بان کي مون وايي له داعش سره مقابله اړینه ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د یوې بیانیې په خپرولو سره دداعش ترهګرې ډلې له اقداماتو سره د مقابلې پر اړینتوب ټینګار کړی.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په هغه بیانیه کې چې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، بان کي مون له خوا خپره شوې، نوموړي همدارنګه د یوه امریکايي خبریال، جیمز فولي د وژل کېدو د غندنې ترڅنګ، دغه وژنه یو بوږنونکی جنایت وباله او هغه یې په عراق او سوریه کې دداعش ډلې له عملیاتو سره د مقابلې د اړتیا یو ښکاره دلیل وباله.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، په دې بیانیه کې په ډاګه کړې چې ددې جنایت او دې ته ورته نورو جنایتونو عاملین باید تعقیب او سزا شي.
جیمز فولي، څلویښت کلن امریکايی خبریال و چې د سوریې په شمال کې تښتول شوی او د سه شنبې په ورځ په عراق کې دداعش ترهګرو له خوا ترې سر غوڅ شوی دی.
Add new comment