نیکمرغه کوچنۍاختر مو مبارک شه
دنیکمرغه کوچني اخترد رارېدو په مناسبت تاسو ټولو ته له خوښیواو برکتونو ددې ډکې ورځې مبارکي وایو،الله تعالی مو د رمضان د میاشتې صیام،قیام،صدقات،دعاګانې،جهاد او ټول نیک اعمال قبول کړه!
د کوچنې اختر د رارسیدو بوي راغی او د مسلمانانو زړونه په دوه لارو کښې دي، له یوې خوا د کوچنې اختر راتلو ته خوشحاله دي او له بلې خوا بیا د روژي د تللو غم وړي دي.
کوچنی اختر،تر ټولو پاک اختر دی،ځکه چې د روژي په پاک سین کښې د ځان د وینځلو او یوې میاشتي د عبادت بدله ده. کوچنی اختر یا عید سعید فطر ،د روژي د پاي د اختر په معنی نه دی ، د ځان له هیرو د نوي انسان د ټوکیدو اختر دی،لکه د ققنوس په څیر چې له ایرو راټوکیږی .
ځکه چې روژه په پیشلمیو او روژه ماتو سره، د قدر په شپو او دعاګانو سره باید، له مونږ بل انسان جوړ کړاي وي ، که د زړه غوږونه پرانیزي نو د خدای او فرښتو سلام او درود به واورۍ،چې مؤمنو او روژتې مسلمانانو ته یې ورکوي ،هو کوچنی اختر راورسیده او د الهی بدلې خوږ بوي ،د روژتیانو د مؤمنانو زړونه پسرله ایز کوي .
په اسلامي کلتور کښې د شوال میاشتي لومړۍ ورځ،د کوچنې اختر او فطرت ته د ستنیدو اختر بلل شوی دی، ځکه روژتې مسلمانان د روژي د مبارکي میاشتي په اوږدو کښې د الله تعالی عبادت کوي له ګناهونو توبه وباسي،له ځان او روح څخه ظاهري او باطنې ککړتیاوې پاکوي او خپل حقیقي فطرت ته بیرته ستنیږي .
حضرت امیر المؤمنین علی (ع) په یوه کوچني اختر کښې یوه خطبه وویله او پکې یې مؤمنانو ته زیری ورکړ:
ای خلکو! دا ورځ ،یوه داسی ورځ ده،چې نیک کاران پکې د خپلو کارونو بدله مومي او زیان کوونکې او تباهکاران پکې نهیلي او مایوسه کیږي او دا د قیامت له ورځي سره ډیر ورته والی لري. نو له کورونو ووځئ او د اختر د لمانځه د ادا کولو د ځاي په لور ولاړ شئ او په دې مهال له قبره وتل او د الله تعالی په لور مو ورتګ په یاد راولئ،د لمانځه په ځاي کښې په ودریدو سره ،د خپل پروردګار په وړاندې ودریدل مو په یاد کړئ او کله چې خپلو کورونو ته سنیږئ، نو جنت ته د ستنیدو سوچ وکړئ .
ای د خدای بنده ګانو!تر ټولو کم څیز چې نارینه او ښځینه روژتیانو ته ورکول کیږي،دا دی چې د روژي د مبارکي میاشتي په وروستئ ورځ ورته فرښتې زیری ورکوي،چې په تاسو دې زیری وي ،ای د خدای بنده ګانو چې ګناوې مو وبخښل شوي ،نو د خپل راتلونکې سوچ وکړئ ،چې څه ډول مو نوري پاتې ورځي تیري کړئ.
د اسلامي عرفان او اخلاقو وتلی استاذ میرزا جواد آقا ملکی تبریزي،د کوچنې اختر په باب وايي، کوچنی اختر یوه داسي ورځ ده،چې الله تعالی په نورو ورځو کښې غوره ګرځولي او هغه يې خپلو بنده ګانو ته د جایزې او بدلي د ورکولو ورځ ګرځولي ده . الله تعالی هغوئ ته اجازه ورکړي ده، څو په دې ورځ له خپل خدایه راتاو شي او د هغه د کرم په دسترخوان کښینې او د بنده ګې ادب اداء کړي ،د هغه دربار ته د هیلو سترګې ونیسي،د خپلو تیروتنو بخښنه وغواړي،خپلې اړتیاوې ترې پوره کړي ، خپلې هیلې ترې وغواړي، او همدغه راز یې هغوئ ته زیری ورکړی دی،چې اړتیاوې به يې پوره شي او له هیلو زیات شیان به ورته ورکړل شي .
د اهل بیت (ع) په ویناؤ کښې ټینګار شوی دی، چې د کوچنې اختر ورځ، د بدلې او مزد د اخیستلو ورځ ده ،نو په دې ورځ مستحب ده،چې انسان ډیري دعاوې وکړي او د خدای تعالی په یاد وي او خپله ورځ په بطالت او غفلت تیره نکړي او له خدایه د دنیا او آخرت خیر وغواړي.
خو ټول مسلمانان له کوچنې اختر څخه په یوه اندازه ګټه نه اخلي او ګټه اخیستنه يې مساوې نه ده ،ځکه هر څوک د خپل معرفت، ایمان او هڅې په اندازه چې د روژي په میاشت کښې یې کړي دي، له دغه ستر اختر څخه ګټه اخلي ،خو په دې ورځ له الهې لورینو برخوریدا د انسان په ایمان،معرفت،په روژي کښې په عملونو او نیتونو پورې اړه لري .
ستر عارف ملکی تبریزي ،د کوچنې اختر په ورځ د روژتیانو مراتب په دې ډول بیانوي:
ځینی کسان د غفلت او عادت له مخې روژي نیسي او د روژي په میاشت کښې هم د نورو میاشتو په څیر په غفلت کښې ژوند کوي ،ګناوي کوي او د عادت له مخې کوچنی اختر لمانځي ،دغه ډله کسان ممکنه ده ،یوازې د کوچنې اختر د حرمت په دلیل یا د ځینو نورو نیک عمله انسانانو د کارونو په دلیل د الله تعالی له لورینې سره مخ او وبخښل شی ،او یا ممکنه ده د هغوۍ بد کارونه دغه کسان له الهي رحمت څخه وباسي او د الهي درګاه له زیان موندونکو سره یوځاي شي .
یوه بله ډله کسان له دې ښه وضعیت لري، خو روژه یې له دندې پرته بل څه نه دي بللي او یوازې یې له خوراک او څښاک څخه ډډه کړي ده ،ځان خپګان ته ورکوي ،خو له دې سره په یوه وخت دغه کسان د خپل بدن غړي له ګناهګانو نه ساتي او په دروغو،غیبت، تور او د خلکو په آزارولو سره د خپل روژي اجر او بدله له مینځه وړي .خو دغه کسان بیا هم په ډاډ سره ځان د الله تعالی د حکم اجراکوونکې ګڼي او ګومان کوي،چې د نړیوالو په پروردګار منت ایږدي،خو نه پوهیږي چې په ګناهونو او ناپوهئ سره د عاقلانو په وړاندې رسوا کیږي او د الله تعالی په دربار کښې یې روژه نه قبلیږي .
خو که دغه کسان هم د کوچنې اختر په ورځ د الله تعالی په لورینې ښه ګومان ولري،او د اختر د لمانځه په وخت له الله تعالی بخښنه وغواړي ،نو ښایی خدای پاک هم هغوۍ وبخښې او پخپل فضل سره ورته ځینې بدلې ورکړي .
میرزا جواد ملکی تبریزي ،په دوام کښې وايي ،ځیني خلک ښه خبر دي ،چې روژه د الله تعالی لخوا پر دوۍ یو منت دی او د روژي د نیولو په دلیل ،الله تعالی خپل پامته داره نه ګڼي ،دوئ همدغه راز پوهیږي ،هغه روژه بشپړه ده،چې له تقوا او پرهیزګارۍ سره یوځاي وي،نو ځکه خو د خپل بدن د غړو ساتنه هم کوي،خو کله ناکله تیر وځي او ګناه کوي،هغوۍ په سختئ سره روژه نیسي او څومره چې حوصله ولري،مستحبات هم اداء کوي.خو له دې سره سره چې بد کارونه يې کړي دي نو په ویري،شرم، حیا او هیلې سره کوچنی اختر لمانځي ،الله تعالی د مؤمنانو دغې ډلې ته په نیکو کارونو د ګناهونو د بدلیدو،بدلې او بخښنې زیری ورکړی او پخپل فضل او کرم سره د هغوۍ د عبادت بدلې په پوره ډول او په داسې بڼه چې له هیلو يې لوړ وي، ورکوي.
خو د مؤمنانو یوې ډلې په دې میاشت کښې د الله تعالی بلنې ته لبیک ویلی او په ټول توان سره یې د الهي حکمونو د اجرا کیدو لټه کړي او د الله تعالی د رضایت د ترلاسه کولولپاره ،د ټولو ښیګړو د ترلاسه کولو لټه کوی، زیات عبادتونه کوي ،په داسي حال کښې چې د هغوئ زړونه د په لټئ د خبرتیا په دلیل ډاریږي او له الله تعالی په دې خاطر چې،ورته د تقرب او عبادت اجازه ورکړل شوي ده، منندویه دي .
الله تعالی هم د هغوئ خدمت مني او له هڅو يې قدرونه کوي او پخپلو ډول ډول لورینو او کرمونو سره ورته بدله ورکوي،د هغوۍ لپاره د هدایت لارې لا پرانیزي او له خپلو انتخاب شویو غوره کسانو سره یې یوځاي کوي .
په دغو کسانو کښې غوره ډله، هغه ډله ده چې په دې میاشت کښې یې د الله تعالی د بلنې خوږوالی ، د ولږي سختوالی او د شپي په ويښه تیریدل یې ورته له مینځه وړي دي ،په مینې او شکر ادا کولو سره حتی په خوشحالۍ سره ورسره مخ کیږي او الله تعالی ته د نږدې کیدو په لاره کښې له یوه بل سره سیالي کوي او الهي قرب ته نږدې شوي دي ، دغه کسان الله تعالی هم خپل دربار ته په ښه توګه منلي دي ،نږدې کړي یې دي او پخپله پناه کښې يې چې د ریښتونولۍ ځاي دي له خپلو دوستانو او غوره کسانو سره یوځاي کښینوي ،پخپل ډک جام سره یې هرکلی او خړوبوي او داسې ښکلا،نور ،خوشحالي او تاندوالې ته رسیږي ،چې څوک يې ګومان او اټکل هم نه کوي ،نه چا لیدلي او نه يې په هکله هم چا څه اوریدلي دي .
هو د روژي میاشت ختمه شوه،اومسلمانان چې د روژي په مکتب کښې او د قرآن د آیتونو،عبادتونو، د صبر او ارادې د پیاوړتیا په سیورې کښې یې ځان جوړ کړي دي ،اوس جشنونه لمانځي چې د جهاد اکبر په سخته لاره کښې یې پیاوړې ګامونه پورته کړي او خپل هدف ته رسیدلي دي ،رښتیا څومره خوږ اختر دی او له دې داسي کومه غټه بریا شته ،چې انسان ځان بیا ومومي او په خپل طغیاني نفس بریالی شي .
په پاي کښې الهې لورینې او کرم ته د هیلو سترګې نیسو او د کوچنې اختر د لمانځه د دعاي قنوت یوه برخه درته در اور وو:
ای خدایه! د دي ورځ په حق چې هغه دې د مسلمانانو لپاره اختر او د حضرت محمد(ص) ته دې د زیرمې، شرافت،کرامت او فضیلت ورځ ګرځولي ده،له تا غواړم چې پر محمد او د هغه په اولاد درود واستوي او ما هر هغه خیر ته ورننباسي،چې محمد او آل محمد دې ورننویستي دي!او ما له هرې هغې بدۍ او ناوړۍ وباسي،چې محمد او آل محمد دې ترې ویستي دي،پر تا او هغوۍ دې درود او صلوات وي!
ای خدایه! له تا غواړم هر هغه څه چې غوره بنده ګانو دې له تا غوښتي دي او تاته له هغه څه پناه دروړم، چې خالصو بنده ګانو دې تاته ترې پناه در وړي ده .
Add new comment