ناپيلي غورځنګ ،د ۷۷ ډلې او چین پر غزه د اسرائیلو بریدونه وغندل
د ایسنا د راپور له مخې پرون د ملګرو ملتو په مقر کې د ایران په مشرۍ د ناپيلي غورځنګ ، ۷۷ ډلې او چین بیړنۍ غونډه وشوه .
په دې غونډه کې د یوې بیانېې په خپریدو سره ګډونوالو په غزه د اسرائیلو وحشیانه بریدونه وغندل .
د غوندې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل په بیت الحانون کې د ملګرو ملتونو آنروا په یوه اړوند مدرسه د اسرائیلو د بمبارد په اړه چې په کې ۱۷ بې ګناه ماشومان ووژل شول پلټنه وکړي او د دې جنایت مرتکبین په خپله سزا ورسو ي.
همداراز په غونډه کې ګډون والو له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل په غزه کې د صهیونیستانو د جنایتونو د بندولو په موخه بیړني اقدامات وکړي
Add new comment