پاکستان کې د حکومت ضد لاریونونه
پاکستان په داسې حال کې د خپلواکۍ ورځ لمانځې چې تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو د لومړي وزیر نواز شریف پرضد لاریونونه پیل کړي دي.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پنجاب له ایالتي مرکز لاهوره لاریون پیل کړ او خپل ګڼ شمېر پلویانو ته یې په وینا کې وویل چې د یوه نوي پاکستان لپاره یې اوږد لاریون پیل کړ.
د لاریون د پیل کېدو پرمهال لاهور کې په سلګونه نیمه پوځیان او پولیس ځای پرځای شوي وو خو پولیسو د لاریون د مخنیوي هڅه ونه کړه.
بله خوا طاهر قادري هم خپل "انقلاب مارش" په نامه لاریون پیل کړی چې وروسته به د عمران خان په مشرۍ لاریون سره یوځای شي.
ښاغلی قادري ادعا کوي چې تېرکال په ټاکنو کې درغلۍ شوې او نواز شریف د ده په وینا د یوه جعلی بهیر له لارې واک ته رسیدلی دی.
خو لومړی وزیر نواز شریف او د ټاکنو کمېسیون د درغلو تورونه ردوي او ښاغلي شریف د ادعا شویو درغلو د څیړولو په خاطر د سترې محکمې د دریو قاضیانو د یوه عدالتي کمېسیون جوړولو پرېکړه کړې ده.
خو عمران خان دا وړاندیز هم رد کړې او وایي چې د نواز شریف د واکمنۍ پرمهال له داسې کمېسیونه هم د انصاف تمه نه لري.
حکومت په پلازمېنه اسلام آباد کې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وايي چې شاخوا ۲۱ زره نیمه پوځیان، پولیس او نور امنیتي ځواکونه د اسلام آباد د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.
اسلام آباد ته غځیدلي ځیني سړکونه د کنتنرونو په وسیله تړل شوي دي.
سږکال د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ پر سړکونو ډېر موټر نه لېدل کېږي او د تېرو کلونو په پرتله په لمانځنو کې د خلکو ګڼه ګونه هم کمه ده.
ولسمشر ممنون حسین اسلام آباد کې د خپلواکۍ د لمانځنې په مراسمو کې وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان په روان نازک وخت کې هېځ ډول سیاسي کړکېچ نه شي زغملی.
Add new comment