د غزی په باره کی، له نړیوالی ټولنی څخه، داسلامی همکارۍ د سازمان غوښتنه

داسلامی همکارۍ سازمان، له  نړیوالی ټولنی  وغوښتل  چی، دغزی پر  تړانګی باندی، د صهیونیسټی  رژیم  د وحشیانه  حملو د بندولو په  باره کی، پخپلو مسئولیتونو باندی  عمل   وکړی  .
زموږ  د راډیو  د خبریال  د رپوټ   له  مخی، د اسلامی  همکارۍ سازمان، مسجدالاقصی  ته  د ا ور په  اچولوکی، د صهیونیسټی  رژیم  د جنایتونو د  ۴۵  کالیزی  په  مناسبت، په  یوی  بیانیه  کی، اعلان  وکړ :  اسرائیل، پر لمونځ کونکو باندی  د یرغل  په  تکرارولو، او د عبادت  ځایونو ته  د هغوی  له  ورتلو څخه  د مخنیوی  په کولو، او همداراز د مسجدالاقصی  په  انګړ باندی  د حملی  په کولو سره، د دغه  مبارک  مسجد د ویشلو سیاست  ته  دوام  ورکوی  .
دصهیونیسټی  رژیم افراط پالو، د  ۱۹۶۹  م کال، د اګسټ  په  ۲۱   نیټه، د مایکل  روهان  په  مشرۍ، په  یو پلان  شوی اقدام کی، د صهیونیسټي  رژیم  د مقامونو په  غږملتیا سره، مسجدالاقصی ته  اور  واچاوه  .

Add new comment