عراق کې د زيارتونو ويجاړېدل
د عراق او سوريې اسلامي دولت (داعش) په سوريه او عراق کې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې اسلامي خلافت اعلان کړی او ابوبکر البغدادي يې خپل خليفه ټاکلی دی. ابوبکر البغدادي د شنبې پر ورځ په يوه ويډيو کې له مسلمانانو وغوښتل چې د ده پيروي وکړي. د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې د ابوبکر البغدادي له خلافت وروسته د يو شمېر مذهبي ځايونو او زيارتونو ويجاړېدل پيل شوي دي.
ويل کېږي په عراق کې داعش د لسګونو زيارتونو او مذهبي ځايونو ويجاړول پيل کړي دي. د ويجاړيو دا صحنې د ټولنيزو شبکو پر وېبپاڼو خپاره شوي دي.
په دغو تصويرونو کې د عراق په موصل ښار کې د شيعه مسلمانانو مهم مذهبي ځای القباء حسينيه زيارت په چاودېدونکو توکو الوځول شوی دی.
تکفیري جنګياليو له موصل نه شاوخوا ۵۰ کيلومتره لرې په تلعفر کې د سعد بن عقيل حسينيه زيارت هم په چاودېدونکو توکو ويجاړ کړی دی.
د معلوماتو پر بنسټ په موصل کې د مسلمانانو د مذهبي ځايونو پرته تکفیری ډله پر کليساوو هم بريدونه کړي دي.
دغه ډله داسې فکر لري چې د صوفيانو او اسلامي شخصيتونو قبرونو او زيارتونو ته زيات درناوی له اسلامي عقيدې سره په ټکر کې دی او دا غير شرعي بولي.
له تلعفر سره نژدې په مهليبه ولسوالۍ کې د احمد الرفعايي زيارت په بلدوزرو وران شوی دی.
توندلاري د شيعه او سني مسلمانانو سپيڅلي ځايونه په نښه کوي او اعلان يې کړی د هغو ځايونو د ويجاړولو لړۍ به روانه وي، چې دوی ته د منلو نه وي.
Add new comment