ایران له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې مرسته کوي
د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ، نن سبا د سترو قدرتونو او نړیوالو جنایتکارانو او هغو کسانو په وړاندې مقاومت، چې غواړي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړي، شهیدانو ته د درناوې په معنی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي ډاکټر حسن روحاني، بیګا د دغه هیواد په چهار مهال او بختیاري ولایت کښې،د پوهانو، عالمانو او سرښیندونکو په ټول کښې وویل،که د هغو هیوادونو په وړاندې مو سرونه ټیټ نکړل،چې دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي،نو دا به مو د سرښیندونکو او شهیدانو لارې ته دوام ورکړي وي او هغوۍ ته به مو درناوی کړي وي .
د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه، ایران ستر سیمه ایز قدرت دی،چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې له عراق،سوريي او لبنان او د جنایتکار صهیونیزم په وړاندې د فلسطین له ملت سره مرسته کوي .
هغه وویل نن سبا ستر عالمان او پوهان درنې دندې لري ،ځکه چې د مینځني ختیځ ټوله سیمه له بدلونونو سره مخ ده، دغه حالات د دې ښودنه کوي،چې باید هوښیار او ویښ واوس او د ایران او مینځني ختیځ د درستې سیمې په وړاندې د استکبار دسیسې جدي وګڼو.
Add new comment