هرات او خراسان رضوي
د هرات او خراسان رضوي ولایتونو ترمینځ اقتصادي پراختیا دورځې یو ضرورت دی
دافغانستان دهرات والي سید فضل ا... وحیدي نن دایران دپوله ایز ښآر دوغارون ښآر څخه په کتنې کې دایران دخراسان رضوي او دافغانستان دهرات ولایت ترمینځ داقتصادي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټينګار وکړ
راپورښئ دهرات والي په دغه سفر کې وویل ، داقتصادي مناسباتو دپیاوړتیا لپاره باید ددواړو هیوادونو ترمینځ دښو اړیکو له فرصته استفاده وکړو
سید فضل ا... وحیدي همداراز د د وغاروون دځانګړي اقتصادي سیمې او دغه راز د دوغاروون دافغان کډوالو اواتباعو دچارو درملتون کتنه هم وکړه . هغه خراسان رضوي ولایت کې دافغان تاجرانو دلازیات شتون لپاره دزمینه جوړونې غوښتنه وکړه او وې ویل باید له موجوده فرصته په استفادې سره ددواړو خواؤ دتاجرانو اومسئولانو راشه دیرشه زیاته شي څو په دغو راشه دیرشه اومشورو سره دسیمې په پرمختګ اوترقۍ کې لازیاتې هڅې وکارول شي .
دایران دتایباد ولسوال محمد عارف عارفي هم په دغې کتنې کې وویل دایران اوافغانستان ترمینځ دمبادلاتو داندازې دزیاتولو لپاره لازمې ټولې بیخ بینائۍ برابرې دي هغه دې ته په اشارې سره چې پرمختللی او شتمن افغانستان دایران یوه غوښتنه ده زیاته کړه باید دخراسان رضوي او هرات ولایت ترمینځ ګډو زمینو څخه په استفادې سره دصادراتو دپراختیا او دګډوعمومي شمتنیو درامیځةکیدو لپاره پلانونې وشي . هغه وویل په نزدې راتلونکي به د دوغارون په پوله ایزې سیمې کې د درملنې ،ټوریزم او بازار موندنې دفتر هم پرانیستل شي څو په هغه کې دافغانستان ناروغان ومنل او د اړتیا په وخت د درملنې لپاره ایران داخل ته منقل کړآئ شي
Add new comment