شمالي کوریا امریکا او سویلي کوریا په برید وګواښل
د شمالي کوریا پوځ نن په نږدې راتلونکې کې په کوریا ټاپووزمه کې د امریکا او سویلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په غندلو سره خبرداری ورکړی چې ددواړو هېوادونو پروړاندې به بې رحمانه بریدونه وکړي.
د فرانسې خبري آژانس د خبرله مخې، د اولچي فریدام ګارډین په نامه د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوي تمرینونه چې ویل کېږي د شمالي کوریا له خوا د احتمالي برید پر وړاندې د چمتوالي په موخه ترسره کېږي، ټاکل شوې ده چې سبا د کوریا په ټاپو وزمه کې ترسره شي.
د شمالي کوریا د رسمي خبري آژانس د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان کړی چې ددغه هېواد پوځ، واشنګټن او سئول د یوې خطرناکې اټومي جګړې دمانورو د طرح کولو مسوول ګڼي او یوځل بیا خبرداری ورکوي چې هر وخت کې مناسبه وګڼي ددواړو هېوادونو پرضد به ترټولو سخت برید وکړي.
Add new comment