د اټمی انرجۍ دنړیوال آژانس لوی مدیر، تهران ته راغلئ دئ
داټمی انرجۍ دنړیوال آژانس لوی مدیر، یوکیا آمانو، بیګا په آژانس کی دایران د دایمی استازی، رضا نجفی، په هرکلی سره، تهران ته ورسید، او نن ؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د لوړ پوړو مقامونو سره،د لیدنی کتنی په حال کی دئ .
تهران ته د آژانس د لوی مدیر، دسفر په باره کی، ډیری نظریی او پوښتنی مطرح دی؛ خو د هغو زیاتره په دی هکله دی چی، د آژانس لوی مدیر، تهران ته پخپل سفر، کوم هدفونه تعقیبوی؟
جوته خبره داده چی، آمانو د ایران او آژانس د همکارۍ، او د ایران او د ۵+۱ ډلی ترمنځ، د جنیوا د مقدماتی موافقی د موضوع په چوکاټ کی، تهران ته راغلئ دئ . د جنیوا موافقه؛ د تیرکال، په ۲۴ نیټه لاسلیک شوه . د جنیوا له موافقه لیک وروسته؛ داټمی انرجۍ نړیوال آژانس او ایران، د هغی موافقه لیک په اساس چی، په تهران کی لاسلیک شو؛ د ایران د اټمی پروګرام په باره کی، پوښتنوته د ځواب ورکولو، او د ایران د اټمی پروګرام په باره کی، داحتمالی مبهمو ټکیو د له منځه وړلو په منظور، یو لړ اقدامونه سرته ورسول چی، د دغو اقداماتو له جملی څخه، له ۲۰ ٪ څخه، د ۵ ٪ څخه لږی اندازی ته، د یورانیمو د پخولو د کچی د رسولو، او په نطنز او اراک کی، د اټمی تاسیساتو څخه د کتنی لپاره، د لا زیاتی لاسرسۍ د زمینی د چمتوکولو، او په ایران کی د سانټریفیوژونو د ظرفیت او شمیر په باره کی، یو ټاکلی تعریف ته د رسیدو لپاره، د ایران موافقه ده . په مقابل کی، د ۵+۱ ډلی له خوا هم، د بایکاټونو د یوی برخی د آزادولو، او په بهرنیو بانکونوکی، د ایران د بند شویو پانګو د یوی برخی، د آزادولو په زمینه کی، یوشمیر ګامونه پورته کړی دی .
اوس، دایران او آژانش د فنی او کار پیژندنی د همکاریو وروستۍ مرحله چی، ټاکل شوې ده؛ د اګسټ تر ۲۳ نیټی پوری نهایی شی؛ اجرایی کیدو ته رسیدلی ده .
په دی توګه ویلای شو چی ایران، او د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس، د وروستی د اخیستو په حال کی دی، او د ایران په اعتماد رامنځته کونکو او داوطلبانه اقدامونو سره، تر اوسه پوری، د اټمی موضوع په برخه کی، یوی جامع حل لاری ته د رسیدو لپاره، یو لړ پرمختګونه شوی دی؛ خو، ایران هم؛ په مقابل کی، له آژانس څخه یو شمیر انتظارونه لری .
ځکه نو، تهران ته د آمانو سفر، یو ګډ ټکی ته د رسیدو په منظور، د لیدتوګو د نږدی کیدو لپاره، یو استثنایی فرصت دئ . په دی باره کی، هغه مسایل چی دایران له خوا، له آژانس څخه په ځلونو پوښتل شوی دی، داسی مسایل دی چی، د آژانس په مسئولیتونو پوری مربوطیږی، او په هیڅ وجه ، د دغه ارګان له توان څخه وتلی انتظارونه نه دی .
آژانس په دی ټکی باندی پوهیږی چی، ایران حق لری، د ان، پی، ټی، تړون په چوکاټ کی، خپلو اټمی فعالیتونو، او د یورانیمو پخولو ته دوام ورکړی ، او دآژانس لوی مدیر، یوکیا آمانو، د خپل تیری میاشتی په رپوټ کی، په ډاګه اعلان وکړ چی، ایران؛ د دغه موافقه لیک، او د آژانس د مقرراتو په وړاندی، د خپلو ژمنو په اجراکولو باندی پایبند دئ .
یوه بله مسئله چی، په دی چوکاټ کی، اهمیت پیداکوی، د اعتماد رامنځته کولو بحث دئ؛ او دغه اعتماد رامنځته کول،نتیجی ته، د ایران او ۵+۱ ډلی د اټمی مذاکرو د رسیدو لپاره، ډیر ضروری دی . له دی رویه دا انتظار کیږی چی، آژانس د متقابلو اعتماد رامنځته کونکو ګامونو په اخیستو سره، هڅه وکړی چی، د ایران اټمی موضوع، له هغه بندون څخه چی، پخپله یی رامنځته کړئ دئ، را ووځی . په دی صورت کی انتظار لرلای شو چی، په تیر چلند کی بدلون رامنځته شی، او د دغه بدلون اندازه کولای شی، تهران ته د آمانو په سفر کی، وآزمویل شی .
Add new comment