دغزی اوسیدونکو په وژله کی، امریکا؛ داسرائیلو شریکه ده

هغه څه چی په غزه کی، بڼه نیسی؛ نسل وژنه، او د بشریت په خلاف جنایت دئ چی، په یو ویشتمه پیړۍ کی، ترسره کیږی؛ او نړیوالی ټولنی،یواځی دهغه کتونکی دی .
دا، دغزی دکړکیچ په هکله، دامنیت شورا په بیړنۍ غونډه کی، د ملګروملتو په سازمان کی، د فلسطین د استازی، ریاض منصور، خبری دی چی، له اوښکو څخه په ډکو سترګوسره یی، د خپلو خلګو په ضد؛ د صهیونیسټی رژیم د پوځ جنایتونو ته په اشاری سره وویل : موږ دامنیت له شورا غواړو چی، د غزی په وړاندی پخپلی دندی عمل وکړی، او په غزی باندی د اسرائیلو د تیری ګرۍ په باره کی، د تحقیق او څیړنی ور خلاص کړی .
دامنیت شورا؛ د سپینی ماڼۍ تر سلطی او اغیزی لاندی، دا ځلی دغزی تړانګی په خلاف، داسرائیلو د پوځی عملیاتو په غندلوکی، تر دی حده کمزورئ او شنډ عمل کړئ چی، حتی په غزه کی؛ د اسرائیلو د وژونکو اقداماتو په غندنه کی، د یو ضعیف پریکړه لیک، او یا حتی د یوې بیانیئی خپرولو ته حاضره شوې نه ده .
دغزی په تړانګی د اسرائیلو له تیری څخه، د ۲۵ ورځو په تیریدوسره، تراوسه لا؛ د یو پایداره اوربند په نسبت، د صهیونیسټی رژیم د ژمنی لپاره،کوم روښانه پس منظر وجود نه لری، اوپه لمړنیو ساعتونوکی، د اوربند په ماتیدو، او د صهیونیسټانو د حملو په ادامی سره، د غزی تړانګی د شهیدانو او ټپیانوشمیره، نږدی لسو زرو تنو ته ورسیده .
فلسطینی سرچینی وایی : پرون سهار وختی، د صهیونیسټی رژیم په توغندویی او توپخانه ای حملوکی، څه دپاسه ۵۰ فلسطنیان، په خاورو او وینو ولغړول شول .
شک نشته چی، دا ځلی امریکا؛ په ډاګه، میدان ته دانګلې ده، او په غزه کی، د جګړی اور ته په لمن وهلوکی، نه یواځی له سیاسی نظره، داسرائیلو ملاتړکوی؛ بلکه، په څرنګه توګه یی؛ په وسلو باندی سمبالوی .
دامنیت شورا، د څلورو اونیو په ترځ کی، د اسرائیلو د جنګی جنایتونو په خلاف، د کوم پریکنده او مخه نیونکی اقدام پرته، د امریکا سره په غږمله توګه، عمل کړئ دئ، او په غزه کی، د ترسره شوؤ جنایاتو په هکله، دغه بین المللی ارګان ته، د یوشمیر مستندو رپوټونو، له وړاندی کیدو با وجود؛ تراوسه یی ندی کړای شوی، داسرائیلو د اقداماتو په مخنیوی کی، جدی ګام پورته کړی .
دا په داسی حال کی ده چی، داځلی؛ امریکایی ټاکونه؛ توغندی؛ او اف – ۱۶ الوتکی، دصهیونیسټو نیواکګرو مرستی ته ور دانګی، تر څو په غزه کی، د فلسطین خلګ؛ د خپل ژوندانه له حق څخه بی برخی کړی .
د بین المللی عفوی سازمان، د غزی تړانګی په ضد، د صهیونیسټی رژیم د حملو د دوام په غندلوسره؛ دامریکا له دولته غوښتی دی چی، هرڅه ژر دی؛ د اسرائیلوسره، پوځی مرستی بندی کړی .
پنتاګون، په وروستیو ورځوکی، دا خبره تائیده کړه چی، د لاسی بمونو، هاوان، او پوځي تجهیزاتو نوئ بار به، په چټکۍ سره، اسرائیلوته ولیژی، او د هغه پوځ به سمبال کړی .
دغه وسلی،له هغو مهماتو برسیره دی چی، امریکا؛ په تیرومیاشتوکی، اسرائیلوته ولیژل؛ او بیه یی؛ ۶۲ میلیونه امریکایی ډالره، اټکله شوې ده . په دغو وسلوکی، هدایت شوی توغندی، د توغندی ویشتلو سیسټم، توپ او کوچنۍ وسلی، شاملی دی .
دعفوی په بین المللی سازمان کی، د بشری حقوقو او د وسلو د کنټرولولو دڅانګی سرپرست، برایان وود، خبردارئ ورکړئ چی ؛ دامریکا دولت؛ له اسرائیلو څخه، د خپلو پوځی ملاتړونو په دوام ورکولوسره، داسرائیلی ځواکونو په وسیله، د بشری حقوقو د نقضولو سبب کیږی، او په حقیقت کی؛ د دغه کور ورانونکی جنګ اور لا غرغنډه کوی .
امریکا، د اسرائیلو د وسلو ډیره ستره تامینونکې ده .
د بین المللی عفوی سازمان، اعلان وکړ چی، د روان کال، دجولای په اتمه نیټه ، داسرائیلو د حملو د پیلیدو راهیسی، څه دپاسه ۱۵۰۰ فلسطینیان چی، زیاتره یی، غیر پوځیان دی؛ وژل شوی، او د دغو وژل شوؤ کسانو زیات شمیر، ماشومان دی .
د فلسطین ۶۶ کلن نیواک، او د هغو جنایتونو دلمنی پراختیا چی، له شلمی پیړۍ څخه، یو ویشتمی پیړۍ ته غزیدلې ده؛ د سپینی ماڼۍ په ملګرتیا سره بڼه نیولی ده، او د فلسطین ملت یی؛ پخپل وطن کی بندی او عام قتل کړئ دئ .

Add new comment