د لبنان د صنعایو وزیر وویل د ترهګرو هدف د هیواد ویشل دي
د لبنان دصنایعو وزیر حسین الحاج حسن وویل تر هغه وخته دترهګرو له منګولو ځينې نیول شوي امنیتي ځواکونو خوشي نشي خطر هماغه راز لبنان ته ګواښ کوي .
الحاج حسن دلبنان دامنیتي ځواکونو خوشي کول د حکومت مسوولیت او امنیتي ځواکونه هم دخلکو او دهیواد ددفاع کولو ذمه وار وبلل او زیاته یې کړه په لبنان له حملې د تکفیري ترهګروهدف دلبنان ویشل دي .
دلبنان دصنایعو وزیر له سوریې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دفاع ته په اشارې سره وویل ځینې هیوادونه په سوریې کښې د حزب الله داسلامي مقاومت غورځنګ په مبارزو نیوکه کوي په داسې حال کښې چې حزب الله دلبنان ددفاع لپاره دسوريې له ترهګرو سره مبارزه کوي .
په سوريې ، عراق ، لبنان او نورو ډیرو هیوادونو کښې په ترهګرو حملو کښې سعودي عربستان، قطر، ترکیه ، اردن، امریکا، انګلستان، فرانسه او ځینې نورو عرب او اروپايي هیوادونه لاسونه لري .
همدغو هیوادونو داعش ترهګره ډله ، القاعده ترهګره ډله او طالبانو ترهګره ډله جوړه کړي ده او دغه ډلې هم په ښه توګه دنومړیو هیوادونو دګټو ساتنه کوي .
Add new comment