په ایران کښې زلزله

په ایران کښې نن سخته زلزله راغلي او۵۵ تنه ژوبل شوي .
ایرنا خبري اژانس وايي نن سهار دایران په جنوب کښې په ابدانان ولسوالۍ کښې په مورموري سیمه کښې شپږ اعشاریه یو یشټره سخته زلزله راغله چې له کبله یې تراوسه پینځه پنځوس کسان ژوبل شوي دي او له نیکه مرغه په دغه زلزلې کښې څوک وژل شوي نه دي .
د ایران د ایلام ولایت والي محمد رضا مروارید وویل په دغه زلزلې  کښې د ابدانان سیمې دکلیو دلارو ، بریښنا او اوبو په شمول بیخ بنایي تاسیساتو ته زیات تاوانونه رسیدلي دي او دلومړنیو راپورونو او اټکلونو پراساس د کلیوالو کورونه تر پنځوس(۵۵) فیصدو پورې ړنګ شوي .
دایران د ایلام ولایت والي وویل ډیرې زلزلې چې له پرون راهسې په ابدانان ولسوالۍ کښې راغلي سبب شوي چې خلک ددغه پيښې لپاره چمتووالی ولري او دغه چارې  مړینې اندازه په خواره توګه کمه کړي ده .
دایران د هلال احمر غړي زلزله ځپلیو سیمو ته رسیدلي او له خلکو سره دمرستې کار یې پیل کړی دی .
دایران بسیج ځواک هم زلزله ځپلیو سیمو ته دتلو لپاره چمتووالی  اعلان کړی دی .
دایران  د خوزستان  ولایت په شمال کښې په ډزفول او شوش سیمو کښې هم زلزله راغلي ده خو کوم تاوان یې نه دی رسولی .

Add new comment