پاکستانی خبریالانوته، د طالبانو خبردارئ
د پاکستان طالبانو، پر دغی ډلی باندی د نیوکی کولو، دپایلو په هکله، د دغه هیواد خبریالانوته، خبر دارئ ور کړ .
پاکستان طالبانو، په یوې خبر پاڼه کی، اعلان وکړ چی، دغی ډلی، له ۲۰۰۰ م کال راهیسی، دخبریالانو د هر ډول نیوکو په وړاندی، چپتیا غوره کړې ده، مګر له دی وروسته، په هغوی باندی حملی کوی .
په دی خبرپاڼه کی، ټينګار شوئ چی، پاکستانی خبریالان د خپل ځان د ساتنی لپاره باید، د طالبانو د ډلی په باره کی، پخپلو مقالو او رپوټونوکی، یوځلی بیا کتنه وکړی . دپاکستان دولت، او د دی هیواد خبری سرچینو، تراوسه پوری، د طالبانو د دی دریځ په هکله،کوم غبرګون نه دئ لرلئ .
د طالبانو په ډلی باندی دنیوکی کونکو رپوټونو د خپریدو د ادامی د پایلو په باره کی، پاکستان خبریالانو ته، د دی هیواد د طالبانو خبردارئ، راښیی چی؛ هغوی، په طالبانو پوری د هغو مربوطو خبرونو د خپریدو څخه چی، کولای شی عمومی افکار، د نوموړی ډلی په خلاف ولمسوی؛ په کلکه اندیښمن دی .
دطالبانو له نظره، په پاکستانی رسنیوکی، د دغی ډلی په کړچار باندی، د نیوکو دوام به؛ په دی هیوادکی، له دغی ډلی څخه، د خلګو د کرکی د زیاتیدو سبب شی .
په دی اړه دا لیدتوګه مطرح ده چی، د طالبانو د وحشیانه حملو په باره کی، د اطلاع رسونی او د خلګو د خبرولو په زیاتیدو سره چی، د پاکستان ملی ګټی یی په خطر کی اچولی دی؛ په دی هیوادکی، د دغی ډلی په ضد، د خلګو د عمومی پاڅون احتمال به، زیاتوالئ ومومی .
که څه هم، پاکستانی طالبانو، په دې خبرپاڼه کی، هڅه کړې ده چی، پر دغی ډلی باندی د یاد هیواد د خبریالانو د نیوکی د ادامی په وړاندی خنډ شی؛ مګر، دپاکستان د خلګو لپاره؛ د طالبانو تاوتریخجن ماهیت، په بشپړه توګه، څرګند دئ .
پاکستان طالبانو چی، په افغانستان کی، دامریکی د جګړی د پیلولو راهیسی یی، په پاکستان کی، له تاوتریخوالو څخه ډک فعالیتونه پیل کړی دی؛ د دغه هیواد د خلګو او دولت لپاره، ناامنې؛ په ډیر ستر کړکیچ باندی بدل کړئ دئ .
څیړاندی وایی : که څه هم، د پاکستان پوځ او امنیتی ځواکونو، د طالبانو سره په مقابله کی یی،یو لړ بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی؛ مګر، که چیری د افراط ګروهنی سره مبارزه، د دی هیواد د خلګو د جدی ملاتړ څخه برخوره شی؛اسلام آباد به، دټروریزم په کنټرولولوکی، ستر ګام پورته کړی .
په داسی شرایطوکی، پاکستانی طالبانو ګواښ کړئ چی، پر دغی ډلی باندی د نیوکو د ادامی په صورت کی، د دی هیواد پر خبریالانو باندی حملی کوی چی، پاکستان؛ د خبریالانو لپاره؛ د ډیرو خطرناکو هیوادونو په لیسټ کی، شتون لری .
په پاکستان کی، د رسندویی فعالانو لپاره، د نا امنیو د زیاتوالی په چوکاټ کی چی، دغه هیواد یی، په ۲۰۱۳ م کال کی، د خبریالانو لپاره، د ډیرو خطرناکو هیوادونو په لیسټ کی راؤست؛ دری میاشتی وړاندی، د دغه هیواد خبریالانو؛ په ټول پاکستان کی، پر خبریالانو باندی، د حملو د شمیر په زیاتیدو باندی په اعتراض کی، مظاهری وکړې .
دغه مظاهری، وروسته له هغه ترسره شوی چی، نا پیژاندو یرغلګرو، د اپریل په ۱۹ نیټه، د کراچۍ په هوایی ډګر کی، د جئو د ټی وی شبکی پر مجری، حمید میر، باندی ډزی کړی، او هغه یی، ژوبل کړ .
خبریالانو، د پاکستان له دولته غوښتی دی چی، په دی هیوادکی، د رسنیو د فعالانو لپاره، د امنیت د برابرولو په منظور، ضروری تابیی چمتوکړی .
د خبریالانو د امنیت د برابرولو لپاره، د هغوی د غوښتنو په ځواب کی، د پاکستان لمړی وزیر، نواز شریف، په دی هیواد کی، د رسنیو د فعالینو لپاره، دامنیت د برابرولو لپاره، د وعدی ورکولو په ضمن کی، د خبریالانو د ساتنی په منظور، د یو کمیسیون د جوړولو خبر ور کړ .
داسی بریښی چی، په پاکستان کی خبریالان به، د خپلی تخصصی دندی په اساس، د دغی ټولنی له خوا د خبرونو او د نیوکو د خپریدو د پایلو په باره کی، د طالبانو د ګواښ او خبرداری با وجود؛ د خپلی رسندویی وظیفی په ترسره کولوکی، غفلت ونه کړی . دافغانستان د دویم پړاو ؤلس مشریزو انتخاباتو د رایو د بیا شمیرلو، او د نهایی نتایجو داعلان ځنډیدا؛ د دغی مسئلی له کبله، دسیاسی او اقتصادی پایلو په باره کی، د یولړ اندیښمنیو د راپیداکیدو سبب شوې ده .
د بی،بی،سی دخبری شبکی د رپوټ په اساس، دافغانستان د مالیې وزارت ویاندوی اعلان وکړ چی، د وارداتی کالیو له ټکسونو څخه، د دغه هیواد عایداتو؛ څه دپاسه ۱۰ ٪ لږوالئ موندلئ دئ .
دغه ویاندوی زیاته کړه : دافغانستان د دویم پړاو ټول ټاکنو درایو د نهایی نتیجی په اعلانولوکی ځنډ، د دی سبب شوئ چی، په تیرو څو میاشتوکی، د دغه هیواد ګمرګی عایدات، ۲۵ ٪ لږوالئ ومومی .
عبدالقادر جیلانی، همداراز وویل : په اوس حال کی ګمرکی عایدات، دافغانستان د دولت لپاره؛ د عاید ډیره مهمه سرچینه ده، او د داخلی عایداتو څه باندی ۴۸ ٪ برخی، له ګمرکی فعالیتونو څخه دی چی، البته په تیرو څو میاشتوکی، ۲۵ ٪ لږ شوی دی .
ده، همداراز وویل : دافغانستان د دویم پړاو ؤلس مشریزو انتخاباتو د رایو د بیا شمیرلو او د نهایی نتایجو د اعلان د پروسی اوږدیدو، د دغه هیواد په اقتصادی چارو باندی، ډیره منفی اغیزه شیندلې ده .
د دغه رپوټ په اساس، دافغانستان د مالیی وزارت ځینو نورو مقامونوهم، اندیښنه ښودلې ده چی، د دی وضعیت دوام موندنی، د دغه هیواد پر اقتصادی وضعیت باندی، ترخی اغیزی لرلی دی .
تیره اونۍ هم، په افغانستان کی د ملګرو ملتو دسازمان د سرمنشی، ځانګړی استازی، یان کوبیش ، خبردارئ ورکړئ ؤ چی، د ؤلس مشریزو انتخاباتو د دویم پړاؤ د رایو دبیا شمیرلو په چلندکی ځنډ به، د افغانستان پر اقتصادی وضعیت باندی، منفی اثر ولری .
په همدی حال کی، دافغانستان ؤلس مشر حامد کرزی، د دویم ځلی لپاره، د دی هیواد د دویم پړاو ټول ټاکنو د رایو دبیاشمیرلو د بهیر په اوږدیدا باندی، نیوکه وکړه .
دافغانستان دؤلس مشرۍ مطبوعاتی دفتر، پرون دیوی بیانیی په خپرولوسره، اعلان وکړ چی، د وزیرانو دکابینی په غونډه کی چی، دحامدکرزی په ریاست ترسره شوه؛ ده، د ؤلس مشریزو انتخاباتو د رایو دنهایی نتایجو په اعلانولوکی ځنډ، ملی اقتصاد ته د زیان رسیدو، او د دولتی مرکزونو د فعالیت د ورو کیدو سبب وباله .
کرزی له دی وړاندی هم، دافغانستان د دویم پړاو ؤلس مشریزو انتخاباتو، د رایو د بیا شمیرلو په چلندکی، د څو ځلی ځنډیدو په غبرګون کی، د رایو د بیاشمیرلو د څرنګوالی په سر، د اختلافونو د چټکی حلیدو په ضرورت باندی ،ټینګار کړئ ؤ .
ده، زیاته کړه : دافغانستان خلګ غواړی، ددغه هیواد د ؤلس مشریزو انتخاباتو نتیجه، هرڅه ژر معلومه شی، ترڅو خپل نوئ ؤلس مشر، وپیژنی .
دافغانستان د ؤلس مشر ویاندوی ، ایمل فیضی هم، وویل . د دولت د کابینی په غونډه کی، یو شمیر ارګانونوته دنده ورکړه شوه چی، دانتخاباتو د مسایلو په باره کی، دافغانستان د ؤلس مشر دویم مرستیال ، محمد کریم خلیلی ته ، د نسبت ورکړ شوی غګیز فایل ، د درستوالی او غلط والی په هکله تحقیق وکړی .
خلیلی ته د نسبت ورکړ شوی غګیز فایل په هکله، د څیړنی دکولو په هکله د کرزی دستور، پسله هغه ورکړ شو چی، د عبدالله د انتخاباتی ټیم له خوا، دغه مسئله خپره شوه .
دعبدالله دانتخاباتی ټیم د ادعا له مخی، کریم خلیلی، په دی غګیز فایل کی، ډاډینه ورکړې ده چی، د عبدالله انتخاباتی سیال، اشرف غنی احمد زئ به، بریالئ شی .
دکرزی ویاندوی ویلی دی : که دغه ادعا درسته وی، له دی کبله چی، دغه غګیز فایل، په یوه خصوصی غونډه کی، د خلیلی له څرګندونو څخه،ټایپ شوئ دئ، د هغه خپریدا، شخصی حریم ته داخلیدل، او د عمومی امنیت لپاره، یو جدی ګواښ ګنل کیږی .
Add new comment