ایران د کامرون د ادعاء په وړاندې غبرګون وښود

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین امیر عبد الهیان د برتانېې د لومړي وزیر د هغې ادعاء په وړاندې چې ایران باید له برتانېې او امریکا سره په ګډه په عراق کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي وویل ایران له ترهګرۍسره په جګړه کې له برتانېې او امریکا سره ملګرتیا ته اړتیا نه ویني .
ښاغلي عبد لهیان زیاته کړه که امریکا او برتانیه غواړي په جدي ډول په عراق کې  ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي له عراق سره د ستراتژیک تړون په چوکاټ کې ېې دې ترسره کړي .
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل ایران له ترهګرۍ سره مبارزه خپله یوه نړیواله انساني او اخلاقي دنده بولي او د سورېې او عراق له خلکود ملاتړ لپاره ېې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کړې ده .
هغه د ایران سرحدونو ته د داعش د نږدې کیدا د ادعاء په اړه وویل د دې هیواد وسله وال ځواکونه له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د ایران له سرحدونو واوړي .

Add new comment