فارسی زده کړئ 1
محمد نن بازار ته تللى هغه غواړي د خپل دوست لپاره د يو کميس ډالۍ واخلي . هغه په سړ ک ګرځي او په شوکيسونو کې پرتې جامې ګوري . په ځينو دکانونو کې يې په شوکيس کې د جامو بيې هم ليکلي دي . او په ځينو کې ورسره بيې نيشته ماريګر دى او په بازار کې ګڼه ګوڼه ډيره ده . ډير خلک په تړو روان دي . او کله کله د دکانونو شوکيسونو ته ګوري . يا يو څه ا خلي . محمد له څو چکر و وروسته يو دکان ته ننوځي او له دکاندار سره خبرې کوي .
له مو نږ سره مله اوسئ چې د هغوي خبرې واورو . په دې سبق کې درته اول څو نوي لغتونه ښيو په دې هيله چې له ځان سره يې وليکئ او زده يې کړئ .
ترجمه و تکرار دو بار
پيراهن .................. کميس
من مي خواهم ................... زه غواړم
چه پيراهني ....................څنګه کميس
شما دوست داريد ............... ستا خوښ دى
مردانه ................. د نارينه و.
اندازه ................... اندازه
بزرگ .............. لوي
خودتان ..................... ستا
براي خودتان .................... دځان لپاره
شما مي خواهيد .................. تاسو غواړئ
براي شما .................ستا لپاره
مناسب .................... مناسب
نه خير .................. نه
براي دوستم .................. د خپل ملګري لپاره
من مي خرم ............زه اخلم
چه رنگي ................... کوم رنګ
آبي ...................... اسماني رنګ
سبز ................ شين
بفرماييد ..............مهرباني وکړئ
ببنيد ................... وګورئ
اين رنگ ..................... دا رنګ
آبي کمرنگ ................. تت اسماني رنګ
بهتر .................ښه
چه طور است ؟ ................... څنګه دى
دوستتان .................. ستا دوست
زرد .................زيړ
او مي پوشد .................هغه اغوندي
نمي دانم ...............نه يم خبر
فکر مي کنم ............فکر کوم يا زما په خيال
او نمي پوشد................. هغه نه اغوندي
همين ...............همدا
خوب .................ښۀ
دوستانو اوس په غور سره د محمد او پلورونکي خبرو ته پام وکړئ .
ترجمه و تکرار دو بار
محمد ................ سلام آقا من يک پيراهن مي خواهم .
محمد.................سلام عليکم ښاغليه ، ماته يو کميس پکار دى
فروشنده ........... سلام چه پيراهني دوست داريد .
پلورونکى ................ وعليکم السلام . څنګه کميس دې خوښ دى
محمد............... يک پيراهن مردانه . اندازه اي بزرگ
محمد ............... يو د نارينه و کميس . لويه اندازه .
فروشنده................. پيراهن را براي خودتان مي خواهيد ؟ اندازه بزرگ براي شما مناسب نيست .
پلورونکى ............. د ځان لپاره کميس غواړې ؟ لوي کميس خو په تا نه دى برابر .
محمد............ نه خير . پيراهن را براي دوستم مي خواهم .
محمد ............. نه ، دخپل ملګري لپاره مې کميس پکار دى .
فروشنده ............. چه رنگي دوست داريد ؟
پلورونکى .............. کوم رنګ دې خوښ دى .
محمد ............... آبي يا سبز
محمد ................ اسماني رنګ يا شين
فروشنده ........... بفرماييد ، اين پيراهنها را ببنيد .
پلورونکى ............مهرباني وکړئ دا کميسونه وګورئ .
محمد ................. نه نه ، اين رنگ خوب نيست .آبي کمرنګ بهتر است .
محمد ................ نه نه ، دا رنګ ښۀ نه دى . کم اسماني رنګه ښۀ دى .
فروشنده ............ اين پيراهن چطور است ؟ دوستتان پيراهن زرد مي پوشد .
پلورونکى ............... دا کميس څرنګه دى ؟ ملګرى دې زيړ کميس اغوندي .
مجري : دوستانو يو ځل بيا د محمد او دکاندار خبرو ته پام وکړئ دا ځل ورسره پښتو ترجمه نيشته .
بدون ترجمه و تکرار
محمد ............. سلام آقا . من يک پيراهن مي خواهم .
فروشنده .............. سلام . چه پيراهني دوست داريد .
محمد ................ يک پيراهن مردانه . اندازه بزرگ
فروشنده ............. پيراهن را براي خودتان مي خواهيد . اندازه بزرگ براي شما مناسب نيست .
محمد .............. نه خير . پيراهن را براي دوستم مي خواهم
فروشنده .............. چه رنگي دوست داريد ؟
محمد................. آبي يا سبز
فروشنده ............ بفرماييد اين پيراهنها را ببنيد .
محمد ............. نه نه ، اين رنگ خوب نيست . آبي کمرنگ بهتر است .
فروشنده ............. اين پيراهن چطور است ؟ دوستتان پيراهن زرد مي پوشد .
محمد .............. نمي دانم . فکر مي کنم . او پيراهن زرد نمي پوشد . همين پيراهن آبي خوبست .
دا خبرې مو واوريدې ؟ تاسو ته به پته لګيدلي وي چې محمد څو کميسونه وليدل او يو کم اسماني رنګه کميس يې خوښ کړ . او هغه يې واخسته . پلوورنکي کميس د هغه لپاره د ډالۍ په کاغذ کې بند کړ . او محمد د پيسو له ورکولو وروسته له دکاندار سره خداي پاماني وکړه او له دکانه ووته .
مونږ هم په دې شيبه کې له تاسو سره خداي پاماني کوو په دې هيله چې دا پروګرام مو خوښ شوى وي او استفاده مو تر ې کړي وي تر بل پروګرامه مو په لوي خداي سپارو .
Add new comment