فارسي شعر د ختيځ پېژاندو له نظره

د فارسۍ شعر او ادب د ايرانيانو د تشخص شناسنامه ده او له پخوانيو وختونو راهسې ايرا ن په نړۍ کښې د عطرو، ګلونو، ښکلا او د زړۀ راښکونکو داستانونو ټاټوبی پېژندل شوی دی. نن د وږی د مياشتې ۲۷ نېټه هم د فارسۍ د شعر او ادب ورځ ده.
د معاصر فرانسوي شاعر اېبل بونر په باور:
«کېدې شي یو کس چې د اېشیا په ټولو هېوادونو کښې ګرځېدلی وي، په هغو ټولو کښې يې سېل کړی وي او د هغو هېوادونو له خلقو سره يې ګډ ژوند کړی وي د هند له فلسفې به سرمست شي، د چين له عظمت نه به په حېرت کښې پريوزي او د جاپان په هوښيارۍ او علميت به حېرانه شي، خو بې له شکه به د ايران له هنر څخه مسحور شي او دا ملت چې په ټولو هنرونو کښې د کمال ترپولې ځلېدلی دی له هغو څخه يې له یو هنر سره ډېر زړۀ تړلی دی او هغه شعر او ادب دی.»
له فارسي شعر او ادب سره د نړۍ اشنائي په ختيځ کښې د غزنويانو دوران ته او په لويديځ کښې صليبي جنګونو ته ګرځي. د ختيځ پېژاندو په عقيده ايراني افسانې، شعرونه او قصې د اسپانیا له لارې له اسلامي نړۍ نه د مېنځيو پېړيو د اروپائي ادبي دود ته داخلې شوې او یوه برخه يې وګرځېده او په هغوي کښې له ختيځ ټاټوبي او د مسلمانانو له رازونو او ښکلاو نه ډکو زمکو سره خاصه مينه پېدا شوه چې د اروپا د مېنځنيو پېړيو په زياترو داستانونو او قصو کښې يې هم انعکاس پېدا کړی دی.
فرانسوي ختيځ پېژاندی رېنې ګروسې د ايران په باره کښې ليکي: «که د یو بهرني کس په توګه د نظر د څرګندونې اجازه ولرم نو بايد ووايم چې ایران د بشر په غاړه باندې د بزرګۍ حق لري. ځکه چې د تاريخ د شهادت له مخې ايران په ځواکمن کلتور  او خپلو اسلامي  ظرائفو سره په دوو پېړيو کښې د ملتونو ترمېنځ د تفاهم، توافق او غږملتيا وسيله رامنځته کړې کړې ده، په دا ډول چې هغوي یوه واحده فلسفه، فکر او آئيډيل پېدا کړی دی . د ایران د افکارو او اشعارو په اثر مختلف نژادونه ګډ ایمان او عقیده لرونکي شوي دي. د ایران شاعرانو یوه نړۍ برخوره کړې ده. هغه احساسات چې ايراني شاعران يې څرګندوي، په دقيقه توګه یو فرانسوی د یو هندي په شان او یو ترک د جارجيائي په شان تر تاثير لاندې راولي. پکار دي ووايو چې ایراني عارفان چې په بشپړه توګه مسلمانان دي خو په هم هغه اندازه د یو مسيحي زړۀ هم په درزا راولي څنګه چې د یو برهمن زړۀ، او په دې وجه له ټول بشریت سره تعلق لري.»
چېکوسلواکي متفکر یرژي بچکا دایران د بې بديله غزل ګو شاعر حافظ ستائېنه داسې کوي: «د فارسۍ د شعر په ټول زر کلن دوران کښې حافظ ته یو لوړ ځای او مقدم مقام ورکړې کيږي. حافظ په مطلقه توګه په دې زمينه کښې د نړۍ په ټولو ادبیاتو او د تاريخ په ټولو دورانونو کښې یو ډېر ستر شاعر دی.»
ستر جرمن شاعر ګوئټی چې د حافظ او د هغۀ د اشعارو زيات مینه وال ؤ او د هغۀ د ورورولۍ آرزو يې کړی ده او په خپل همېشني اثر «شرقي ديوان» کښې وائي: ای حافظه! ستا سخن د ستر ابديت په شان دی، ځکه چې اغاز او انجام ورلره نشته. ستا کلام د اسمان د ګنبد په شان یوازې له خپل ځان سره وابسته دی او د غزل د نيمائۍ، مطلع او مقطع ترمېنځ يې هيڅ یو فرق نۀ شو کولې، ځکه چې هغه ټول د کمال او جمال په حد کښې دي...
که چرې دنيا ختمه شي نو ارزو لرم چې ای اسماني حافظه یوازې ستا ترڅنګه يم او د یو ورور په شان ستا په غم او ښادۍ کښې ګډون وکړم. له تاسره باده نوش يم او ستا په شان عشق کوم، ځکه چې دا زما د ژوند ویاړ او زما د ژوند سرمايه ده. حافظه زړۀ مې غواړي چې ستا د غزل ويلو له طريقې څخه تقليد وکړم. چې ستا په شان قافيه جوړه کړم او خپل غزل ستا د وېنا په  ریزه کاریو سره سم کړم. اول يې معنې ته فکر وکړم او بيا ورته د الفاظو جامه واغوندوم.»
په جرمني ژبه د حافظ د شعرونو ترجمو زياتره متفکران د ختيځ د دغې عجوبې عاشقان او هېبت منونکي کړي دي. نيچی د حافظ اشعار یو شاندار عمارت بولي. د حافظ شعرونو هغه داسې مسحور کړ چې هغه به يې د یوې خارق العاده ښکارندې په توګه بالۀ.یوه داسې ښکارنده چې بيا پېدا کېدل يې ناممکن ښکاري. دومره ناممکن چې ووائې چې یو منږک غر زېږولی دی. نېچی د حافظ د شعرونو په اړه د شعر په ژبه وائي چې پښتو ژباړه يې داسې ده:
له هر عمارته زیاته شانداره ده
هغه مېکده چې تا د خپل ځان لپاره جوړه کړې ده
د ټولې نړۍ له تندې نه ډېرزیات دي
ستا د مېکدې د خمرو شراب
یو مارغۀ چې ققنوس نومېدۀ
ستا د کور مېلمه ؤ
هغه منږک چې غر يې زېږولی دی
تۀ خپله وې
تۀ ټول او هيڅوک باده او مېکده يې
تۀ ققنوس مارغۀ¸ منږک او غر يې
تل په خپل ځان کښې ډوبيږې
او تل له ځانه پاس خلو ته وزرې خلاصوې
تۀ د بندګۍ اوج يې او د عروج ژورتيا يې
د مستانو مست او مست يې
نو بيا څه ته 
او د څه لپاره شراب غواړې
 (نیچی)
فرانسوي متفکر «شارل هېنري دو فوشې کور» لکه چې له حافظ سره یې ژوند کړی وي چې باوري دی: «د حافظ شعر د ژوند د ټولو شېبو لپاره دی. د حافظ عاشقانه بيان په اسلامي چوکاټ کښې بڼه نيولې ده، هغه چوکاټ چې پکښې د توحيد مضمون ډېر مضبوط دی. د عشق مخاطب یو واحد موجود دی او عشق هغه عشق دی چې کامل، یګانه، له غېره بېګانه او ورسره له حسادت نه ډک دی. د عشق مضمون له عارفانه چاپېرچل نه اخېستی شوی دی.»
هغه څه چې له فارسۍ ادبياتو سره له شرق نه تر غربه د نړۍ د سترو متفکرانو د مينې سبب شول د فارسۍ د ادب د بزرګانو په شعر کښې خپارۀ شوي لوړ افکار او نظريات دي. د خيامفلسفي پوښتنې، د مولوي عارفانه عشق، د فردوسي عقلمندي او د سعدي حکمت په نړۍ کښې زیات مینه وال لري.
په یوه زمانه کښې د «فيټز جرالډ» لخوا په انګرېزۍ ژبه د خيام د رباعیاتو منظومه ترجمه  له مقدس کتاب او د شکسپئر له ډرامو نه پس د دنیا ترټولو زیات خرڅېدونکی کتاب شو.د شعر له حده تېر شو او یو شعار شو او یو د پاڅون سېمبول او نښانه وګرځېد. د شلمې پېړۍ په سر کښې د برطانيې او امريکې په ټولوکتابتونونو او زياترو کورونوکښې دخيام د رباعياتو نسخه موندل کېده.
خيام د اروپایانو کورونوته لاړ او د هغوي تر سر لاندې اېښودونکی کتاب شوی ؤ ان تردې چې انګرېز عسکرو به په دوو نړیوالوجنګونو کښې دغه کتاب له ځان سره وړۀ.
انګرېز شاعر «رېچرډ لوګا ليپین» د خيام د رباعياتو په مطالعې سره ويلي دي: « شايد وویلې شو چې رباعيات په خپل اصل کښې یو ګل  نۀ دی بلګې د سرۀ ګلاب ګل پاڼې دي چې له هغو ټولونه یو ګل پېدا کيږي او همدارنګ کېدې شي چې د فيټز جرالډ ترجمه د دغه ګل د غوړېدنې په څېر وي.»
د مولوي د شعرونوترجمه هم د نړۍ په ادبياتو کښې په یو انقلابي حکم کښې ګڼل کيږي. د شمس د دیوان ترجمه د اوږدو مودو لپاره ترټولو زياتې ګڼې ولرلې. نړۍ د مولوي پېغام واورېد او د هغۀ په عاشقانه زمزمو مسته شوې ده.
د «هېرمن اېتهې» په عقيده سماع د اسمانونو د  ګردش د حرکاتو یو رمز او هغه روح دی چې په الهي مينه مست دی. مولانابه د دغه ډله ايزې ګډا د موزون حرکاتو په شان مشتعل کېدۀ او د الهي وحدت اسرارو ته د رسېدو له شوقه به ډکېدۀ، هغو بې شمېره غوټيو به داسې ګټور عرفاني غزلونه جوړول چې د هغۀ ستر دیوان جوړوي. هغه دیوان چې شعرونه یې د معنې او د ژبې د ښکلا  او د بېتونو د موزونیت له لحاظه د نړۍ د ادبياتو ګران بیه جواهر ګڼل کيږي.
شاهنامه بې له شکه د بشري هوښيارۍ یو ډېر شاندار یادګار دی او د هومر او ډانټې له نړیوالوحماسو سره برابري کوي او په قدرت، ظرافت، پاکۍ، روښاتيا، لطافت، سبک او ژبه کښې له ډېرو لوړو يوناني نمونو سره همسنګه ده. ختيځ بېژاندي په تېره بيا روسي ختیځ پېژاندي د فردوسي شاهنامه د نړیوالو ادبياتو د خزانې یو نايابه ګوهر بولي.
روسي ایران پېژاندی او د شاهنامې تصحيح کوونکی «یوګني بېرټلس» په دې باوري دی چې: تر هغه وخته چې په نړۍ کښې ایراني مفهوم وجود ولري. د ستر شاعر فردوسي له ویاړ نه ‌‌ډک نوم به هم چې خپل زړۀ سوزونکی عشق يې  د خپل وطن لپاره وقف کړی ؤ، تل ژوندی وي. فردوسي شاهنامه د زړۀ په وينو وليکله او په دغه بيه د خپل ځان په نسبت د ایران د ملت د مينې او احترام خراېدار وګرځېد او د نړۍ د ادبياتو په خزانه کښې د یو ډېر نایابه ګوهر اضافه وشوه.»
د چېکوسلواکيې متفکر او ختيځ پېژاندی «يان ريپکا» فردوسي د فارسۍ ادبیاتو رستم بللی دی هغه رستم چې د فارسۍ ادبیاتو لپاره يې زیات کوشش کړی دی. د هغۀ له نظره: «فردوسي د فارسۍ په ټولو ادبياتوکښې د رستم په شان لوړ قد لرلی دی. د هغۀ نوم د ختيځ پېژاندو د بې شمېره تاليفاتو اوهغو ترجمو په وسيله چې د هغۀ له اثر څخه شوې دي مودې وشوې چې په اروپا کښې او په کلي توګه د ایران له کلتوري پولو نه وراخوا په پراخو ټاټوبو کښې مشهور دی.
د شاهنامې داستان د یوې انساني حماسې بيانوونکی او هغې یعنې  د ایران د تاريخ د جلوې ځای دی.
شاهنامه  یو هغه ارزښتناک تاريخي سند دی چې تېر دودونه یې په ډېر امانت سره ساتلي دي او د ټولو خیال پردازیو او هغو مجازونو باوجودچې پکښې استعمال شوي دي له هغو حقائقو نه پرده اوچتوي چې نۀ یوازې  د تاريخ لپاره بلکې د تاريخ د شروع او د بشري ابتدائي ټولنو د څېړنې لپاره اهميت لرونکي دي او د ساسانيانو په دور کښې د ژوند طرز او اجتماعي حالات او ځينې تاريخي ټکي د عربۍ وغېره له ټولو سرچینو څخه غوره کوي.»
فرانسوي ختيځ پېژاندی «پروفېسر هنري ماسې» هم باوري دی چې: په ټولوايراني حماسو کښې شاهنامه کتاب یو خاص اهمیت لري. ځکه چې د یو داسې ملت د پخوانيو کشمکشونو خبر ده چې له خپل مليت او خپلواکۍ څخه دفاع کوي.
شاهنامه د یو ملت د وياړونو او زيارونو شعرونه دي، او همدا بس وه چې ورته د ډېرو لوړو ادبي اثارو په قطار کښې ځای ورکړې شو. خو شاهنامه یو بل ارزښت هم لري. له دې امله چې دوه زيات متفاوته دورانونه په خپلو کښې یوځای کوي:
له یوې خوا لرغونی ايران چې پکښې د دنيا یو تر ټولو مشهور مذهب راڅرګند شو او له بلې خوا د یولسمې میلادي پېړۍ ايران چې د نوي ايران روښنائی او ځلا ګڼلې کيږي.
دغه ملي حماسه چې د زردشت او اسلام دواړه نړۍ په بر کښې نيسي، د اېشيا د بدلون ترټولوموثره اړخونه مجسم کړي دي.»
د فارسۍ د شعر او ادب ورځ دې د ایران د ادبياتو او کلتور ټولو مينه والو ته مبارک وي.

Add new comment