اسرائیلو په غزه کې خطرناکې کیمیاوي وسلې کارولې

د اروپا د بشر حقوقو مرکز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي اسرائیلو په غزه کې داسې کیمیاوي وسلې کارولې چې د انسان د بدن د غوښو د ورستیدا لامل شوې دي .
د دې مرکز په راپور کې راغلي ډير داسې ټپیان ېې لیدلي چې په ظاهره هیڅ کوم ټپ نه لري خو د هغوی غوښې د ننه ورستې شوې او له بدنه جلا شوې دي .
په ډيرو داسې مواردو کې د غړو د غوڅيدا پيښې هم را منځته شوې دي .
ویل شوي ډير ځله ېې داسې ټپیان هم لیدلي چې په ظاهره هیڅ کوم ټپ نه لري خو حرارت د هغوی هډوکي هم سوځولي دي .
راپور وايي دا ټولې هغه خطرناکې ممنوعه او کیمیاوي وسلې دي چې اسرائیلو د ټولو نړیوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو سره د غزې په خلکو استعمال کړې دي .
راپور وايي ښايي دا ټول موارد د دآیم DIMEپه نوم د هغه کیمیاوي بمونو د کارولو له امله وي چې اسرآئیلو په آزمایښتي ډول په غزه استعمال کړی دی .

Add new comment