دښمن د داعش دتکفیري ډلو تاکتیکونه او ستراتژۍ ټاکي
د ایران د اسلامي انقلاب دسپاه پاسداران ځواک دسیاسي چارو مرستیال وویل ددښمن په جبهې کښې فکري کوټې ستراتژۍ او حتی دداعش تکفیري ډلو تاکتیکونه ټاکي .
مهر خبري اژانس وايي د ایران داسلامي انقلاب دسپاه پاسداران ځواک دسیاسي چارو مرستیال رسول سنايي فرد زیاته کړه نن سبا داسلامي احیا او ژوندي شوي هویت تباه کول چې کولای داسلامي تمدن د بیا د بڼه دخپلیدا سریزه ووسي په نښه کړی شوی دی .
سنايي فرد داسلام په نوم سره په سیمه کښې د داعش او تکفیري ډلو جنایتونو ته په اشارې سره وویل هغو ډلو چې نن سبا خلک وژني او داسلامي هیوادونو بیخي بنایانې تباه کوي داسلام دڅیرې دداغي کولو لپاره ترټولو ښه خدمت وکړ .
دایران داسلامي انقلاب دساتندویه ځواک سپاه پاسداران دسیاسي چارو مرستیال زیاته کړه په افریقايي هیوادونو کښې د بوکوحرام په شان د ډلو جنایتونه دهغه لوبې بله برخه ده چې داسلام دښمانان یې په بیلابیلو چلولونو سره هغه تعقیبوي او ملاتړ یې کوي .
د ویلو ده چې سعودي عربستان دامریکا او انګلستان په کاملې غږملتیا سره په ټوله دنیا په تیره بیا اسلامي هیوادونو کښې ترهګرې ډلې جوړې کړي دي او له دغو ډلوداسلام دڅیرې دداغي کولو لپاره استفاده کوي .
بوکوحرام ترهګره ډله هم امریکا دسعودي عربستان په مالي ملاتړ سره جوړه کړي ده او ددغه ډلې لپاره پراخ تبلیغات هم کوي .
Add new comment