د ایران د اټومي حقوقو ساتنه،له ۵+۱ ډ‌لي سره د دغه هیواد د اټومي مرکچې پلاوې لومړیتوب دی

دغه څرګندونې دایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال  او له ۵+۱ ‌ډلي سره د ایران د  اټومي مرکچې پلاوې غړي، سید عباس عراقچې کړي او ویلي یې دي،  له ۵+۱ ډلي سره لا تراوسه  اختلافات شته  او د ایران د اټومي حقوقو ساتل، یو لومړیتوب دی  او مقابل لوری هم باید  د دغه حقوقو د منلو  چمتووالی ولري ،چې په دې بڼه کښې  به موافقې ته رسیدل خورا آسان وي .
 عراقچي وویل، په روښانه ډول یوې موافقې ته د رسیدو لپاره د مرکې په  ټولو لورو کښې یوه سیاسي اراده موجوده ده  او د تهران مقابل لوری،اوس دې نتیجې ته رسیدلی دی،چې  د ایران د اټومي مسئلې د آوارې لپاره  له خبرو اترو پرته بله لاره نشته ،نو ځکه خو یوې  نتیجې ته د رسیدو لپاره جدي دي.
د ایران د خارجه وزارت مرستیال زیاته کړه،  په تیرو شپږو میاشتو خبرو اترو کښې زیات پرمختګ وشو  اوله دې کبله خبرو اترو ته دوام ورکول کیداي شي  او موافقې ته هیله کولاي شو .
عراقچي وویل،د خبرو اترو مقابل لوری پوهیږي،چې د ایران اټومي مرکچې پلاوی د رهبرۍ د ستر مقام  له بشپړ ملاتړه برخور او باور وړ دی او د  ایران ملت ترې ملاتړ کوي،نو ځکه خو د خبرو اترو په میز کښې  د ایران اټومي پلاوی پیاوړی ملاتړی لري .

Add new comment