په تیره اونۍ کښې پاکستان او افغانستان

لومړۍ دمهمو خبرونو لنډیز:-

د پاکستان دخپلواکۍ په ورځ د حکومت ضد مظاهرو ترسره کیدل ، له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان دصلحې دلوړې شورا دچمتووالي اعلانیدل ، د افغانستان د انتخاباتو ددوو کاندیدانو دګډې کمیټۍ دفعالیت شروع کیدل ، دپاکستان پرضد د هندوستان دلومړي وزیر سخت دریځ، دافغانستان په صادراتو د رایو د بیا شمیر کیدا دبهیر د اوږدیدا منفي اغیز، قانون ماتونکو ته د پاکستان دلومړي وزیر نوازشریف خبرداری ، په افغانستان کښې دکړکیچ درامینځته کیدا پرځاې د انتخاباتو درایو دبیا شمیرنې  ځنډ ته ترجیح ورکول  ، په افغانستان کښې دطالبانو په حملو کښې دپاکستان د پوځیانو دګډون ردیدل ، د افغانستان د انتخاباتو ددوو (2)کاندیدانو  له ګډې اعلامیې څخه بیلابیل اخیستونونه او دتحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره د خبرواترو لپاره د پاکستان دلومړي وزیر نوازشریف چمتووالی د پاکستان او افغانستان دتیرې اونۍ ترټولو مهم بدلونونه وو .
()
دپاکستان دخپلواکۍ له ورځې سره په یووخت د پاکستان  د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو یعني د  تحریک انصاف او دعوامي تحریک  غړیو او پلویانو دپنجاب صوبې له مرکز لاهور څخه د پلازمینې اسلام اباد په لور دحکومت پرضد پراخې مظاهرې ترسره کړې .
دپاکستان دحکومت پرضد دغه مظاهرې په داسې حال کښې شوي چې له تیرې اونۍ راهسې دپلازمینې اسلام اباد دامنیت دتامنیولو کار  تر دریو(۳) میاشتو پورې پوځ ته سپارل شوی او ددغه هیواد امنیتي ځواکونو هم دحکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو د مظاهرو د کنټرولولو لپاره ځانګړي امنیتي تدبیرونه غوره کړي .
دپاکستان د حکومت دمخالفو سیاسي ګوندونو یعني د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشران عمران خان او طاهر القادري له قدرت څخه د لومړي وزیر نوازشریف دڅنګ ته کیدا او د  وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه کړي ده .
دغه دوه (۲) سیاسي ګوندونه د لومړي وزیر نوازشریف واکمن مسلم لیګ ګوند د تیر میلادي کال په پارلماني انتخاباتو کښې په درغلۍ تورنوي .
دپاکستان دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه په داسې حال کښې کوشش کوي  په واټونو کښې په مظاهرو سره لومړی وزیر نوازشریف استعفا ته  مجبوره کړي چې لومړي وزیر نوازشریف ویلي دي هیڅ چا ته په هیواد کښې د قانون د ماتونې اجازه نه و رکوي .
دپاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پنجاب صوبې له اعلی وزیر شهباز شریف سره چې دده ورور هم دی په کتنې کښې وویل ټول خلک باید د قوانینو درنښت وکړي .
دپاکستان لومړي وزیر نوازشر یف وویل حکومت به له هرډول خلاف ورزۍ او قانون ماتونې سره سخت چلند وکړي .
دپاکستان لومړي وزیر ډاډ ورکړ واکمن مسلم لیګ ګوند په دغه هیواد کښې د ارامښت او امنیت دټینګیدا لپاره ټوله هڅه کاروي .
دپاکستان لومړي وزیر نوازشریف دحکومت پرضد دمظاهرو له ترسره کیدا مخکې  دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته وړاندیز کړی وو چې سیاسي اختلاف په صلح ایز ډول حل کړ خو عمران دنوازشریف دغه وړاندیز  رد کړ .
دپاکستان دتحریک انصاف دمشر عمران خان لخوا دخبرو لپاره د لومړي وزیر نوازشریف د وړاندیز په ردیدا سره دغه احتمال مطرح شو چې دتحریک انصاف ګوند مشر دپاکستان له واکمن ګوند سره د سیاسي اختلافاتو دحل غوښتونکی نه دی  .
په همدې اساس دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان کوشش کوي دحکومت پرضد دمظاهرو په ترسره کیدا د ټینګار او دپاکستان له حکومت سره د هرډول خبرواترو  د ردولو له لارې ددغه هیواد خلکو او رسنیو پام ځان ته جلب کړي چې له دې لارې د  رسنیو په ډګر کښې د قدرت د ښودلو له لارې دپاکستان په سترو او قوي سیاسي ګوندونو کښې دتحریک انصاف ګوند مقام پیاوړی کړي .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د عوامي تحریک مشر طاهر القادري په داسې شرایطو کښې د لومړي وزیر نوازشریف تر استعفا پورې د مظاهرو په دوام ټینګار لري چې دپاکستان ترټولو ستر سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ ددغو دوو(۲) ګوندونو د اقداماتو ملاتړ نه کوي .
دپاکستان دپیپلز ګوند لوړرتبه چارواکي باوري دي دواکمن ګوند سیال ګوندونه باید له حکومت سره هر ډول تاوتریخوالي په ډډه کولو سره ددغه هیواد دملي ګټو دتحقق لپاره ملګرتیا وکړي  .
په عین حال کښې د پاکستان پخواني ولسمشر او دپیپلز ګوند یوه نامتو مشر اصف علي زرداري ددغه هیواد له ځینو سیاسي ګوندونو وغوښتل په هیواد کښې سیاسي کړکیچ ته په پام سره دنوازشریف له حکومت سره ملګرتیا وکړي چې د حکومت دمخالف ګوند په مقام کښې د پیپلز ګوند دغه دریځ ددغه هیواد په تاریخ کښې بې ساری وبلل شو .
()
د ملي وحدت حکومت دجوړښت د ټاکلو  لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ د  انتخاباتو د دوهم(۲) پړاو د دوو (۲) کاندیدانو ګډې کمیټۍ کار پیل کړ .
ددغه کمیټۍ د فعالیت بنسټ دافغانستان اساسي قانون ، ددوو کاندیدانو ګډه اعلامیه او دهغوې دسیاسي موافقې چوکاټ دی .
ټاکل شوي ده دغه کمیټه دیوې موافقې مسوده تدوین کړي چې دملي وحدت دحکومت کړچار او د جوړیدا څرنګوالی بیانوي .
دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخابو دیوه کاندید عبدالله عبدالله  د انتخاباتي کمیټۍ ویندوی ویلي دي دانتخاباتو د دوو کاندیدانو موافقه معلومه خو کلي ده چې دغه کمیټه باید دهغې اړخونه او جزیات مشخص او په ګوته کړي .
دغه کمیټۍ په داسې شرایطو کښې کار شروع کړی دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه کاندید اشرف غني احمد زي ویلي دي دانتخاباتو له بل کاندید عبدالله عبدالله سره زما موافقه په دې معنا نه ده چې  دانتخاباتو ګټونکی قدرت په کامل ډول دانتخاباتو په بایلونکي وویشي .
داشرف غني احمد زي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې عبدالله عبدالله دملي وحدت حکومت د جوړیدا دپلان په چوکاټ کښې د قدرت ویشل تعقیبوي او لږ تر لږه په ملي څوکیو د کسانو ګمارل دانتخاباتو  ددوو کاندیدانو حق  ګڼي .
دغه دریځونه په تیره بیا په دې باره کښې د اشرف غني احمد زي وینا چې ویلي يې دي دانتخاباتو ګټونکی په مساوي توګه قدرت دانتخاباتو له بایلونکي سره نه تقسیموي ددوو  کاندیدانو لخوا دګډې اعلامیې له لاسلیک کیدا وروسته تر یوه حده اندیښمونکي ده .
دافغانستان  د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوه کاندیدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمد زی په دغه  ګډه اعلامیې کښې په افغانستان کښې د ملي وحدت حکومت جوړولو ته ژمن شول .
ددغه ګډې اعلامیې له لاسلیک کیدا وروسته دملي وحدت حکومت د کلي اصولو په باره کښې د موافقې په دلیل دغه احتمال مطرح شو چې حتی دغه موافقه هم ونشي کولای په افغانستان کښې دانتخاباتو اختلاف پاې ته ورسوي  .
 په تیره بیا داچې دافغانستان  د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمد زي د ولسمشرۍ د انتخاباتو ددوهم پړاو په لومړیو نتیجو کښې دمخکې کیدا پراساس دګډې اعلامیې له لاسلیک کیدا وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې یوازې له مشکلاتو دافغانستان د  وتلو لپاره د انتخاباتو د ټیمونو دګډې ملګرتیا ضرورت ته اشاره وکړه او په نوي وینا کښې  يې هم له خپل سیال عبدالله  عبدالله سره دقدرت ویشل رد کړي دي .
په داډول شرایطو کښې چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمد زي د ګډې اعلامیې د مادو په  هکله بیلابیل اخیستونونه وړاندې کړي دي شاید ددغه اعلامیې د مادې د بیانولو لپاره د انتخاباتو ددوو کاندیدانو دګډې کمیټۍ جوړیدل په افغانستان کښې په راتلونکي ملي وحدت حکومت کښې له قدرت څخه دهر یوه ونډې او د جوړښت په زمینه کښې تفاهم ته  د لورو درسیدا لپاره یوه لاره ووسي .
کارپیژاندي وايي په ملي وحدت حکومت کښې له عبدالله عبدالله سره د قدرت دنه  ویشلو په باره کښې د اشرف غني احمد زي دریځ ته په پام سره لیرې ښکاري چې دګډې کمیټۍ دکار نتیجه  د افغانستان د ولسمشرۍ  د  انتخاباتو ددوو (۲)کاندیدانو د دریځ له نرمیدا پرته مثبته  ووسي .
()
په افغانستان کښې د ایساف ځواکونو د قوماندان مرستیال کریسټین جاکوبسن په افغانستان باندې دطالبانو په  حملو کښې د پاکستان دپوځیانو دګډون په باره کښې خپاره شوي خبرونه رد کړل .
هغه په کابل کښې خبري کانفرنس ته وویل دپاکستان پوځیان په افغانستان دطالبانو په حملو کښې  رول نلري .
په افغانستان کښې د ایساف ځواکونو د قوماندان مرستیال کریسټین جاکوبسن په دغه خبري کانفرنس کښې زیاته کړه دپاکستان او افغانستان ترمینځ موجودې شخړې باید دخبرواترو له لارې حل شي او ددوه اړخیز اختلافاتو د زیاتیدا زمینه باید رامینځته نشي .
په افغانستان کښې دایساف ځواکونو دقوماندان مرستیال زیاته کړه د سرحدي اختلافاتو په باره کښې د افغانستان ، پاکستان او ایساف درې(۳) اړخیزه خبرې شروع شوي او دغه خبرې به دوام ولري .
هغه په دوام کښې ټینګار وکړ دپاکستان چارواکو ته ټینګار شوی په سیمه کښې له ترهګرۍ سره په چلند کښې کمزورتیا  په سیمه کښې ټول هیوادونه له کړکیچ سره مخ کولای شي .
له دې و ړاندې د افغانستان د و لسمشر مطبوعاتي دفتر په یوې بیانیې کښې وویل موجود سندونه ددې ښودنه کوي چې په افغانستان کښې د ترهګرو په لیکو کښې د پاکستان د پوځيانو او سلاکارانو شتون زیات شوی دی .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي دپاکستان عسکرو دنړیوالو قوانینو په اپوټه په تیرو څو ورځو کښې دافغانستان په سرحدي ولایتونو خپلې توغندوي حملې زیاتې کړي دي .
له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ادارې (استخباراتو) ویندوی عبدالحسیب صدیقي پاکستان په افغانستان دحملو دزیاتولو لپاره دطالبانو په وسلو سمبالولو تورن کړ .
هغه په کابل کښې خبري کانفرنس ته وویل له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دپاکستان دحکومت سیاستونو مثبت بدلون نه دی لرلی او  پاکستان له سرزورۍ سره مبارزه عمومي افکارو ته د دوکې د ورکولو او له امریکا د مرستو دترلاسه کولو لپاره په یوه اوزار بدله کړي ده .
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ( استخباراتو) ویندوی عبدالحسیب صدیقي دپاکستان په قبایلي سیمو کښې دترهګرو پرضد دپوځ حملې نمایشي وبللې  او زیاته یې کړه دپاکستان جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(ISI) په قبایلي سیمو کښې دپوځ دعملیاتو له شروع کیدا مخکې حقاني ډله او دحقاني چینل غړي له شمالي وزیرستان وویستل چې دغه ډلې ته کوم تاوان ونه رسیږي .
دطالبانو په شمول له سرزورو ډلو څخه د ملاتړ په باره کښې په پاکستان د افغانستان تور دکابل په خارجي سیاست کښې په یوې عادي رویې بدل شوی دی .
دافغانستان دحکومت له نظره له ترهګرۍ سره د پاکستان دوه ګوڼه چلند او له ترهګرۍ سره په مقابلې کښې د پاکستان نه جدي توب په افغانستان کښې د ترهګرۍ ضد د پروګرام دماتي ترټولو ستر دلایل دی .
دافغانستان دچارواکو لخوا په پاکستان له ترهګرو د ملاتړ، ملګرتیا او په وسلو دسمبالو تور په  داسې  شرایطو کښې دوام لرلی چې څه موده مخکې پاکستان د افغانستان دملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل دپاکستان دکراچۍ په نړیوال هوايي ډګر دترهګرې حملې په پلانولو تورن کړ خو دکابل چارواکو دپاکستان دغه تور ته سخت غبرګون و ښود .
()
دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ددوهم (۲) پړاو درایو د بیا شمیرل کیدا دبهیر اوږدیدا ددغه هیواد په صادراتو منفي اغیز لرلی دی .
دافغانستان دتجارتي کوټو مرستیال خان جان الکوزی د ولسمشرۍ د انتخاباتو  د دوهم پړاو درایو دبیا شمیر کیدا او غور دبهیر د اوږدیدا منفي اقتصادي اغیزونو ته په اشارې سره وویل دتیر کال په پرتله دافغانستان صادرات شل (۲۰) فیصده کم شوي دي .
هغه زیاته کړه کابو څلور(۴) میاشتې کیږي چې دافغانستان انتخاباتي فضا د افغان تاجرانو او پانګه والو د لالهاندۍ او دهغوې داقتصادي فعالیتونو دکمیدا سبب شوي ده .
الکوزی زیاته کړه دافغانستان دصادراتو دسویې لوړتیا په لومړي ګام کښې ددغه هیواد دامنیتي حالاتو له ښه کیدا سره اړه لري .
هغه په دوام کښې ټینګار وکړ په اوسنیو شرایطو کښې ناامنۍ  په افغانستان کښې د اقتصادي فعالیتونو په وړاندې ترټولو ستر خنډ ده .
مخکې هم دافغانستان د مالیې وزارت ویندوی عبدالقادر جیلاني ویلي وو د وارداتي شیانو له تعرفو ددغه هیواد عاید څه دپاسه لس(۱۰) فیصده کم شوی دی .
دغه ویندوی زیاته کړه دافغانستان د و لسمشرۍ د انتخاباتو ددوهم پړاو د فاینل او نهايي نتیجې په اعلانیدا کښې ځنډ سبب شوی په تیرو څو  میاشتو کښې ددغه هیواد د ګمرک یا کسټم عایدات پینځویشت (۲۵) فیصده کم شي .
ده دغه راز وویل په اوس وخت کښې ګمرکی عواید د افغانستان د دولت لپاره دعایداتو ډیره مهمه او اساسي سرچینه ده او دکورنیو عوایدو څه دپاسه ۴۸ فیصده له ګمرکي فعالیتونو لاس ته راځي چې البته په تیرو څو میاشتو کښې يې پینځویشت فیصه کموالی لرلی دی .
هغه دغه راز وویل دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو درایو دبیا شمیرل  کیدا او د ولسمشرۍ د انتخاباتو  د دوهم پړاو دفاینل نتیجو دبهیر اوږیدا ددغه هیواد په اقتصاد دیر منفي اغیز اچولی دی .
دافغانستان د مالیې وزارت ځینو نورو چارواکو هم اندیښنه څرګنده کړي ده چې ددغه حالت دوام به  دهیواد په اقتصادي حالت ناوړه اغیزونه و لري .
په افغانستان کښې د ملګروملتونو  دعمومي منشي ځانګړي استازي یان کوبیش هم خبرداری ورکړی دی چې دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو  د دوهم پړاو درایو دبیا شمیر ل په بهیر کښې ځنډ به ددغه هیواد په اقتصادي حالت منفي اغیز  ولري .
داپه داسې حال کښې دي چې دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د بیا شمیرل کیدا په بهیر د اروپايي اتحادیې د څارونکي پلاوي مشر تایس برمن وویل چې په افغانستان کښې د یوه کړکیچ درامینځته کیدا پرځاې درایو دبیا شمیرنې او غور په بهیر کښې ځنډ ته ترجیح ورکړل شي .
تایس برمن زیاته کړه درایو د بیا شمیرنې او غور سخت او پیچلی بهیر دافغانستان دولسمشرۍ په انتخاباتو کښې یوې معتبرې نتیجې ته درسیدا لپاره ضروري ګام دی .
هغه په دوام کښې زیاته کړه دافغانستان د و لسمشرۍ په انتخاباتو کښې داعتبار وړ نتیجې ته رسیدل دمهلت له رعایتولو مهم دي .

Add new comment