ایټمي مذاکرات او د ایران د توغندویی توان لپاره د لویدیځ جنجال جوړونه

 د ایران  د ایټمي توغندويي پروګرام له محدودولو سره د ایران د ایټمي مذاکراتو د بحث تړل ،   له هغومواردو دي چې لویدیځوالو په تیره بیا امریکایانو همیشه  شاربلې دي.
خو څارونکي باور لري چې د ایران  په دفاعي استراتژۍ کې د توغندویی طاقت د موقعیت په وجه ، په دې خبره ټینګار  د ایران او پینځه جمع یو ډلې په ایټمي مذاکراتو کې  له سرو کرښو د تیریدو په معنا دی.  د دې په ترڅ کې چې په جنیوا کې  له پينځه جمع یو  ډلې سره د ایران د ۲۰۱۳ کال د نومبر  د ۲۴ دموافقې له مخې  ایران  یوازې د ایټمي موضوع او د نهایی موافقې  په چوکاټ کې  په دې لړ کې په باور جوړولو خبرې کوي.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني هم تیره اونۍ په تهران کې د  ایټمي  انرژۍ د نړیوال اژانس  له مشر  یوکیو امانو  سره په کتنه کې  ټینګار وکړ ؛ د ایران  په توغندویي توان په هیڅ ډول او هیڅ پړاو کې خبرې نه شي کیدی.
سره له دې؛د امریکا او اروپا په ډیرو مقاماتو کې د ایران د توغندوي توان د محدودولو انګیزې شته دي.  په دا وروستیو میاشتو کې د هغوي دا خبرې چې د ایران د توغندویي توان مساله یې  له ایټمي مذاکراتو  او په دې اړه له  چورلټې فیصلې سره تړله ، په همدې  لړ کې  د پام  وړ دي.
دا په داسې حال کې دي چې  د امریکا دفاع وزارت پینټاګان، په دا وروستیو کې  کانګرس ته په یو راپور کې اعلان وکړ چې  دایران پوځي استراتژي دفاعي استراتژي ده . د دغه راپور په لنډیز کې چې بلومبرګ خبري چینل  ته یې ځینې برخې لاسته ورغلې،  راغلې دي : «د ایران  پوځي استراتژي دفاعي ده ا و د  حملې د مخ نیوي، د لومړیو حملو په وړاندې د بقا، له تیري ګره د بدلې اخستلو،د یوې دپلماتیکې حل لارې  لپاره د ځواک د لرلو او په عین حال  د لویو امتیازاتو له ورکولو دځان ساتلو لپاره جوړه شوې ده .
په دې وخت کې ددغه راپور  د خپرولو له دلیلونو او   هغو بحثونو ورتیر چې  په دې پلمه  د خبري ټولنو له خوا  مطرح شوې دي ؛ باید ووایو چې د هیواد د دفاعي قدرت د زیاتیدو لپاره سیاست جوړونه اساسا  یوه  څرګنده او د دفاعی امنیتي مسایلو په برخه کې د ټولو نظر خاوندانو او متخصصانو له خوا منل شوې  خبره ده .  په اوسنۍ نړۍ کې  دا اصل منل شوی چې  د دښمنانو  له خوا ګواښل شوی هیواد حق لري ځان پياوړی او توانمن کړي. دا توانمنیدل، له دوو اړخونو  توجیهیدونکي   دي  او په دې لاره کې هر ډول پانګه ونه  د منلو  وړ ګرځوي. لومړی دا چې  د ګواښل شوې هیواد توانمنیدل،  له یوه پلوه په هغه د حملې احتمال کموي او له بل اړخه که حمله پرې وشي  له خپل ځان او هویته دفاع کولی شي . په حقیقت کې د پوځي دفاعي طاقت زیاتښت، د جنګ د مخ نیوي سبب کیږي.
څرګنده ده  د ایران دفاعي نظریه هم  په دغه ستراتژۍ ولاړه ده  خو په دې په ټینګار سره چې  ایټمي او ډل وژونکې وسلې پکې ځای نه لري . د ایران توغندویي پروګرام  هم یوازې یو دود پروګرام دی چې  د ډل وژونکو وسلو  د وړونکو وسایلو په  کیټګرۍ کې نه راځي.
له بل پلوه  باید هیره نه کړو چې  په وروستیو کلونو کې  د ایران د ولس او  د اسلامی جمهوریت د دولت په وړاندې د امریکایانو، صهیونیسټانو او حتی د ځینو مخینه لرونکو اروپایی استعماري هیوادونو  ژبه ، د ګواښ ژبه پاتې شوې  ده  او ایران د تپلي جنګ تجربه هم لري.   خو دې  تجربې زمونږ دښمنانو ته هم ښودلې ده چې  ایران  له ځانه د دفاع   د توان او چمتووالي د زیاتولو لپاره  له نورو د  اجازې او یا تایید اخستلو ته  اړتیا نه لري.

Add new comment