د حضرت امام جعفر صادق ع د شهادت ځانګړی وینا
نن د شوال یا وړوکي اختر د میاشتې پينځه ویشتمه د رسول الله مبارک د یو ګران لمسي حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت له ورځې سره سمون خوري هغه لوی شخصیت چې د هدایت او کامیابۍ د لارۍ څراغ و او په وجود سره یې دین ټینګ شو . په دې مناسبت د معرفت او حقیقت ټولو مینه والو ته تسلیت وایو.
د ۱۴۸ هجري قمري کال د شوال په پینځه ویشتمه، اسلامي نړۍ د پیغمبر د یو قدرمن لمسي او اهل بیت په فراق کې په غم کیښناستله .
په دغه ورځ امام صادق علیه السلام په پینځه شپیته کلنۍ کې د دوهم عباسي خلیفه منصور دوانیقي په امر په یوې دسیسې کې په زهرو مسموم او شهید کړی شو . هیله من یو دهغه حضرت په شان د لویو شخصیتونو له تعلیماتو پوره پوره استفاده وکړو او خپل روحونه او زړونه د هغوی د بصیرت او معرفت په ځلاندو چینو خړوب کړو . په دې برخه کې د خلکو د عام مرجع په توګه په خپل وخت کې له مختلفو فکري او اعتقادي ډلو سره د امام صادق علیه السلام په سلوک او د چلند په څرنګوالي غږیږو ، له تاسو هیله کوو چې په دغه برخه کې له مونږ سره ملګري اوسئ.
موزیک
د پیغمبر اهل بیتو سره له دې چې له سیاسي او ټولنیز نظره، له یو بل سره متفاوت کړچار درلود خو په هر ډول حالاتو کې یې هڅه وکړه د دین بیرغ پورته وساتي . لوی متفکر استاد شهید مرتضی مطهري په دې اړه لیکي: د اسلام مخکښانو په هر ه زمانه او شرایطو کې د اسلام او مسلمانانو مصلحت په نظر کې نیوه دې ته په پام سره چې د زمان او مکان شرایط بدلیدل ، نو دوي به هغه شان حرکت او چلند کاوه چې د اسلامي مصلحتونو تقاضا وه . په هره زمانه کې د مبارزې یو نوی او ځانګړی شکل جوړیده او هغوی په پوره بصیرت سره دغه جبهې مشخص کولې.
د امام صادق علیه السلام د وخت یوه ځانګړنه د مختلفو سیاسي او اعتقادي ډلو جوړیدل دي . دغه ځانګړنه سبب شوې چې د هغه لوی شخصیت د امامت پړاو د اسلامي تاریخ یو ډیر مهم پړاو وګرځیږي. امام صادق علیه السلام د ټولو فکري بهیرونو په وړاندې سوچه او مستقل دریځ درلود او دا د هغوی د پلار نیکونو له فرهنګه اخستل شوی و.
امام صادق د دیني علومو په پراختیا ټینګار کاوه او په دې لټه کې وه چې د دین تعلیمات او حقیقت د بد عتونو او انحرافونو قرباني نه شي. دوي د اسلامي علوم او معارفو لکه ، فقې ، کلام ، حدیث، تفسیر او داسې نورو په خپراوي او بیان کې ډیر بنیادي رول درلود او دهر فکري بهیر خلک به یې له خپلو علومو برخمنول.
×××
امام صادق علیه السلام د مسلمانانو ډلې هڅولې چې له یو بل سره اړیکې ولري او له خلکو سره هم نشینه اوسي. هغه حضرت له اهل سنتو هم ښې اړیکې درلودې. د امام له نظره، تفرقه د اسلام د لړزانتیا او د دښمنانو د ناوړه استفادې سبب ګرځي. هغه حضرت له ټولو مسلمانانو سره د دوستۍ او مینې سپارښتنه کوله او خپل یو نزدې ملګري ته یې په سپارښتنه کې داسې وفرمایل: زمونږ منونکو ته سلام ورسوه او هغوی ته ووایه : خدای دې رحمت وکړي په هغه چا چې د خلکو دوستي ځانته راکاږي.
×××
امام صادق علیه السلام عقیده لرله چې مختلفو دیني ډلې او پرګنې د اسلامي ټولنې غړې دي او باید درناوی او ملاتړ یې وشي. ځکه چې هغوی هم د ظالمانو واکمنانو له ظلمه بچ نه دي پاتې نو ځکه په ټولو مسلمانانو فرض ده چې له یو بل سره د دوستۍ او اړیکو د ساتلو په ترڅ کې د ټولو مسلمانانو ملاتړي ووسي او اړتیاوې یې پوره کاندي. امام به په خپله داسې کول او له ملګرو یې هم دا تمه لرله .
دوه مسلمان سړي چې په خپلو کې یې په څه خبره اختلاف پیدا شوی و سره ونښتل ، د امام صادق علیه السلام یو صحابي مُفضّل چې له هغه ځایه تیریده دهغوی شخړې ته متوجې شو. هغه دواړه یې خپل کور ته وبلل او ورته یې وویل : امام صادق علیه السلام ماته امر کړ ی دی چې په هر ځای کې دوه مسلمانان په خپلو کې اختلاف ولري په هغوي کې دوستي او سوله راوله حتی که ضرورت وي چې د امام له ماله یو څه برخه هغوی ته ورکړې. اوس نو دا څلور سوه درهمه واخلئ او له یو بل سره زړه بدی ختم کړئ او په دوستۍ او ملګرتیا سره دا پیسې په سمه لاره کې ولګوئ.
موزیک
د رسو ل الله مبارک ګران لمسي به داسې کار نه کاوه چې دیوې خاصې فرقې د مشر په توګه وګڼل شي او نورې ډلې او مذهبونه له هغوی فایده اوچته نه کړی شي. د خدای رسول ته دهغه حضرت انتساب، له پریمانه علمه برخمنتیا، نیک اخلاق او نور ډیر عوامل دهغه حضرت چې هڅه یې کوله د یو دیني امام او مشر په توګه د ټولو ډلو او فرقو مرجع وي ، موقعیت پیاوړی کاوه .
په ډیرو مدرکونو کې راغلې دي چې امام صادق علیه السلام به د حج په ورځو کې په یو خاص ځای کښیناسته ، عامو خلکو به له هغوی پوښتنې کوله او هغوی به یې ځواب وایه .
×
امام صادق علیه السلام ته دخلکو مراجعه او او له مختلفو پرګنو سره د هغوی اړیکې دومره زیاتې وې چې دهغه وخت واکمن منصور دوانیقی ، د خلکو په نزد دهغه حضرت له محبوبیته اندیښمن شو. د اهل سنتو یو امام ، امام ابو حنیفه د دې په ترڅ کې چې امام صادق د خپل وخت ډیر فقیه کس ګڼي د خپلې خبرې په اثبات کې یوه جالبه کیسه بیانوي او وایي:
« یوه ورځ منصور ماته وویل خلک په هغه ( امام صادق) مین دي ته خپلې ګرانې مسالې تیارې کړه او له امام صادق سره مناظره وکړه . کله چې دمناظرې محفل جوړ شو ما به چې هره مساله پوښتله هغوی به یې په ځواب کې ویل : ستا نظر داسې دی . د مدینې خلک داسې وایي او مونږ داسې وایو. په ځینو مسلو کې د هغوی نظر زما له نظر سره موافق و او په ځینو کې د مدینې له خلکو سره یو شان و او په ځینو کې بیا له دواړه سره مخالف و . هغه هغو ټولو څلویښتو مسالو ته چې ماوپوښتلې همداسې ځواب راکړ او هیڅ یوه یې بې ځوابه پرې نښودله. آیا تر ټولو خبر او آګاه کس هغه نه دی چې په مختلفو عقیدو کې له اختلافاتو خبر وي؟»
×××
د امام صادق علیه السلام له څلورو زرو شاګردانو څخه اکثره اهل سنت دي ، په دې وجه چې اهل سنت د اهل بیتو علمي مرجعیت مني نو ځکه یې د قران په تفسیر یا له دیني احکامو سره په اړوند مسالو کې به د امام خدمت ته ورتلل او له هغوی به یې پوښتنه کوله . په تاریخ کې ډیر راغلې دي چې مثلا داهل سنتو قاضیانو د مسالو د پوښتلو لپاره اهل بیتو امامانو ته مراجعه کوله . د مسعدة بن صدقة په شان کس چې سني مذهبه قاضي و د قضاوت په مسایلو کې امام صادق ته مراجعه کوله .
اهل بیتو هم له دغه کسانو سره ښه او مهربانه سلوک کاوه . د هغوی پوښتنې ته به ورتلل او په ستونزو کې به یې ورسره مرسته کوله او داسې نه وه چې هغوی د امام صادق علیه السلام په نزد د شیعه او سني تر مینځ د کومې فاصلې او جدایۍ احساس وکړي. په کلي ډول اهل بیتو امامانو د اسلامي امت لپاره د یو پلار رول لوباوه چې ځان ژمن ګڼي خپل بچیان له خطراتو او بې لاریو وساتي او صحیح لارې ته یې وهڅوي.
×××
د اهل سنتو په مذهبي مشرانو او امامانو کې ابو حنیفه( نعمن بن ثابت) او مالک بن انس د امام صادق علیه السلام په زمانه کې ژوند کاوه او دهغوی له حضوره یې استفاده کړې ده ، د ابو حنیفه په هکله راغلې دي چې هغه د امام صادق له شاګردانو و او د امام د علمي سترتوب په هکله یې ویلې دي : «ما له جعفر بن محمده زیات عالم سړی نه دی لیدلی»
د مالکي فرقې امام ، مالک بن انس هم د امام صادق علیه السلام په معرفۍ کې وایي: « یوه موده مې له امام صادق علیه السلام سره تګ راتګ کاوه هغه مې همیشه له دریو په یو حالت کې ولیده . یا به یې لمونځ کاوه ، یا به روژه وه او یا به یې د قران تلاوت کاوه . او هیڅکله مې ونه لیده چې بې اودسه حدیث نقل کړي ، په عمل ، عبادت او پرهیزګارۍ کې تر جعفر ابن محمده لوړ کس هیڅ سترګې نه دی لیدلی ، هیڅ غوږ نه دی اوریدلی او د هیڅ انسان زړه نه دی درک کړی »
×××
امام صادق علیه السلام د خپل ژوند په ټوله موده کې د نورو خلکو په شان او له هغوی سره هم سطحه ژوند کاوه . هغه حضرت له ټولو لوړو علمي او ټولینزو مقاماتو سره سره په ډیر تواضع سره په مشکلاتو او ستونزو کې له خلکو سره همدمه و او دهغوی د مشکلاتو د ختمولو هڅه یې کوله . خو د تقدیر لاس داسې و چې امام صادق علیه السلام چې د اهل بیتو ځلانده څیره او د الهی نبیانو د عمل وارث و د دښمنانو د کینې په وجه شهید شي . له شهادته وروسته ، هغه بزرګوار د خپل پلار په شان د مدینې ښار په بقیع هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او اسلامي نړۍ دهغوي په ویر او غم کیښناستله او د ټولو له سترګو د غم اوښکې وبهیدلې. خو د ژوند په ډګر کې د هغوی هڅه او زیار تل پاتې شو او ډیر خلک دهغوی پیروان شول . سلام او درود دې وي د خدای ، په جعفر بن محمد الصادق.
Add new comment