په عربستان کې چاودنې ۵ کسان وژلي

خبرونه وايي د عربستان په مدینه منوره کې ددغه هېواد د ملي ګارډ ځواکونو په روغتون کې چاودنې  کسان وژلي دي.
یوه سعودي انټرنیټي سایټ په مدینه منوره کې د یوې روغتیايي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې په دې ښار کې د عربستان د ملي ګارډ ځواکونو په روغتون کې چاودنه شوې.
خبر زیاتوي چې دغه چاودنه د یاد روغتون د ګازو ډبې د جوړېدو په وخت کې شوې چې پنځه کسان یې وژلي.
سعودي چارواکو تر اوسه پورې ددې پېښې اصلي لامل، چې شاوخوا ودانیو ته یې هم زیان اړولی  ندی ښودلی.

Add new comment