دایران داسلامی جمهوریت دزیاتیدونکي اقتدار په باب داسلامی انقلاب دمعظم لارښودلیدتوګه
د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي سږکال هم د حضرت امام خمیني په سپيڅلی حرم کې حاضر شو او د اسلامی انقلاب د اصلي د ښمن د لاښې پيژندګلوۍ ،دحکومتونو سره په چلند کې دامریکا دتګ لارې په پوهیدو او دغه راز دامام خمیني دلارې او مکتب دپيژندګلوۍپه باب ئې مهمې خبرې وکړې . حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي د وینا یو چورلیز ، د ارواښاد امام اغیزشیندونکی شخصیت ؤ چې ملتونه ئې جذب کړي دي. دوي په دې باب وفرمايل :دحضرت امام خمیني دتلین پنځه ویشت کلونه تیریږي ، خو د هغه په باب د آوریدو او له هغه دپوهیدا لپاره شوق اوولوله کمه شوې نه ده ،دا د مونږ د هیواد لپاره هم مخصوص نه دی ، داسلامی نړۍ بلکې له اسلامی نړۍ هم ورآخوا دغه واقیعیت موجود دی. نه یوازې د مونږ په هیواد کې ،چې داسلامی انقلاب دریم نسل پکې لویږي، بلکې په اسلامی نړۍ کې دانټرنیټ او ارتباطاتود دوران اوسمهاله ځوانان چې له خپل چاپیریال څخه له لیرې موضوعګانو سره ارتباط ټينګولی شي، په دې پسې دي چې د اسلامی انقلاب او اسلامی جمهوریت دمسئلو او د دغه لوئې اډاڼۍ دبنسټګر په باب لازیات معلومات او مطلوبه ترلاسه کړي او پرې پوه شي :،*
داسلامی حکومت رامینځةکیدا ، د ولی فقیه د حاکمیَت احیاء او د هیواد د فیصلو مهموډګرونو کې د خلکو ګډون ، داسې لوي اقدامات وو چې حضرت امام خمیني د اسلامی تعلیماتو په اساس ترسره کړل او داسې حکومت ئې تاسیس کړ چې خلکو ته ئې خپلواکي ، آزادي ، پرخپلو پښو دریدا، پردښمن باؤر نه کول او پرمختګ او اقتدار ډالۍ کړ. په ایران کې د اسلامی جمهوری حکومت په رامینځةکولو سره ، دښمن په ټول توان سره خپلې دښمنیانې پیل کړې څو یو ځل بیا وتوانیږي دهماغه پاچا رژيم د پړاؤ په څیر دغه سټراټيژيک ځاي دخپل ځواک ځاله کړي . د ایران په ضد د لودیځي حکومتونو دسیسې ، په تیره بیا د امریکا غلیمانه اقدامات اوپلانونې ،هماغه راز په قدرت سره دوام لري او دښمن اسلامی نظام ته د ګوزار ورکولو لپاره له هیڅ یوه فرصته ډډه نه کوي .
آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې باب فرمائي :،دایران داسلامی جمهوریت په مقابل کې دلودیځ قدرتمنه جبهه ۳۵کاله کیږي چې هرڅه چې کولی ئې شول کړي ئې دي ، پوځّي هڅه ئې کړې ، پر ایران ئې له پوځي یرغلګر سره ئې مرستې کړي دي ، داسلامی جمهوری نظام په ضد ئې په هرې یوې سیمې او ځاي کې له دښمنانو سره مرستې کړي دي ، د ایران په ضد ئې هرډول پروپیګنډې اوتبلیغاتي یرغلونه ترسره کړي دي ، اقتصادي کلابندي او بندیزونه ئې په ترټولو لوړه کچه او په بې مخینې ډول اعمال کړي دي ،خو په مقابل کې اسلامی جمهوری نظام او د ایران ملت د دغو ټولو یرغلونو،تاؤتریخجنو مخالفتونو او بې ملاحظه دسیسو په وړاندې ، هم له مینځه نه دی تللی او هم له محافظه کارۍ سره نه دی مخامخ شوی او هم ئې لودیځ ته کوم کلنګ نه دی ورکړی . او ورځ په ورځ هیواد پرمختګ هم کړی دی :.
دوستانو دایران دملت او اسلامی انقلاب په ضد د دښمنانو سپيرې او ماته خوړلې دسیسې او خنډ جوړونې داسې چیلینجونه دي چې هماغه راز دوام لري . داسلامی انقلاب معظم لارښود باوري دی چې دسیاست په ډګر کې دامریکا کړچار اوچلند ناکام او رسواشوی دی . حضرت ایت ا..العظمی سید علی خامنه اي دامریکا د کار د نقشې په باب څو مهمو او آوریدونکو ټکو ته اشاره کړې چې د مونږ سیاسی پوهه زیاتوي . دوي فرمائيلی دي :، دامریکایانو په چلندونو، نظر څرګندونو،راپورونو ، بحثونو په دوام سره نن سبا دامریکا سترې نقشې ماته خوړلې او ناکامه او رسوا شوې ده،دامریکایانو له نظره ، دنړۍ ټول هیوادونه ، ټول سیاسی ، ټولنیز او مدني بهیرونه او اقتصادي نړۍ او ټول غوره او ممتاز شخصیتونه په دغو درو ډلو کې شامل دي ، یا پيّلی دي ، او حکم ته سترګې په لاره دي ،یا داسې خپلواکه دي چې باید ورسره ملګرتیاوشي .، او یاداچې نافرمانه دي او زړورتیا اوشجاعت ښئ او ګستاخي کوي چې باید یو بل ډول ورسره چلند وشي :.
داسلامی انقلاب معظم لارښود د لومړۍ ډلې په بیانولو کې فرمائي :، د امریکایانو سیاست له دغې لومړنۍ ډلې سره چې پيّلي ده ، بشپړ ملاتړ دی .دغه ډله یا بهیر داسې دیکتاتوري هیوادونه دي چې په ارتجاعي نظامونو سره په ډير ظلم سره اداره کیږي او په هغو کې دبیان او قلم آزادي وجود نه لري .. نه ولسي مشارکت او انتخابات لري او دحکومت له غوښتنو او کړنو سرپيچي او اختلاف په تاؤتریخوالي سره ځپل کیږي. خو لکه څنګه چې دامریکا غلامان دي ، امریکا ورځيني دفاع کوي او حتی د هغوي دیکتاتوری پټوي او یا پرې سترګې پټوي او کله وغواړي د دوي په باب خبرې وکړي ، نو نه وائي چې دیکتاتور هیوادونه بلکې د پلارواکه هیوادونو په توګه ئې یادوي . :
دوهمه ډله او یا بهیر هغه هیوادونه دي چې دامریکا سیاست او نقشه له هغو سره مرسته کول دي . آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي د دغه بهیر په بیانولو سره فرمائي :،مرسته ،ملګرتیا یعني دا چې امریکا اوسمهال له هغوي سره ګډې ګټې تعریف کوي ، هغوي ترخپل څنګ ملګري کوي ،خو کله چې فرصت ترلاسه کړي ، تر شاپرې دخنجر ګوزار کوی او تر زړه پورې ئې پکې رسوي . او د هغوي زړونه څيري او بیا ئې هیڅ پروا هم نه کوي .دکوموهیوادونو په څير ؟ د اروپائي هیوادونو په څير، نن سبا د اروپائي هیوادونو وضیعیَت همدغه شان دی . امریکا ئې ترخپل څنګ راولي ،ملګري کوي ئې ،خو په دې معنا نه چې دهغوي ګټې تامین کوي ،نه ، داسې نه ده ، ترکومه حده چې کولی شي ،لګَتَه او ګوزار ورکوي ، له خپل شریک لومړي هیواد څخه انټرنیټي جاسوسی هم کوي ، د موبایل ټیلیفون په وسیله ئې هم جاسوسي کوي ، د هغو د شخصي ژوند جاسوسي هم کوي او څه ویره او پروا ئې هم نه کوي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کې فرمائي :، چې اروپایان د داسې یوې لوئې سټراټيژیکې تیروتنې په لاره روان دي چې ځانونه ئې د امریکا غلامان جوړکړي او د هغوي خدمت کوي . دوي بیا روښانه کړې چې اروپآیان د امریکا ګټې رعایتوي ،په داسې حال کې چې امریکا د هغوي ګټې نه رعایتوي او نه به ئې رعایت کړي او ترآخره به همداسې وي.:
البته دامریکا له نظره دریمه ډله هیوادونه هغه هیوادونه دي چې د امریکا پيټی نه وړي . د حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي له نظره ،د امریکا سیاست ، د دریمې ډلې په باب دادی چې باید د دغو نافرمانو هیوادونو په ضد له هرې ممکنې وسیلې استفاده وشي او په دغې لارې کې امریکا هیڅ پوله هم نه پيژني .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د دریمې ډلې دیوه هیواد د ګناه اوجرم په باب فرمائي :، د دغه نافرمان هیواد یوازنی جرم هم دادی چې د امریکا په مقابل کې تسلیمیدو ته حاضر نه دی او کلنګ ورکولو ته تیار نه دی او حاضر نه دی د هغو يعني د امریکا ګټې پرخپلو ګټو برلاسه او لومړی وبولي . نو دغه شان هیواد د امریکا له نظره نافرمانه هیواد جوړیږي. امریکایان د دې لپاره چې دغه هیواد په ګونډو کړي ، له هیڅ ډول کار او جنایته ډډه نه کوي ، دهغو لپاره هرکار چې ممکن وي کوي ئې ، که کوم کار ونکړائ شي نو داد هغوي د بې وسۍ له امله دی :.
امریکا هم د هیوادونو د دغې ډلې په مقابل کې له څو آوزارونو استفاده کوي . جنګ ، کودتا ته لمسول ،په تمو اوپيسو سره او حتی په ګواښ او رنګي انقلابونو په رامنیځةکولو سره واټونو ته د خلکو کاږل ، د ترهه ګرو اوتکفیري ډلو جوړول او دمذهبی شخصیتونو پوهانو ، سیاسی،کلتوري اغیزشیندونکو کسانو ترور په خپلواکه هیوادونو کې د امریکا سپیره او لاسوهونکي چلندونه اوجنایتونه دي .ایت ا...العظمی سید علی خامنه ای په دې باب فرمائي :، دامریکا دمتحده ایالتونو رژیم د مونږ دګران او اسلامی ایران په وړاندې دغه ټول کارونه اوجنایتونه کړي دي او په الهي فضل اوکرم سره ئې په دغو ټولو دسیسو اوکارونو کې ماته خوړلې ده . پوځي کودتا ،له فتنه ګرو ملاتړ، واټونو ته دخلکو کاږل ، له انتخاباتو سره مقابله ، د درز او نفاق رامینځةکول ، دا ټول هغه کارونه دي چې په سپین سترګیتوب سره ئې ترسره کړي دي ، یائې هڅه کړې چې ترسره ئې کړي ، خو الحمدا... په دغو ټولو دسیسو کې ناکام شوي دي . دا ولې ؟ ، ځکه ملت ویښ ؤ، ځکه ملت مومن ؤ :*
امریکا او د نړۍد لومړی درجې پوځي ،سیاسی او اقتصادي قدرتونه ۳۵ کلونه کیږي هڅه کوي ، دایران اسلامی انقلاب په ګونډو کړي . خو د هغوي له هلوځلو سره سره ئې ، نه یوازې دغه ولسی انقلاب له مینځه یونه وړائ شو،بلکې ورځ تربلې لاپیاوړی شوی دی،له دې پرته چې امریکاته کلنګ ورکړي اوحتی کومه توجه ورته وکړي .آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د امام خمیني دتلین د کلیزې په دستوروکې پخپلې ارزښتمنې وینا کې د لودیځ د بندیزونو او دسیسو په وړاندې داسلامی ایران مخ په وده پرمختګ او اقتدار ته اشاره کوي اوفرمائي :، په بیلابیلو ډګرونو کې د اسلامی جمهوری نظام خپل اقتدار او د خپلې بقاءوړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې . نن سبا کله د ایران اسلامی جمهوری نظام ته ګوري ، نو ویني په دغه هیواد کې د اسلامی انقلاب دوهم او دریم نسل څومیلیونه ، محصیلین،د دیني علومو څو زره طالب علمان ، څو زره څيړاند او محققان، د پوهنتونونو او حوزو لسګونو زره استاذان ،په زرګونو علمی او فکري شخصیتونه چې په هغو کې ځيني په نړیوالو ډګرونو کې پيژندل شوي او نامتو کسان دي ،په زرګونو سیاسی،کلتوری،تولیدي او اقتصادي شخصیتونه اوفعالان فعالیتونه کوي . نن سبا زمونږ دټولنې واقیعیت همدا دی . د ایران اسلامی جمهوری نظام د علم اوټیکنالوجۍ په ډګر کې له ټولو بندیزونو سره سره فضا ته سپوږمکۍ ولیږدوله ، فضا ته ژوندی موجود لیږدوي اوبیرته ستنیږي ، ایټمی انرژي تولیدوي ، په ډيرو نوو او ماډرنو پوهو په درلودلو سره د نړۍ د لسو لومړنیو هیوادونو په لیکه کې شاملیږي ، په دنیا کې د دغو مرکزونو له خوا داسلامی ایران په نظام کې دعلم د پرمختګ چټکتیا د نړۍ په مینځنۍ سویه دیارلس برابره اعلانیږي ،بیلابیلو هیوادونو ته علمی اوتخنیکي خدمات صادروي ، له بې مخینې بندیزونو سره سره د پنځه اویا میلیوني نفوسو لرونکی یو هیواد اداره کوي ، دسیمې په سیاستونو کې لومړنۍ خبره کوي ، دغاصب صهونیسټي رژیم په مقابل کې او د نړۍ د سرزورو ترملاتړ لاندې د تیریګر رژیم په وړاندې په ځان له سر دریږي ،له ظالم سره نه ملګری کیږي او ورسره سازش نه کوي
Add new comment