په عراق کې په تیرې یوې میاشتې کې کابو څلورزره ترهه ګرهلاک شوي دي

دعراق لاین خبری سایت نن داحصایو په خپرولو سره ویلی دی دعراق پوځ په تیرې یوې میاشتې کې په صلاح الدین ، دیاله ، الانبرا،نینوا، بابل ، بغداد او کرکوک ولایتونو کې په پاکونکو پوځي عملیاتو کې له داعش او القاعدې سره اړونده کابو څلورزره ترهه ګر هلاک کړي او دغه راز ئې په زرګونو نو رهم ټپیان کړي او په سلګونو ئې نیولي هم دي او دولسي ځواک په مرستې سره دغه پاکونکي عملیات هماغه راز دوام لري
د د غه خبري سرچینې راپور ښئ د داعش په هلاک شویو ترهه ګرو کې دعربستان ،مراکش ، تیونس اوځينو نورو هیوادونو ښآریز لیدل کیږي . دا په داسې حال کې دي چې دعراق خلک په تیره بیا ځوانان له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې لپاره دنجف اشرف ددیني مراجعو په ټينګار پسې هماغه راز دځواک دجذبولو په مرکزونو کې نامې ثبت کوي او له ضروری ټرینینګ وروسته دغو ناکرارو ولایتونو ته لیږدول کیږي .
وروستی راپورونه ښئ چې د داعش ورانکار او جنایتکار ترهه ګر دعراق په شمالي ولایتونو کې پر اهل تشیع او اهل تسنن سربیره پرمحسیانو هم ژوند تریخ کړی او ویل کیږي چې داسې کومه ورځ نه وي چې دغه تکفیری ډله دخپل خلافت دجنایتونو په دوام کې کومه یوه نوي اوځيږه ډرامه نندارې ته وړاندې نه کړي

Add new comment