دروانډا د ټولنې لسمه(۱۰) برخه خلک ووژل شول .
 د روانډا سرزورو هوتوانو نوزیږي ماشومان په متروکو سرونو وهلو سره وژل او ښځې او سړي یې په لور  سره ټوټې ټوټې کول .
هغوې به توتسیان په خپلو کورونو کښې ژوندي په اوور کښې سوزول .
حتی مینځ لاري هوتوان هم د توتسیانو  د غضب له اوور څخه په امان کښې پاتې نشول .
په دغه غمیزې کښې  دتوتسیانو  په کابو نیم میلیونه  ښځو او انجلیو جنسي تیري وشول .
اوس په روانډا کښې له نسل وژنې څخه ډیرې ژوندې پاتې میرمنې په ایډز ناروغۍ اخته دي .
ددغه پیښې دشلو (۲۰) کلونو په تیریدا سره اوس هم ډیرې میندې دخپلو بچیانو په لیدو سره هغه نشي خوښولای .
ددغه پیښې یوه قرباني میرمن ماري وايي د نسل وژنۍ په لومړیو ورځو کښې  له دې وروسته چې ملیشاډلو په ما جنسي تیری وکړ ما   دخپل تره کور ته ما پناه یوړله . خو څو ورځې و روسته د هوتوتیانو کسان راپسې راغلل .
هغه په دې هکله وايي هوتیانو ټول کسان ووژل ، تره ، ترور او هر څوک چې په کور کښې نو ويې وژل . زه دکټ لاندې پټه شوي وم . هغوې زما ترور وژلي وه او ماشوم ی دهغې په سینې پروت وو .کوټه له وینو ډکه وه .  کوټه د مړو کسانو له ټوټې ټوټې  مړیو ډکه وه . له هغه ماشوم پرته چې درلود يې دمور له تي يې شیدې خوړلې .
دغه پیښه د روانډا په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې په علت دملګروملتونو دکمزوري کړچار او دنړیوالې ټولنې د بې تفاوتې او د رمنډو سترو په وړاندې ترسره شوه .
شیطان ته د  لاس ورکولو په نوم د کاناډا دمتقاعد جنرال مشهور کتاب رومئو ډالائیر د روانډا  نسل وژلې ته اړونده یوه مهم سند دی .
هغه د ۱۹۹۴ میلادي کال د اپریل دمیاشتې په ۷ نیټه په روانډا کښې د ملګروملتونو د ځواکونو دقوماندان په توګه دنده تر سره کوله .
ډګروال ډالائیر د نسل وژلې په لومړیو ورځو کښې په روانډا کښې د نورو خارجي دیره ځواکونو په شان له دغه هیواد څخه د وتلو حکم  ترلاسه کړ .
خو هغه په شخصي ډول فیصله وکړه چې له حکم منلو سروغړوي او په روانډا کښې پاتې شي .
دهغه په باور نړیواله ټولنه چې نن سبا غواړي ددنیا په هر  ځاې کښې ډیموکراسي او صلح ټینګه کړي هغه وخت په سړه سینه کیناستله او نظاره یې وکړه .
دنسل وژنۍ په  پیل کښې داروپا زر(۱۰۰۰) ځواکونه له روانډا څخه د  خارجي ښاریزو د ایستلو لپاره هلته واستول شول خو په چټکۍ سره له روانډا ولاړل .
په ملګروملتونو کښې د بیلجیم صلح ساتي ځواکونه هم له هغو ښوونځیو چې دوه زره (۲۰۰۰) توتسیانو پکښې پناه اخیستي وه  د شاتګ د حکم له رسیدا وروسته  ولاړل چې د ټولو پناه اخیستونکو د عام و ژلې سبب شول .
دغه عام وژله د صلح دساتونکي په نوم د ملګروملتونو د کاملا وسله و الو او غیر پوځي ځواک او څارونو دسترګو په وړاندې وشوه .
د انګلستان د لیکوال او څیړاند لینډا ملورن په نظر ددنیا ډیرهیوادونه په روانډا کښې له کړکیچ څخه خبر وو او په خبره توګه یې هیڅ اقدام ونکړ دبیلګې په توګه دبیلجیم حکومت له دغه خطر څخه خبر وو .
بیلجیم ددغه پیښې له رامینځته کیدا څو اونۍ مخکې په ملګروملتونو کښې دامریکا او انګلستان له ډيپلوماټانو وغوښتل په روانډا کښې د ملګروملتونو په صلح ساتي ځواکونو کښې دخپلو پوځيانو شمیر زیات کړي .
خو دغه دوو (۲) هیوادونو دخپلو مالي مشکلاتو په خاطر د بیلجیم له وړاندیز سره مخالفت وکړ .
دغه مخالفت له روانډا څخه د خارجي عسکرو په وتلو سره   دهغو ډلو چې د توتسي قوم د عام و ژلې کوشش یې کاوه یو  ډول تایدول وو .
له دغه  نسل وژنۍ دوه (۲) میاشتې مخکې هم دملګروملتونو ځانګړی استازی ژاک راجر بوبو روانډا ته  واستول شو .
ملګروملتونو په هغو راپورونو سره چې له روانډا څخه یې ترلاسه کول پوهیدل چې په دغه هیواد کښې غمیزه درامینځته کیدا په حال کښې ده .
په همدې خاطر وو چې  د ۱۹۹۳ میلادي کال  په اخر کښې د ملګرو ملتونو ځواکونه دجنګ دمخنیوي لپاره روانډا ته استول شوي وو .
ملګروملتونو ته ددغو عسکرو خبرونو دهغه غمیزه ښودنه کوله چې نږدې کیدله ، دهوتو جنګ غواړو لپاره د و سلو استول او ددغه ډلې دملیشاځواکونو لپاره دپوځي اډو جوړیدل په دغو خبرونو کښې شامل وو .
په دې ډول د روانډا د خلکو د عام وژلې په وخت  د ملګروملتونو داستول شویو پوځيانو یوازنی اقدام له روانډا څخه دخارجیانو باسل وو .
دملګروملتونو امنیت شورا په روانډا کښې ددغه نړیوالې ادارې ځواکونو ته په جنګونو کښې دلاسوهنې اجازه ورنکړه .
دملګروملتونو امنیت شورا حتی دنسل وژنې په باره کښې یوه خبره هم ونکړه .
دامریکا دهغه وخت ولسمشر بیل کلینټن د روانډا دغه عام وژله  یوازې دقومي جنګ په توګه یاد کړه.
یوازې اول ځل دملګروملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان وو چې دغه مقام ته له رسیدا وروسته یې وویل مونږ باید هیڅ کله هیره نکړو چې نړیواله ټولنه ونه توانیدله د اته لکو بې ګناه میرمنو، ښځو او سړیو ملاتړ وکړي . مونږ باید ومنو هغه څه چې ترسره کولای مو شو ترسره نکړل چې له دغه نسل وژلې سره مقابله وکړو .»
فرانسه چې د هوتو دحکومت متحد  هیوادوو  دیوې امنه سیمې  دجوړولو لپاره روانډا ته ځواکونه واستول خو دفرانسې دغو پوځیانو د نسل وژنې دبندولو لپاره هیڅ اقدام ونکړ .
په ۲۰۰۸ میلادي کال کښې په روانډا کښې دتحقیق یوه کمیسیون راپور ورکړ چې فرانسه دتوتسیانو د نسل وژنې لپاره د هوتو قبیلې له چمتو کیدو خبره وه  او د فرانسې دهوتو قبیلې غړیو ته چې عام وژلې یې کړي دي پوځي روزنه هم ورکړي ده .
دصلح فعالان اوس هم ملګري ملتونه او ځینې نړیوال قدرتونه د روانډا ددغه نسل کشې اصلي ذمه وار او ګرم ګڼي .
دفرانسې حکومت تراوسه د روانډا په نسل وژلې  کښې لاس لرل نه دي منلي او یوازې دهغه وخت ولسمشمر نیکلا سارکوزي روانډا ته دسفر په و خت ویلي وو :« مونږ اعتراف کوو چې د روانډا د نسل وژلې په بهیر کښې دفرانسې او نورو هیوادونو لخوا جدي غطیانې شوي دي .»
دروانډا ولسمشر ویلي دي چې فرانسې په ځینو وختونو کښې ددغه عام وژلې له عاملانو سره ملګرتیا کړي ده او د هوتو قبیلې ملیشا ځواکونه د عام وژلې د ترسره کولو په وخت د فرانسې دعسکرو تر ملاتړ لاندې وو .
د روانډا له دغه عام وژلې وروسته دملګروملتونو امنیت شورا یوه نړیواله محکمه جوړه کړه چې ددغه تاریخي جنایت عاملان وپیژندي او سزا یې کړي .
ډیر کسان محاکمه او محکوم شول خو په روانډا کښې د نسل وژلې پاتې کسان د داسې شرایطو غوښتونکي دي چې پکښې نور  د داډول جنایت د رامینځته کیدا امکان نه وي.

Add new comment