په مصر کښې له اسرایلو سره د فلسطینیانو خبر صفر ته رسیدلي
دفلسطین داسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړي وویل په مصر کښې له صهیونیسټ رژيم خبرې اترې ددغه رژیم د چلند په وجه صفر ته رسیدلي دي .
المیادین ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ دفلسطین داسلامي مقاومت غورځنګ حماس دسیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق وویل دقاهرې په خبرو کښې داسرایلو پلاوي دمصر په وړاندیزي پلان کښې یو شمیر بدلونونه راوستلي دي چې دغه مسلې حالات صفر ته ورستانه کړي دي .
ابومرزوق وویل د اسرایلو رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دمصر وړانديز رد کړی او دغزې پرضد هوايي او ځمکنیو جنګونو کښې له ماتي او ددغه جنګ د هدفونو په تحقق کښې له بې وسۍ وروسته له داخلي تناقضاتو سره ښکیل شوی دی .
هغه وویل د فلسطین په غزې تړانګې کښې اوسنی اووربند به احتمالا تمدید نشي .
په عین حال کښې د حماس دسیاسي دفتر یوه بل غړي عزت الرشق وویل په قاهرې کښې له صهیونیسټ رژيم سره په غیر مستقیمو خبرو کښې فلسطینی پلاوی سیاسي بریالیتوب ته په رسیدا ټینګار لري .
الرشق چې دقاهرې په خبرو کښې شتون لري زیاته کړه مقاومت به په سیاسي بریالیتوب سره خپل پوځي بریالیتوب تثبیت کړي .
الرشق ټینګار وکړ دحماس وسلې هیڅ کله دقاهرې په خبرو کښې مطرح نه دي .
دفلسطین دفتح غورځنګ دمرکزي کمیټۍ غړي عباس زکي هم وویل په قاهرې کښې فلسطينی پلاوی په غزې تړانګې کښې دفلسطیني مقاومت ځواکونو په غوښتنه سترګې نه پټوي .
هغه په دې خبرې سره چې داسرایلو سرزوري کابینه دفلسطینیانو غوښتنې په رسمیت نه پیژندي زیاته کړه هغه ټول وړاندیزونه چې تراوسه وړاندې شوي له زیاتو مشکلاتو سره مخ دي .
Add new comment