دناپیلي غورځنګ د بریالیتوب انعکاس

په تهران کې دناپیلي غورځنګ  دغونډې ګډونکونکو، هغه بریالۍ  وبلله.
د لبنان خارجه وزیر عدنان منصور ددې  غونډې په بریالي بللو سره وویل، اسلامي ایران عملا د ناپیلو سمبول بلل کیږي، ځکه چې دغه هیواد تر اوسه پورې هیڅ قدرت ته پناه نه ده وړې، او په هیڅ زبر ځواک پورې هم اړونده نه دی اوسیدلی.
د ونزویلا خارجه وزیر نیکلاس مادورو هم د غونډې له سرمشریزې وروسته هغه بریالۍ وبلله او وې ویل، دغونډې بیانیه  ډیره ښه وه.
هغه وویل، د ۱۲۰ هیوادونو استازو د یوه سند په تصویبولو سره یو اړخیز اقدامات، د نړیوالو قوانینو خلافورزي په غندلو سره،د سوله ایزې اټومي انرژۍ دحق  لرلو په ا ړه  د ایران په شمول دټولو هیوادونو او دقدس په پلازمینې سره ، خپلواک فلسطیني هیواد د جوړولو له حق څخه ملاتړ وکړ.
هغه دې ته په اشارې سره چې دناپیلي  غورځنګ ۱۷غونډه په ونزویلا کې ترسره کیږي وویل، ناپیلي  غورځنګ هڅه کوي چې له امپریالیستي سلطې له چورلیزه پرته، څو قطبي نړۍ  د رامنځته کیدا لپاره  پرمختګونه وکړي.
د چیلي هیواد خارجه وزیر فرناندو اشمیت هم وویل، دتهران غونډه له دې نظره چې دملګرو ملتونو په جوړښت کې د بدلون په موضوع بیا ټینګارو، د پام وړ ده .
د بولیویا سفر په تهران کې ،دغه غونډه ډيره ښه وبلله او وې ویل، دغه  سرمشریزې کې موافقې وشوې، او سندونه  یې او هم د زیاتو هیوادونو ګډون ښيي چې دغه  غونډه ډیره ښه وه .
د فلپین  د خارجه وزارت مرستیال هم دغه غونډه په دیموکراسۍ ټینګار وباله، او زیاته یې کړه، دغه غونډه یو بریالیتوب و، چې پلانونکي یې پرې ویاړ  کولی شي، چې داسې غونډه یې ترسره کړه.
د کامبوچیا خارجه وزیر هورنامهونګ   د تهران سرمشریزه د غورځنګ  د بیا احیا لپاره یو فرصت وباله .د بنین هیواد خارجه وزیر او افریقايي اتحادیې پړایز مشر نصیر اوباکو هم وویل، دتهران د ناستې په سند کې د سولې او امنیت په موضوع ټینګار شوی او ملګرتیا ،او هغو اصولو ته احترام چې دنړیوالو  هدایت کونکي دي پکې راغلی چې دا هم یو ستر بریالیتوب دی.
د بورکینا فاسو د بهرنیو چارو وزیر بدوماآلن یودا وویل، په تهران کې له غونډې او د درې کلونو لپاره  د ایران له مشري ډير خوشحاله یو،او دا غورځنګ به پیاوړی شي .
دمغرب د بهرنیو چارو وزیر یوسف عمراني هم وویل، د تهران غونډه ډيره اغیزمنه وه، ا و هیوادونو خپل نظرونه بیان کړل.
د موریس د بهرنیو چارو وزیر آروین ووله له وویل، دتهران غونډه ښه نتیجه درلودله او په دې غونډې کې دملګرو ملتونو جوړښت په اصلاح ټینګار شوی .
دغه  غونډه پرون د اسلامي انقلاب د ستر مشر په ویناوو سره پیل او پرون شپه د یوې  ۱۱ ماده ایزې بیانیې په تصویب سره پاي ته ورسیدله .
په تهران کې د ناپیلي غورځنګ د ۱۶ غونډې بریالۍ ترسره کیدا، او پکې د صهیونست رژيم د جنایتونو او ملګرو ملتونو د جوړښت د اصلاح په شمول بیلابیلو مسلو په  اړه د  اسلامي انقلاب د ستر مشر تاریخي بیانیې، د امریکا ، انګلستان،فرانسې او نوروو هیوادونو په شمول  په نړیوالو او صهیونستي مطبوعاتو او رسنیو او د اروپايي او افریقايي او عربي هیوادونو په چینلونو کې  کې  پراخ انعکاس درلود.

Add new comment