پر غزه د برید څخه د اسراییلو پر پښمانه کېدو د اسلامي جهاد ټینګار
د فلسطین داسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژيم مشران پر غزه له بریده پښمانه شوي دي.
د فلسطین الیوم خبری سایټ د خبر له مخې، نن د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې، القدس کنډکونو په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو او د جنګ وزیر، موشه یعالون څرګندونو وښودله چې دغه رژيم پر غزه له بریده پښمانه دی او پر خپلې ماتې یې اعتراف کړی دی.
د قدس کنډکونو تېره شپه په خپله بیانیه کې اعلان کړی چې د فلسطین د مقاومت پوځي عملیات به د فلسطین دملت د غوښتنو تر پرځایښت پورې دوام ولري.
Add new comment