فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته سخت ځواب ورکړی
په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د جنایتونو په ځواب کښې فلسطیني مبارزانو په نیواکي فلسطین کښې اسرائیلي مرکزونه او سنګرونه په نښه کړل.
د القدس ټیلیویژني چینل د رپورټ له مخې فلسطیني مبارزو ډلو پرون او نن سهار په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ځواب کښې تل ابیب، حیفا، عسقلان، اشکول او بئر السبع ښارونه او په نیواکي فلسطین کښې د اسرائیلي پوځیانو د راغونډیدو ځآې په نښه کړ.
په عین حال کښې په بیت المقدس کښې هم د صهیونیسټي رژیم څلور پوځي ګاډي د یو اورشیندونکي بم له امله زیانمن شول.
همداشان د صهیونیسټي رژيم راډیو هم رپورټ ورکړ چې د فلسطیني مقاومت له کنډکونو او د صهیونیسټي رژیم د پوځ د پياده ځواکونو ترمینځ نښته کښې دوه اسرائیلي افسران وژل شوي او یو بل اسیر شو.
په دغو نښتو کښې ۳۴ صهیونیسټ پوځیان هم ژوبل شوي چې د ځینو حالت خراب اعلان شوی دی.
د غزې په تړانګه باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حملو کښې چې د روان ۲۰۱۴ کال د جولايۍ له اتمې نیټې څخه پیل شوي او تراوسه لا دوام لري، ۱۶۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي او لږترلږه ۹۰۰۰ تنه ژوبل شوي دي.
Add new comment