ایران داونۍپه هینداره کې
دتیرې اونۍ چارشنبې په مازدیګر د روژې دمبارکې میاشتې په څلورمه ورځ دایران سلګونو پوهنتونی استاذانو، څيړاندو او د علمي پلاؤ غړو داسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای سره کتنه وکړه
په دغې کتنې کې حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای پخپلې ولولناکې وینا کې داسلامی نړۍ او ایران دراتلونکي برخلیک جوړونکي اصلي عامل په توګه ،دعلمي غورځنګ هراړخیزاوبیړني او جدي دوام : اهمیّت ته په اشارې سره روښآنه کړه ، ددغې مهمې موخې پوره کیدا، دهغو کسانو مدیریَت او فعالیت ته اړتیا لري چې دملت او وطن د علمي حرکت عاشقان وي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دایران دعلمي حرکت د نه سستیدا او دریدا په ضرورت ا ودهغه په بیړني او دوه برابره حرکت پر دوام په ټينګار سره وویل ، علمي حرکت دایران دټولنې او هیواداو حتي د اسلامی نړۍ لپاره یوه اساسي موضوع ده .
حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي دایران دعلمي حرکت دریدا د اسلامی نظام د دښمنانو دجبهې یوه اصلي نقشه وبلله او وې فرمایل ،اوس دایران علمی حرکت سترو بریاؤ ته رسیدلی او په نړیوال اړخ کې ئې هم پيژندل شوی دی او ویلی شو چې په دنیا کې د ایران داسلامی جمهوریت علمي غورځنګ نندارې ته وړاندې شوی دی
دوي دغه راز وویل دښمن غواړي پر ایرانیانو د بندیزونو په اړم سره دباؤنه واچوي او د ملت سپکاوی وکړي چې دعلمي غورځنګ او پرمختګ دوام به ،دغه اړم او آوزار هم بې اغیزې کړي .
دوستانو په دوام کې هم دعلمی او شخصیتونو د جوړولو د سیالیو په ډګر کې داسلامی ایران دپرمختګ په زمینې کې یو بل خبر درآوروو
داسلامی نړۍ دعلومو داستنادي مرکز (آئي ایس سي)سرپرست وویل تامسن روئيټرز چې په ایران کې دآئي ایس آئي دمرکز په نامه مشهور دی ، دنړۍ د درې زره دوه سوه پنځلس غوره او استنادي څيړاندو نامې ئې خپرې کړي دي چې په هغو کې دلسو ایرانیو پوهانو نامې هم ترسترګو کیږي .
مهر خبري آژانس راپورور کړی ډاکټر جعفر مهراد د دغه خبر په اعلانولو سره وویل ، دایران اسلامی جمهوریت دنړۍدغوره پوهانو په لیسټ کې لس څيړاند لري ، داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په تعبیر دهیواد علمي حرکت یو بیړنۍ او دوه برابره کارکونکی حرکت دی چې په اسلامی هیوادونو اوسیمې کې ئې مهم مقام ځان ته بیّل کړی دی .
مهراد ویلی دي دتهران پوهنتون دهیواد دنورو پوهنتونو په استنادلرونکوپوهانو کې څلور غوره او استناد لرونکي پوهان لري .
البته ،دخبرونو په نورو برخو کې هم د روژې دمبارکې میاشتې له شپو ورځو سره په یوو خت دقرآن کریم د دوه ویشتم نړیوال نندارتون نړیولې برخې هم خپل کار پیل کړی دی .
دایران دکلتوري او اسلامی ارتباطاتو د ادارې مشر ابوذر ابراهیمي ترکمان د یکشنبې په شپه د نندارتون ددغې برخې دکار دپیلیدا په دستورو کې دایران دود او دستور ، کلتور او آدابو او فارسي ادبیاتو باندې دقرآن کریم اغیزو ته اشاره وکړه او په دې باب ئې دقرآن کریم اغیزشیندنې نه انکاریدونکي وبللې .
هرکال یوشمیر قرآني څيړاند او محققان او هنرمندان دغه نندارتون ته بلل کیږي څو خپل څيړنیز او هنري آثار په دې نندارتون کې وړاندې کړي .
Add new comment