په غزي تراړې د صهیونست رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیره
المیادین تلویزیوني چینل په یوه بیړنې خبرې کښې د فلسطین د روغتیا د وزارت له قوله وویل،چې په غزي تراړې د صهیونست رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیره ۱۷۱۲ او د ژوبلو ۹۰۸۰ ته ورسیده.
دغه چینل زیاتوي،چې په غزي د اسرئیلو د غاصب رژیم د بریدونو له پیله تراوسه ،د غزي د جنګي ټپیانو د درملنې له ۵۷ مرکزونو څخه ۴۴ مرکزونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
دا په داسي حال کښې دي،چې د له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف،هم په یوه راپور کښې وویل په دغو بریدونو کښې له ۳۰۰ زیات ماشومان هم شهیدان شوي دي،چې د دغه بریدونو ۳۰ سلنه برخه جوړوي.
له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق وایي، په دغو ماشومانوکښې ۱۸۷ هلکان، ۱۰۹ انجونې دي چې ۲۰۳ یې له دولسو کلونو کم عمرونه لري .
له دې سره په یوه وخت د فلسطین د کلیو او ښارونو د جوړولو وزیر مفید الحسانیه هم ویلی دي په غزي د صهیونست رژيم په یرغلونو له څلویښتو زرو زیات کورونه ویجاړ شوي ،غزي ته څلور ملیارډه ډالره تاوان رسیدلی، لسو زرو کورنیو د تل لپاره خپل کورونه له لاسه ورکړي او یو شمیر نوري کورنۍ هم په روغتونونو او لارو او کوڅو کښې د شپي تیرولو ته مجبوره شوي، غزه ویجاړه جنګي سیمه ده ،اسرائیل په روغتونونو،آمبولانسونو او اوبو د تصفیې په مرکزونه بریدونه کوي، په غزي کښې انساني غمیزه پیښیدونکې ده .
دا په داسي حال کښې دي،چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل وویل،حماس غورځنګ هیڅکله د اوربند ماتونکی نه دی او د حماس لخوا هر ډول اوربند د صهیونست رژیم لخوا د غزي د کلابندۍ په ختمولو پورې اړه لري .
هغه وویل د صهیونست رژیم له نظره په غزي کښې اوربند په فلسطینیو مبارزانو د حملو د بندولو په معنی نه دی .
د فلسطین د فتح غورځنګ د مرکزي کمیټي غړي جبریل وویل ،اسرائیل د مصر د اوربند له طرحې سره مخالفت کوي ،دا په داسي حال کښې دي،چې درستو فلسطینیو ډلو منلي ده،.چې د فلسطین د کورواکوه تشکیلاتو مشر محمود عباس د پی ال او لخوا یو استازی قاهري ته واستوي .
هغه له غزي د صهیونست غاصب رژیم د یواړخیز شاتګ په اړه هم وویل، اسرائیلو په غزي کښې پراخ جنایتونه کړي دي او په دې جنایتونو کښې زیات فلسطینیان شهیدان شوي، او دغو جنایتونو او د غزي ویجاړیو د عمومي افکارو پراخ غبرګونونه په ځان پسې درلودل او همدا چاره د دې لامل شوه،چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم له ناورین سر ه مخ شي او هڅه وکړي،په کمو لګښتونو د غزي له ناورین څخه ځان وژغوري.
Add new comment