له اسرائیلو دانګلستان ملاتړونه او دانګریز حکومت دیوې غیرتي وزیرې استعفی
په غزې تړانګې داسرائيلو دحملو په وړاندې دلندن په دریځونو په اعتراض کې دانګریز خارجه وزیردیوې مرستیالې میرمن سعیده وارثي استعفی په دغه هیواد کې له بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده .
دانګلستان دکارګر او ډیموکراټيک ګوندونو دمشرانو نیک کلک او ایډي بینډ په څير حتی دمحافظه کار واکمن ګوند دځينو مشرانو په شان کسانو هم دمیرمن سعیده وارثي داستعفی هرکلی کړی او دانګلستان دخزانې دوزیر جارج آزبورن په څير ځینو نورو پرې نیوکې کړي دي
میرمن وارثي وړمه ورځ دغزې دغمیزې په وړاندې دانګریز حکومت په سیاستونو په اعتراض کې په یوه کم ساري اقدام کې له خپل مقامه څنګةشوه . هغه چې دانګریز لومړی وزیر ډيویډ کامرون یوه متحده اونزدې ملګرې ده او ددغه هیواد په کابینې کې دلومړنۍ مسلمانې میرمنې په توګه موجوده وه ، باوري ده دغزې دبې ګناه نوزیږو،ماشومانو اوښځو د وژلو په وړاندې دلندن له سیاستونو دفاع له اخلاقي نظره جایزه نه ده . ډيویډ کامرون البته دخپلې دغې پخوانۍ متحدې دنیوکو په ردولو سره دغزې دغمیزې په وړاندې دانګلستان دسیاستونو دفاع وکړه . که څه هم دانګلستان دکابینې دیوې لوړپوړې غړې استعفی ددغه هیواد په ایئتلافي حکومت کې داختلافاتو دلاښکاره کیدا یوه نښه کیدلی شي . په عین حال کې باید د نظرونو ددغو اختلافاتو په رامینځةکیدا کې په غزې کې دانساني غمیزې دزیاتیدا په اغیزو سترګې پټې نشي .
انګریز سیاستوالان دخپلو نورولویدیځوالو سیاستوالانو په څير تل ځانونه له صهونیسټ رژیمه دفاع ته پابند ګڼي او ددغه رژیم یرغلیزسیاستونه له ځانه ددفاع دادعا په اساس توجیه کوي ، داسرائیلو غلیمانه سیاستونو دوام او ټولو نړیوالو قواعدو اواصولو ته دهغوي بې پامۍ ، ددغې ادعا بې اساس والی اوپوچوالی ثابت کړی دی
په غزې دصهونیسټ رژيم دپوځ دیرغلونون نوی پړاؤ چې دغزې د عامو خلکو په تیره بیا دنوزیږو، ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو پشمول د ټولو اوسیدونکو په وینو کې دلبمولو غمیزه ئې دنړۍ دعمومي افکارو دسترګو په وړاندې انځور کړې د ه . دلودیځي چارواکو لپاره ئې ددغه جنایتکار رژیم دکړچار اوکړنو دفاع سخته کړې ده .
که څه هم په لودیځي رسنیوکې زیاتره دغزې دحقایقو له پوښښه ډډه کیږي ، خو په نننۍ دنیا کې اطلاعاتوته دلاس رسي زیاتیدا او په غزې کې دانساني غمیزې زیاتیدا په لودیځ کې عمومي افکار هم دهغه څه له حقیقته چې ددغې سیمې پر اوسیدونکو تیریږي ، خبر کړي دي .
دغزې غمیزه سبب شوې ده دهر هغه څه په ملاتړ کې د لودیځوالو واکوالانو دنده چې صهونیسټ رژيم ئې ترسره کوي ، که ناممکنه نه وي ،نو لږترلږه په یوه سخت ماموریت بدله شي . دمیرمن سعیده وارثي استعفی بې شکه داسرائیلو په وړاندې دانګریز حکومت دریځونه نشي بدلولی ،خو دهغې دغه اقدام ، ددغه جنایتکار رژیم څخه دبې چون او چرا دملاتړ ترشا دنظرونو داختلافاتو خبر ورکوي . دهغو نظرونو اختلافات چې دې ځل ئې پټول ممکن نه وو او د درستې نړۍ نندارې ته وړاندې شول
Add new comment