داعش د موصل له مسیحیانو جزیه غواړي، که نه وبه وژل شي
د داعش اورپکو د موصل له مسیحیانو غوښتي، چې اسلام ومني، یا جزیه ورکړي او که نه وبه وژل شي.داعش دا هم ویلي، که دا هېڅ نه مني، له موصل ښاره دې ووځي.رپوټونه وايي، چې زرګونه عیسویان له موصل ښاره ګاونډیو کردي سیمو ته لېږدېدلي دي.داعش دغو عیسوي وګړو ته د شنبې ورځ وروستی ضرب الاجل ټاکلی و.د تېرې جمعې ورځې تر لمانځه وروسته داعش ځینې ویناپاڼې ووېشلې چې وايي ''داعش ډله مسیحیانو ته درې غوراوي وړاندې کوي: یا دې اسلام راوړي او جزیه دې ورکړي او که دا کار نه کوي، نو په توره به خبرې ورسره وشي''.رویټرز خبري اژانس د موصل د یوه اوسېدونکي له قوله ویلي ''د عراق په شمالي نینوی ولایت کې د اسلامي دولت په نامه دغه ویناپاڼې د تېرې پنجشبنې پر ورځ خپرې شوي، او د جمعې پر ورځ په جوماتونو کې لوستل شوې دي''.د (اسلامي دولت) ډله، چې وړاندې ''په عراق او شام کې اسلامي دولت- داعش'' بلل کېده، په تېرې فبرورۍ میاشت کې د سوریې ''الرقه'' ښار کې هم ورته ویناپاڼې خپرې کړې وې، او له مسیحیانو یې غوښتي وو چې د ساتنې په مقابل کې باید جزیه ورکړي.د رویټرز د راپور له مخې، په موصل کې بېلابېلې ډلې اوسېږي، چې لس کاله مخکې پکې د مسیحیانو شمېر ۱۰۰ زره و، خو په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته پر مسیحیانو تر بریدونو ډېرېدو وروسته د دوی شمېر کم شو.ځینې شمېرې ښيي، وړاندې له دې چې تېره میاشت داعش دغه ښار ونیسي، په موصل ښار کې د مسیحیانو شمېر نژدې پنځه زره کسان و، خو زیاترو یې له ښاره پښې سپکې کړې دي او یوازې ۲۰۰ مسیحیان هلته پاتې شوي.
Add new comment