ماشومان د جنګونو خاموشه قربانيان (2)
د تاریخ په اوږدو کې د انسانان ژوند تل له جګړو سره غوټه شوی دی او په نړیوال ډګر کې تل پاته سوله د خلکو لپاره په یوه رویاء او خوب بدله شوې ده .
په جګړو کې خلکو ته ډير زیانونه اوړي نورو هیوادونو ته کډوالیږي او په بیلابیلو بڼو پرې د جګړو سختی او مصائیب تحمیلږي .
په نړیوال کلتور کې جګړه د نرانو کار بلل کیږي خو دا اند هم له حقیقت سره سمون نه لري ځکه په جګړو کې له نرانو سر بیره میرمنې او ماشومان هم نه یواځې د جګړو تر اغیزو لاندې راځي بلکې ډير ځله په کې په مستقیم ډول برخه هم اخلي .
د شلمې پيړی او د دریمې زریزې د پیل یو دردوونکی حقیقت هم د جګړو په ډګر کې د ګڼ شمیر ماشومانو یا هماغه د (ماشومو سرتیرو او عسکرو )شتون دی .هغه ماشومان چې د جګړو زده کړه ورکول کیږي تر څو د خپلې بقاء لپاره نور انسانان ووژني .
د شمیرنو په اساس همدا اوس مهال په نړی کې تر دریو لکو ډير ماشومان په جګړو کې مستقیمه ونډه لري او د سربازانو په حیث ورنه ګټه اخیستل کیږي چې د دې شمیر ۴۰ سلنه ېې نجونې دي .
ماشومان په جګړو کې بیلابیلې دندې لري چې په مخامخ جګړو کې ونډه ، د ماینونو ایښودل ،د منفجره موادو برابرول، جاسوسي ،د مهماتو او اذوقې برابرول ،آشپزي او دجامو او لوښو وینځل او بلآخره له هغوی جنسي استفاده .
میانمار ، افغانستان ، مرکزي افریقاء چاد، کلمبیا کانګو هند عراق سومالیا سودان تایلنډ او یمن هغه هیوادونه دي چې د ماشومانو حقوق په کې تر پښو لاندې شوي او په جګړو کې هم له هغوی د سرتیرو په حیث ګټه اخیستل کیږي .
افریقايي هیوادونه تر نورو ډير په دې برخه کې مخکښ دي او په جګړو کې په دې هیوادونو کې په پراخه کچه له ماشومانو استفاده کیږي .
په مرکزي افریقاء کې په سلګونو ماشومان په وسله والو ډلو کې فعالیت کوي ،په چاد کې ماشومان د بلواګرو ډلو په چوکاټ کې د دې هیواد د فوځ په وړاندې جګړه کوي ،په کانګو کې په زرګونو ماشومان په بلواګرو ډلو کې فعالیت کوي ،په داسې ډول چې د کانګو په دوهمه ستره جګړه کې کابو ۳۰ زره ماشومانو ګډون کړی ؤ .
په سومالیا کې هم ماشومان په جګړه کې پراخه ونډه لري او کچه ېې کابو دوه لکه تنه تخمین شوې ده .
د سودان په دار فور کې هم ویل کیږي لږ تر لږه ۷ زره ماشومان د جګړې د عسکرو په حیث دنده لري .
په اوګاندا کې بلواګرو ډلو تر ۳۰ زرو دير ماشومان او نجونې په جګړه کې ښکیل کړي او له نجونو ېې د وینځو په حیث جنسي استفاده کړې ده .
همداراز په زیمبابوې کې د دولت مخالفو ډلو له ماشومانو په خپلومخالفینوکې د مخدره موادو د توزیع کوونکو او په ښآرونو کې د تاوتریخجنو پيښو د عملي کوونکو په توګه کار اخیستی .
د بشر حقوقو د سازمان رسمي ویب سایټ په دې وروستیو کې د سرالیون د ماشومانو په اړه یو راپور خپور کړ چې ډير جالب خو خواشینوونکی دی
هغه ماشومان چې د شورشي ډلو له خوا تښتول شوي ؤ د سر پریکولو ،غړو غوڅولو، جنسي تیري او د خلکو په ژوندي سوزلو کې ېې ګډون درلود .
ویل شوي د سرالیون بلواګرو ډلو ماشومانو ته مخدر مواد ورکول تر څو په ویره او نارضایتی غلبه وکړي او په دې جنایتونو کې برخه واخلي .
په یو شمیر آسیايي هیوادونو کې هم له ماشومانو د سر تیرو په توګه ګټه اخیستل شوې او لا هم دوام لري چې د یوه دود په توګه پاتې شوې ده .
د مثال په ډول په افغانستان کې وسله والې ډلې من جمله طالبان له ماشومانو د مبارزانو او ځان وژونکو برید ګرو په توګه ګټه اخلي .
همداراز په تایلنډ سریلانکا چین او نیپال کې هم په جګړو کې له ماشومانو په جګړو کې د کار اخیستو ډير رواج موندلی .
په لاتین امریکا کې هم دا چاره تر سترګو کیږي په دې سیمه کې تر ټولو ډير جګړه کوونکي ماشومان په کلمبیا کې تر سترګو کیږي په داسې ډول چې ۱۴ زره ماشومان د مافیا او وسله والو ډلومن جمله فارک د جګړې ثابته پایه ده .
کلمبیايي وسله وال نوي ځوان ماشومان او نجونې خپلو ډلو ته جذبوي او هغوی ته د جګړې فنون او وژل ورښيي .
د بشر حقوقو د سازمان د راپور له مخې ډير عوامل دي چې وسله والې ډلې په آسانه له ماشومانو ګټه واخلي .
جسماني کمزوري او زر ډاریدل ماشومان په مطیعو او فرمانبردارو عسکرو بدلوي .
هغه ماشومان چې تښتول شوي وي او یا په زور خدمت ته چمتو شوي وي په مرګ ګواښل کیږي نو ځکه د اوامرو منلو ته مجبور وي البته په یو شمیر مواردو کې دا ماشومان له مجبورۍ له وسله والو ډلو سره یو ځای کیږي .
هغه مهال چې یوه ټولنه په یوه لانجه کې ورو ورو وړوکې کیږي او ماشومان له خپلو کورونو او مدرسو کډه کیږي د ډيری ماشومانو غالب تصور دا دی چې له وسله والو ډلو سره یو ځای کیدل ېې د ژوندي پاتې کیدو وروستی چانس دی یو شمیر بیا له وسله والو ډلو سره د خپلې کورنۍ د غړو د بدل اخیستو په موخه یو ځای کیږي .
جګړه کوونکي ماشومان تل له ګڼو ستونځو او لانجو سره مخامخ وي .
په جګړه کې د ماشومانو جسمي او روحي رواني زیانونه یواځې د هغه تاوانونو یوه برخه ده چې جګړه کوونکي ماشومان ورسره مخامخ وي .
دا ماشومان له ګڼو ټولنیزو ستونځو سره هم مخ کیږي هغوی د کورنۍ او مدرسې له چاپيریال محروم وي او د روغتیا او صحت لومړني امکانات هم په واک کې نه لري هغوی منزوي او مخفي وي او ډيری وختونه له ټولنې لرې په جګړه ایزو سیمو کې تیروي هغوی معمولاً د جګړې له ډګره بیرته نه راستنیږي ځکه یا مري او که ټپي کیږي هم د جګړې په میدان کې پريښودل کیږي خو که بیا هم ژوندی پاتې شي په پاته ژوند کې به د روحي او رواني ستونځو یو غر په اوږه ولري .
د اتلانتا د پوهنتون یو استاد برندون کورت په دې موضوع په ۲۰۰۷ م کال کې څيړنه وکړه .
هغه او ملګري ېې دې پایلې ته ورسیدل چې ۷۵ سلنه جګړه کوونکي ماشومان سخت په روحي او رواني ناروغیو اخته وي او جګړه کوونکې نجونې بیا تر نرانو ډيرې له دې ستونځې کړیږي .
د ماشوم عسکر یا هماغه جګړه کوونکي ماشوم له سپيرې ښکارنې سره تر اوسه ګڼو سازمانونو، دولتونو ،ملګرو ملتونو او د بشر حقوقو مدافع ډلو مبارزه کړې او په دې برخه کې بیلابیلې دوسېې جوړې شوې دي .
د مثال په ډول د اوګاندا د مقاومت کوونکي فوځ د قوماندان جوزف کني محاکمه چې په جګړه کې ېې له ماشومو جنګیالیو ګټه اخیستې وه او په همدې تور د اوګاندا دمقاومت کوونکي فوځ د ډيرو نورو قوماندانانو محاکمه ، په دې تور د لیبریا د ولس مشر چارلز تیلور محاکمه چې په جګړه کې ېې د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کړي ؤ ،په سرالیون کې له ماشومانو د جنګي ګتې اخیستو په تور د هینګا نورمن محاکمه او داسې نور .
په دې برخه کې یو شمیر سازمانونه په ځانګړي او خاص ډول فعالیت کوي او بیلابیل کمپاینونه ېې هم په لاره اچولي چې د بیلګې په توګه د بښنې د نړیوال سازمان ، یونیسف او سره صلیب نومونه یادولای شو .
په دې برخه کې یو بل فعال سازمان د سي ایس آي په نوم د ماشومو عسکرو نړیوال سازمان دی .
دې سازمان له ۱۸ کلونو د ټيټ عمر له کسانو په جګړه کې استفادې ته پای ورکول په خپله اجنډا کې شامل کړي .
ویل کیږي سي ایس آي یو څيړنیز او ملاتړ کوونکی سازمان دی چې په سیمه ایزه او موضوعي بڼه فعالیت لري .
دا سازمان د کانګو میانمار لیبیا مصر او نیول شوی فلسطین په څير هیوادونو کې فعالیت کوي او په پایله کې خپلې لاس ته راوړنې د یوه راپور په بڼه لیدونکو او اوریدونکو ته وړاندې کوي .
د دې سازمان په رسمي ویب پاڼه کې راغلي زموږ موخه او ارمان د داسې یوې نړی را منځته کیدل دي چې په هغې کې ټول ماشومان او نوي ځوانان په داسې شرایطو کې وده وکړي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وغړولای شي او خپلو بنسټيزو حقوقو برخه من شي .
د دې شرایطو د پرځایښت لپاره موږ په دې باور یو چې باید په وسله والو ډلو او فوځونو کې د ماشومانو له استخدام او په جګړو کې د هغوی له دخالت چې په ډيرو مواردو کې د بشر حقوقو تر پښو لاندې کول دي ، مخه ونیول شي .
دا سازمان په ۱۹۹۸ م کال کې د بښنې د نړیوال سازمان ، بشر حقوقو سازمان او نړیوال اتحاد سازمان په ملاتړ له ماشومانو او څو نورو سازمانونو په ملاتړ په لندن کې تأسیس شو .
د ماشوم عسکر له ښکارندې سره د مبارزې لپاره یوه بله هڅه د هر کال د فیبرورۍ د میاشتې د ۱۲مې نیټې نومونه ده چې له ماشومانو د فوځي ګټې اخیستو د منعې د ورځې نوم ورکول شوی دا هڅه د ماشومانو د حقوقو د کنوانسیون د اختیاري پروتوکول له اجراء سره په یوه وخت په ۲۰۰۲ م کال کې په جګړو کې د ماشومانو د برخه اخیستو د مخنیوي په موخه عملي شوه چې هر کال په دې ورځ د نړی په بیلابیلو برخو کې یو لړ مراسم تر سره کیږي .
په ۲۰۰۹ م کال کې د یوه کمپاین په چوکاټ کې د RED HANDS یا سرو لاسونوابتکار په چورلیز سره ،له ټولې نړی تر دوه نیم لکه زیاتو نویو ځوانانو او زده کوونکو په داسې حال کې چې خپل لاسونه ېې سره کړي ؤ په نیویارک کې د ملګرو ملتو د سازمان مخې ته په جګړه کې له ماشومانو د استفادې د منعې غوښتنه وکړه .
په مقابل کې د ملګرو ملتو عمومي منشي بانکي مون ژمنه وکړه له ماشومانو د دا ډول سؤ استفادې د مخنیوي لپاره په لازم اقداملات کوي .
له ۲۰۰۹ م کال وروسته هر کال د سره لاس مراسم په آسترالیا هالنډ بلجیم کلمبیا کاناډا چین فرانسې جرمني هند آيرلنډ ايټالیا جاپان لوګزامبورګ نپال نیوزلنډ برتانېې او امریکا په هیوادونو کې جوړ شوي .
په ټولیز ډول ویلی شو که څه هم اوس مهال هم د یو شمیر دولتونو له خوا د قوانینو د تر پښو لاندې کیدو شاهدان یو ولې بلاخره همدا دولتونه دي چې له بیلابیلو لارو چارو په استفادې کولای شي په جګړه کې له ماشومانو دګټه اخیستلو مخه ونیسي .
په دې منځ کې د غیر دولتي مؤسسو او د ماشومانو د حقوقو د غوښتونکو سازمانونو او هغو خلکو چې له ماشومانو په جګړو کې د کار اخیستو مخالف دي ونډه ډيره مهمه ده .
دا سازمانونه د کمپاینونوپه جوړولو او غونډو سره کولای شي د دولت پاملرنه له ماشومانو په جګړه کې د ګتې اخیستو منعې ته واړوي او د دې موضوع حسایت ورته واضح کړي .
Add new comment