د ایران ګټونکي ګټونکي وړاندیز به د سیمې او د واړو لورو په ګټه وي

دتهران دجمعې لمانځه خطیب وویل په اټومي خبرو کښې  لویدیځ ته د ایران داسلامي جمهوریت دګټونکي ګټونکي وړاندیز به  د دواړو لورو او سیمې په ګټه وي .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علي موحدي کرماني دجمعې لمانځه په خطبو کښې ټینګار وکړ که چیرې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا په اټومي خبرو کښې د ایران دګټونکي  ګټونکي وړاندیز و نه مني نو ځان ته یې تاوان رسولی ځکه چې تجربې ثابته کړي ده هر وخت چې امریکا دایران او داسلامي انقلاب په مقابل کښې و لاړه ده له ماتي سره مخ شوي ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب زیاته  کړه امریکا دایران پرضد دعراق دبعث رژيم  په تپلي جنګ کښې د صدام رژيم ملاتړ وکړ خو په نهایت کښې ایران خپله یوه لویشته خاوره له لاسره ورنکړه او دملګروملتونو دهغه وخت سرمنشي هم دعراق دیکتاتور صدام حسین ګرم وباله چې دادامریکا لپاره ستره ماتي وه .
ایت الله موحدي کرماني دغه راز په عراق کښې دامریکا دهدفونو ماتي او په دغه هیواد کښې دواشنګټن د سیاستونو   نه تحقق ته په اشارې سره وویل امریکا  دخپلې خوښې وړ یوه حکومت درامینځته کولو لپاره په عراق حمله وکړه خو دامریکا دغوښتنې په اپوټه په عراق کښې یو اسلامي حکومت رامینځته شو .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب له امریکا او دهغې له ملاتړو ددنیا کرکه او نفرت دهغوې ترټولو ستره ماتي او بایله وبلله او ډاګینه يې کړه داسرایلو او د لویدیځو هیوادونو سیاست یوازې ددغه نفرت دزیاتیدا سبب کیږي تر دې  حده چې په لویدیځ کښې هم مړه دې امریکا  شعار و رکول شوی دی .
ایت الله موحدي کرماني دصهیونیسټ رژيم په لاس د الاقصی جومات د سوزولو کلیزې ته په اشارې سره وویل په تیر کال کښې په غزې کښې په لسګونو جوماتونه ړنګ کړې شوي چې دا دفلسطینیانو پرضد د صهیوینسټ رژيم د جنایتونو یوه بیلګه ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب دغه راز د شیعه مسلمانانو د شپږم(۶) امام حضرت امام جعفر صادق علیه السلام دشهادت په مناسبت دتسلیت په ویلو سره ټینګار  وکړ دهغه حضرت ژوند ډیر او ستر ټکي او  لارښوونې  لري چې یوه لارښونه  یې هم له فرصتونو استفاده کول دي .

Add new comment