امریکا دپاکستان له سیاسي کړکیچه ګټه پورته کوي

د پاکستان دتحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او دعوامي تحریک د مشر طاهر القادري په مشرۍ دحکومت پرضد دمظاهرو او پرلتیو په دوام سره د دغه هیواد سیاسي کړکیچ دوام لري .
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وویل د تحر یک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو په غوښتنو دوې ته د مظاهرو او پرلتې و هلو لپاره ځایونه بیل کړې شوي او دعمران خان او طاهر القادري له ژمنې سره سم اعتراض کونکي ډييلوماټيکې او سرې سیمې ته د ورننوتلو حق نلري او که چیرې له خپل حده تیر شي نو حکومت به قانوني اقدامات ترسره کړي .
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه راز ویلي دي دهیواد دجاسوسۍ ادارو خبرداري ته په پام سره چې ویلي يې دي دوه(۲) ځان وژونکي د حملو لپاره اسلام اباد ته ورننوتلي دي دیرش زره(۳۰۰۰۰) حکومتي امنیتي ځواکونه د اعتراض کونکو دغونډو دساتنې په کار ګمارل شوي دي .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بیګا په اسلام اباد کښې د پرلتې وهونکو په ټول کښې لومړي وزیر نوازشریف ته په خبرداري ورکولو سره له هغه وغوښتل چې استعفا ورکړي او غلطي ونکړي په بله بڼه دخلکو سونامي دلومړي وزیر ماڼۍ ته غزیدلی شي .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر چې په کرکټ لوبې کښې د غونډسکې داچولو مخینه لري وویل دغونډسکې چټک اچونکی یعني فاسټ بالر معمولا صبر نه کوي .
له بلې خوا دعوامي تحریک مشر طاهر القادري هم بیګا دپرلتې و هونکو په ټول کښې په وینا کښې دلومړي وزیر نوازشریف حکومت ته اته څلویښت (۴۸)ساعته وخت ورکړ چې په دې موده کښې استعفا و رکړي او واکمنان خپل ځانونه قانون ته وسپاري او ونه تښتي په بله بڼه کښې هره پیښه چې وشوه نو زما(طاهر القادري ) پرغاړه به نه وي .
دبې پلوه سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران هم ټینګار کوي باید اجازه ورنکړو چې ماجرا غوښتنه دوام ولري او د حکومت او اعتراض کونکو باید ترمینځ په چټکې سره خبرې شروع شي .
دپاکستان دبې پلوه سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو په عین حال کښې د اعتراض کونکو دغوښتنو په غیرقانوني بللو سره د خبرواترو دډلو دجوړیدا غوښتنه و کړه او دجمهوریت له داغي کولو سره یې خپل مخالفت هم اعلان کړ.
دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې باره کښې د پاکستان د مشهور حقوق پوه د پیپلز ګوند دیوه مهم مشر او دخیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر او و الي ښاغلي مسعود کوثر نظر معلوم کړ نو هغه په ځواب کښې وویل په ډیموکراټیکو هیوادونو کښې معمولا داډول پرلتې وهل کیږي او دالومړي ځل نه دی چې پاکستان له داډول کړکیچ سره مخامخ شوی دی .
مسعود کوثر د اعتراض کونکو په تیره بیا دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتنو په اشارې سره اعتراف وکړ ممکنه ده چې دعمران خان ځینې غوښتنې سمې وي خو دپوره کیدا لپاره یې باید د ډیموکراسۍ لاره غوره کړي .
هغه وویل هغه تیزه لهجه او لحن چې د عمران خان او طاهر القادري د اعتراض کونکو لخوا غوره کړی شوی دی سم نه دی او هیواد دناامنۍ او ګډوډۍ په لور بیایي او سیاسي ګوندونه باید د حکومت او اعتراض کونکو ترمینځ په مینځګړي توب سره دغه کړکیچ حل کړي .
کله چې دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې هکله د پاکستان د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي دپخواني قوماندان ښاغلي جنرال حمید ګل نظر معلوم کړ نو هغه په ځواب کښې له دغه سیاسي کړکیچ سره د نوازشریف د حکومت د چلند په څرنګوالي دنیوکې په ترڅ کښې وویل په خپله نوازشریف ددغه کړکیچ دپراخیدا سبب شوی دی .
حمید ګل وویل که چیرې نوازشریف له لومړۍ ورځ څخه سخت غبرګون نه ښودلی او په اسلام اباد کښې یې خنډونه نه رامینځته کولای په تیره بیا داچې که چیرې دوه (۲)میاشتې مخکې په لاهور کښې د طاهر القادري له پلویانو سره د پولیسو جنګ نه کیدلای د عمران خان او طاهر القادري اعتراضونو په دومره اهمیت نه مونده .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي پخواني مشر حمید ګل وویل که څه هم دعمران خان او طاهر القادري غوښتنې غیر قانوني دي او تر دې مرحلې چې اوس یې په اسلام اباد کښې پرلتې وهلي دي مخ ته نه تلې .
حمید ګل دپاکستان په دغه سیاسي کړکیچ کښې د امریکا رول ته په اشارې سره ومنله دې ته په پام سره چې دامریکا پوځيان به دروان میلادي کال تر اخره له افغانستان څخه ووځي دپاکستان سیاسي کړکیچ په خپله ګټه ګڼي چې پوځ دعمل ډګر ته ورننوځي او دپاکستان دچارو واکې په لاس کښې واخلي چې په دغو شرایطو کښې امریکا فکر کوي په ښه ډول کولای شي خپلو هدفونو ته ورسیږي خو دپاکستان پوځ به دسیمې او هیواد خرابو شرایطو ته په پام سره هیڅ داسې اقدام ونکړي چې دپاکستان په تاوان و ي .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې پخواني مشر جنرال حمید ګل دغه راز د اعتراض کونکو دمظاهرو په نابریالۍ بللو سره زیاته کړه عمران خان چې په خپلو مظاهرو کښې د میلیونونو خلکو دګډون ادعا یې کوله ونه توانید چې یولک خلک مظاهرو ته راولي .
حمید ګل زیاته کړه چې دعمران خان پلویانو او حتی په خپله عمران خان د مشکلاتو، دګرمۍ او لوږې د زغملو قدرت نه درلود .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي پخواني مشر حمید ګل وویل په لومړۍ شپه عمران خان له یوې خوا خپل کور ته لاړ او په کټ کښې ویده شو او ارام یې و کړ او دهغه پلویان هم دداسې ځاې په لټولو پسې وو چې هلته ویده شي او هیڅ پروګرام یې هم نه درلود .
هغه وویل دطاهرالقادري پلویان د پیرۍ او مریدۍ مسلې ته په پام سره منظم وو او انګیزه یې لرله .
دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي پخواني مشر جنرال حمید ګل زیاته کړه تر راتلونکو دوو(۲) ورځو پورې به دغه کړکیچ ختم شي او دغه مسله به یو ډول حل شي .

Add new comment