په غزه کې جګړه له سره پیل شوه

نن صهیونیستي رژیم د ۲۴ ساعته اور بند له ختمیدا وروسته مازدیګر مهال په غزه کې یو شمیر سیمې بمباري کړې چې د تلفاتو راپور ېې نه دی خپور شوی .
فلسطیني مبارزانو هم د دې په غبرګون کې په اسرائیلو دوه توغندي وویشتل چې له امله ېې په شکول ښار کې بیړنی وضعیت اعلان شو او ریل ګادي هم ودریدل .
حماس وايي د نیواک تر پایه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي .
د غزې په اړه یو بل خبر وايي ترکېې خپله یوه ستره د بریښنا تولیدوونکې بیړۍ غزې ته لیږلې تر څو دې ښار ته بریښنا ورکړي .
ویل شوي د غزې بریښنا د صهیونیستي رژیم د بمباریو له امله غوڅه شوې ده .

Add new comment