امریکه، داعش او افغانستان

امریکا د داعش له لارې، د افغانستان په طالبانو کښې د درز رامینځته کولو تکل کوي
 د مولوي عبدالرحیم مسلم دوست په نامه وړومبنی افغان چې له داعش سره یې بیعت کړی دی، څوک دی؟
مولوي عبدالرحیم مسلم دوست په ۱۳۵۴ کال کښې د سردار داود خان د حکومت په خلاف د اسلامي نهضت په وختو کښې د دغه غورځنګ د نورو مشرانو لکه د ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او مولوي یونس خالص په شان کسانو سره پاکستان ته کډه وکړه. لږه موده نه وه تیره چې سعودي عربستان ته ولاړ او هلته له وهابي او سلفي افکارو سره بلد شو او د سلفیون په جرګه کښې شامل شو. په ۱۳۵۷ کال کښې چې د سردار داود خان د حکومت په خلاف کمیونیسټي کودتا وشوه او بلآخره د افغانانو په وینا، د کمیونیسټانو او بیا د شوروي نیواکګرو ځواکونو په خلاف جهاد پیل شو نو په دغه وخت مولوي عبدالرحیم مسلم دوست له عربستان څخه، پاکستان ته ستون شو چې وهابي او سلفي عقیده یې لرله او د ګلبدین حکمتار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند سره یې تړاو لره، له دغه ګونده بیل شو او د یو عربستاني عرب په لاس د جمیل الرحمان له وژل کیدو وروسته د هغه ګوند د ځاې ناستي په سر، په داخلي نښتو اخته شو. په دغه وخت هغه تجارت ته مخه کړه او کله چې امریې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان پوځي برید وکړ او د طالبانو حکومت ړنګ شو او یوشمیر طالبان، د پاکستان لخوا امریکې ته وسپارل شول چې د ګوانتانامو جیل ته منتقل کړې شول نو په هغو کښې عبدالرحیم مسلم دوست هم له خپل ورور بدر زمان بدر سره یوځاې د پاکستان په لاس، امریکې ته حواله کړې شو او د ګوانتانامو جیل ته منتقل شو.
څلور کاله پس له دغه جیله آزاد شو او (د ګوانتانامو ماتې زولنۍ) په نامه د یو کتاب په لیکلو سره ډیر مشهور شو. په دغه کتاب کښې مسلم دوست په پاکستان او آيي ایس آيي باندې سخته نیوکه کړې چې څنګه یې امریکې ته د افغانانو په سپارلو کښې د غلامۍ رول لوبولی دی او پس له دې چې له ګوانتانامو خوشی شو، په پاکستان کښې استوګن شو او د پاکستان امنیتي ځواکونو یوځل بیا ونیوه چې د پاکستاني طالبانو لخوا، د پاکستان د پوځ د ځینو اسیرانو د خوشي کولو په بدل کښې خلاص شو او په شمالي وزیرستان کښې د پاکستان د طالبانو د قاضي په توګه یې کار پیل کړ.
د افغانستان د طالبانو ډلې د ویاند ذبیح ا... مجاهد او همداشان د طالبانو په وخت کښې د یو حکومتي چارواکي وحید مژده په وینا، مولوي عبدالرحیم مسلم دوست  چې له طالبانو سره هیڅ تړاو نه دی لرلی او نه یې لري، اوس یې له ابوبکر بغدادي سره چې ځانته د مسلمانانو خلیفه وايي، بیعت کړی دی او دا وړومبنی افغان دی چې داسې کار یې کړی دی.
ښاغلي وحید مژده په دې هکله تهران راډیو ته وویل چې ابوبکر بغدادي چې هویت یې نه دی معلوم او د ښکیلاک د ګټو په لړ کښې کارول کیږي، نیت لري چې مولوي عبدالرحیم مسلم دوست په افغانستان کښې د داعش د امیر په توګه اعلان کړي. داسې ښکاري چې امریکا غواړي په دې کار سره د افغانستان په طالبانو کښې یو ژور درز رامینځته کړي.

Add new comment