دغزې دخلکو په نسل وژنې کې عربستان هم شریک دی

د هندوستان دملی پارلیمان مسلمان غړي او داهل سنت نامتو دیني عالم مولانا عبیّدا... اعظمي نن دمونږ له خبریال سره په خبروکې ټيڼګا روکړ عربستان له ترهه ګرو او صهونیسټانو څخه په مالي اوپوځي ملاتړونو سره دجنایتکار رژیم په جنګي جنایتونو او دغزې دبې ګناه ماشومانو اوښځو پشمول دمسلمانانو په نسل کُشۍکې شریک دی
دهندوستان داهل سنت دغه دیني عالم زیاته کړې عربستان نه یوازې دغزې په هستوګنو سیمو ، روغتوني مرکزونو ،او تعلیمي موسسو دصهونیسټانو په حملو اوتیریو کې چپتیا غوره کړې ده بلکې ترپردې شا هماغه ډول لکه چې دمصر دوخت دقانوني ولسمشر محمد المرسي دنسکورولو لپاره ئې مهم رول لوبولی، دحماس په نابودولو لپاره ئې هم رول ولوباوه خو ناکام شو.
هغه په غزې تړانګې دصهونیسټ وحشي رژیم بې آمانه حملې محکومې کړې او وې ویل دغزې دماشومانو ،ښځو او نوزیږو دنسل کشۍ په وړاندې دنړیوالو ټولنو په تیره بیا داسلامی اوعزبی نړۍ چپتیا پخپلو جنایتونو کې وحشي صهونیسټي رژیم نوره هم سپین سترګې کړی دی
دهندوستان دغه مسلمان غړي روښآنه کړې باید مسلمان ملتونه او حکومتونه راپورته شي او دصهونیسټ رژيم او دهغو تالی څټي ملاتړي رسوا کړي او دنړۍ له مخه ددغه ناسور رژیم نامه پاکه کړي

Add new comment