داعش په عراق کې د تیلو څو څاګانې نیولې

د عراق د السومریه خبري سایټ د خبر له مخې، د عراق په شمال کې د تیلو په شرکت کې یوې باخبره سرچینې اعلان کړی چې دداعش ترهګرې ډلې نن، د کردانو د پیشمرګه ځواکونو له شاتګ وروسته، د عین زاله، بطمه د تیلو څاګانې او په نینوا کې د عراق او ترکیې په سرحد زمار سیمه کې د تیلو نل لیکه تر خپل کنټرول لاندې راوستلي دي.
دې سرچینې اعلان کړی چې ددغو تیلي څاګانو څخه د ورځې ۲۰ زره بېرله تیل تولېدېږي.
سرچینې ویلي چې داعش اوس ترکیې ته د عراق د تیلي صادراتو کرښې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي او دغه تیلي کرښې د کرکوک له سویل لویدیځ سیمو تر بیجي، عین جیش، القیاره، الشوره، زمار او دهوک پورې دوام پيدا کوي.

Add new comment