دایران ماشومانو دفلسطینیانو د وژلې دبندیدا غوښتنه وکړه
په تهران کښې د ملګروملتونو دفتر مخ ته دفلسطین دغزې تړانګې دبې دفاع ماشومانو او ښځو په وژلې اعتراض کښې د ایران د ماشومانو اعتراضیه غونډه وشوه .
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران ماشومانو په دغه غونډې کښې دصهیونیسټ رژيم دعسکرو په لاس دفلسطین دغزې تړانګې د بې دفاع ماشومانو او ښځو د وژلو په باره کښې په لاسونو کښې دبینرونو په لیږدولو سره خپل اعتراض څرګند کړ .
دایران ماشومانو په دغه غونډې کښې دفلسطین دغزې تړانګې د خلکو دبې رحمانه وژلې د ختمیدا غوښتنه وکړه .
دفلسطین په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژيم په هراړخیزه حملو کښې چې د جولاۍ دمیاشتې له ۸ نیټې څخه پیل شوي کابو دوه زره(۲۰۰۰) کسان شهیدان او کابو لس زره (۱۰۰۰۰)نور ژوبل شوي او اکثره شهیدان او ژوبل کسان هم ماشومان، ښځې او بوډاګان دي .
Add new comment